رحمت الله جمالزی
/په دې وروستیو کې د تېر په پرتله، د ټول هېواد په کچه له دوولسمو ټولیګو د فارغېدونکو زده کوونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. خو ډېری یې، پرته له دې، چې لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي، بې برخلیکه پاتې کېږي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، چې د لوړو زده کړو تنظیموونکی وزارت دی او د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو مسوولیت په غاړه لري نه دی توانېدلی، د لسګونو زروځوانانو د برخلیک له برابرېدو سره مرسته وکړي. په تېرو کلونو کې له دوولسمو ټولګیو څخه ډېر فارغین د کانکور په ازموینه کې پاتې کېږي او لوړو زده کړو ته نه جذبیږي. د کانکور په ازموینه کې د پاتې شوو زده کوونکو یوشمېر یې، چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی توانیږي د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو او موسسو کې په زده کړو بوخت شي، خو دغه چاره دغې ستونزې ته د پای ټکی نه شي اېښودلای او د زده کوونکو یوه ستره برخه، بې برخلیکه پاتې کېږي.
د کانکور په ازموینه کې درغلۍ، نا انډولۍ او د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت کموالی د دغو زده کوونکو د برخلیک ستر خنډونه دي. په یو شمېر سیمو کې د کانکور ازموینې اخیستلو پرمهال د همغو ولایتونو پارلماني وکیلانو او نور چارواکي د کانکور په ازموینه کې لاسوهنه کوي او د خپلې سیمې د زده کوونکو لپاره د پراخ نقل او درغلۍ زمینه برابروي، او هېڅ رسنۍ یا څارونکي ته د ازموینې د جریان لیدو اجازه نه ورکول کېږي، ترڅو په دې توګه دوی وکولای شي، د خپلو سیمو ډېر محصلین بریالي کړي. خو د لوړو زده کړو وزارت، چې د کانکور ازموینې د اخیستلو اصلي ځای او د څارنې مرجع ده په دغې موضوع کې چوپ پاتې دي.
بل خوا د لوړو زده کړو وزارت له خوا هغه نا انډولي، چې د یو شمېر ولایتونو په حق کې یې کوي.په لوګر ولایت کې د سږني کانکور ازموینه واخیستل شوه، خو کله يې چې نتایج د کابل په لور راوړل کېدل په لوی لاس چټلو اوبو ته واچول شول، ګونګه او پوښتنه پیدا کوونکې موضوع ده د دغه کار موخه څه وه؟ موخه روښانه وه، دوی په دې توګه غوښتل تر څو د دغه ولایت د کانکور او په ټول کې لوړو زده کړو ته د تګ پر لار د زده کوونکو پر وړاندې یو ډول خنډ رامنځته کړي. له دغه ډول او بېلابېل ډوله درغلیو کابل هم نه دی خوندي، ډېری زده کوونکي، چې کله د ازموینې صحنې ته ځي وار له مخه د کانکور پوښتنو کلي ورسره ده او په ډاډه زړه کولای شي، لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي. په داسې حال کې، چې په دې توګه د خپل بل محصل ورور پر حق پښې ږدي او د هغه په برخلیک ملنډې وهي.
پښتانه، چې د تېر دېرش کلن ناورین اصلي قربانیان دي، په دغه هېواد کې په ټولو پرمختګونو او حقونو کې ګوښې ته پاتې شوې دي، دا مهال په پښتني سیمو کې په لوی لاس د زده کړو مخه نیول شوې ده، نجونې خو په هېڅ ډول نه شي کولای زده کړې وکړي. هغه د ګوتې په شمېر زده کوونکي، چې کولای شي تر دوولسم ټولګي په ډېرو زحمتونو سره زده کړې وکړي نه شي کولای لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي، چې په دې توګه نا امنۍ ته لاره هواره او د مخالیفینو بېلابېلې لیکې دوی ته ښه راغلاست وايي. دوی نا هیلي کېږي، د دوی په سیمو کې د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونه او موسسې هم نشته او په کابل کې ورته پاتې کېدل هم ګران تمامیږي، بالاخره داسې نا هیلي کېږي چې فکر کوي دوولس کلن زده کړي یې هېڅ وو او په دې توګه زده کړو ته شا کوي.
بله خوا هغه ستره ستونزه او ستر خنډ چې د زرګونو محصلینو د لوړو زده کړو په مخنیوي کې رغنده رول لوبوي، د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت کموالی دی. په تېرو لسو کلونو کې لوړو زده کړو وزارت ونه شوای کولای، د حد اقل محصلینو د ځایښت وړتیا ډېره کړي. هر کال کانکور واخیستل شي، محصلین بې برخلیکه پاتې شي، زیانمن شوي محصلین لاریونونه وکړي؛خو د لوړو زده کړو وزارت یوازې له ځان په دفاع فکر کوي او د خپل دریځ کلکه دفاع کوي. دا هغه تکراري داستان دی، چې له تېرو څو کلونو روان دی.
لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو په تنظیم او له هغوی سره په ښو اړیکو ساتلو کې هم تر ډېره پاتې راغلی.د لوړو زده کړو وزارت، چې د محصلینو د ځایولو د ظرفیت له نه شتون سر ټکوي نه دی توانېدلی، چې له کانکور د پاتې محصلینو یوه ډېره برخه په خصوصي سکتور کې لوړو زده کړو ته وړیا معرفي او یا ورته زیات تخفیف واخلي. تېر کال هم لوړو زده کړو وزارت یو شمېر محصلین خصوصي پوهنتونونو ته معرفي کړي، خو شمېر یې ډېر کم او هغوی هم د رڼه سیستم له مخې نه دي معرفي شوي.
لسګونه زره ځوانان تېر کال لسګونه زره دوه کاله وړاندې او لسګونه زره ځوانان چې سږ کال بې برخلیکه پاتې شي، نور به په افغانستان کې د ځوانانو د لوستي کېدو او د لوستي ځوان نسل د رامنځته کېدو هیلې اوبو وړې وي.
د لوړو زده کړو وزارت په تېرو څو کلونو کې د دغې ستونزې په حل کې پاتې راغلی، دغه وزارت تر دې مهاله داسې مکانېزم او تګلاره نه ده جوړه کړې، چې د دغې ستونزې حل وباسي او د لسګونو زرو ځوانانو په لوستي کېدو کې مرسته او د برخلیک له ورکېدا او کږېدا یې وژغوري. خو د لوړو زده کړو وزارت ډېری کله د ودانۍ په رنګولو، لارو فرش کولو او د رسنیو پر وړاندې په ژر ژر او غوړه را څرګندېدا که ښه رول لوبولی دی. دا هغه څه دي چې نه جبرانیدونکې او اوږدمهالې ستونزې او ناورینونه را ولاړوي، دې موضوع ته له مدني ټولنې نیولې تر دولت او حکومت پورې بیړنی پام په کار دی.
جالبه خو داده چی د ځینو ولایتونو شاګردان په پښتو هیڅ نه پوهیږی . دوی د پښتنو شاعرانو او لیکوالانو نومونه هم نه وی اوریدلی او کله چی د کانکور په آزموینه کی د هغوی په باب پوښتنی راځی ، دوی ټولی حل کړی وی او له یوه ولایت نه چی 3100 نفرو آزموینه کی برخه اخیستی وه ټول کامیاب او یو هم ناکام نه شو. اما هغوی چی د هیواد په دواړو رسمی ژبو خبری کولای شی او لیکلای شی ، د کانکور په آزموینه کی بی نتیجی پاته کیږی او یا یی د آزموینی پاڼی په اوبو کی لاهو کیږی چی په اتومات ډول بی نتیجی شی. دا هیواد د ټولو مشترک کور دی او لکه څنګه چی وجایب او مکلفیتونه مساوی او پر ټولو یو شان دی ، حقوق او امتیازات یی هم مساوی دی. دلته باید د لیاقت او وړتیا موضوع مطرح وی نه د ولایت او سمت. د هیواد ټول مسولین لکه والیان ، ولسوالان ، د پارلمان غړی او د کابینی غړی مجبور او مکلف دی چی د خپلو ولایتونو د ځوانانو د سرنوشت په باب دوی ته ځواب ورکړی. که داځل درغلی او خیانت وشو ، باید مسوول کسان یی حتما محکمی ته راکش او قانونی جزا ورکړل شی. ځوانان زمونږ راتلونکی جوړوی او د دوی پالنه د دولت دنده ده.
ګرانه وروره ستاسو خبرې تر یوه حده رښتیا دي خو مخکې له دې چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د وړتیا په نشتوالي باندې سره خبرې وکړو باید لومړی د پوهنې وزارت ته سر ورښکاره کړو. د پوهنې د وزارت له خوا ټاکل شوو ښوونکو کې پنځه سلنه مسلکې ښوونکي دي چې پاتې ۹۵ سلنه یي هغه غیر مسلکي استادان دي چې په بل ځای کې ورته دنده نه پیداکیږي خو د واسطې په زور یا په سیمه کې د ښوونکو د نه شتون له کبله پر دندو ګمارل شوي دي .. نوموړې ښوونکي پخپله په څه نه پوهیږي نو زده کوونکې به له هغو څخه څه زده کړي. چې په پایله کې داسې زده کوونکي له دوولسم ټولګې څخه فارغیږي چې په یو او دوه هم نه پوهیږي نو بیا همدا ناپوهه زده کوونکي په یو نه یو ډول هڅه کوي چې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي. که هغه د لوړ پوړو چارواکو په زور وي که هغه د قومیت پربنسټ وي او که د بډو او پيسو په زور. لومړی باید د پوهنې په وزارت کې وړتیا ته کار وشي. هغه ښوونکي پردندو وګمارل شي چې رښتیا ښوونکي وي او که چیرې نه وی نو وزارت دې د غوره ښوونکو د روزنې په برخه کې کار وکړي تر څو د زده کوونکو د روزنې څخه مخکې ښه او غوره ښوونکې وروزي او ټولنې ته یي وړاندې کړي. زما په نظر د کمیت نه کیفیت غوره دی.
په درنښت
نور