تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه:  د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې لوړ پوړي غړي وايي، افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په فبرورۍ کې د لاسلیک شوې هوکړې په اړه د طالبانو په ژمنتیا پوښتنې راپورته کړې دي.

د دې کمېټې ډیموکراټېمشر ایلوټ اینګل او جمهوري غوښتونکي غړي مایکل میک کیول ویلي، د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتول بدبختانه له هوکړې څخه د دوی سرغړونه ده.

 دواړو د می په اتمه یو ګډ بیان کې ویلي، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو زیاتېدل دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا طالبان به خپلو ژمنو باندې ولاړ پاتې شي؟ که نه د سولې پروسه به له ګواښ سره مخ کړي او مخه به یې ډب کړي.

ښاغلي ایلوټ اینګل او کیول ویلي، په افغانستان کې تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی دی چې کورونا په خپرېدو ده او دې کار افغانان د روغتیا برخې ته له پاملرنې ساتلو څخه راګرځولي دي: (( ټول لوري باید ژر تر ژره بریدونه بند کړي، اوربند ته غاړ کېږدي او سولې ته د رسېدو برخه کې مرسته وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د می په ۵مه د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر هم په یو بیان کې وویل، چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي.

 که څه هم افغان حکومت د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د میاشتې په هوکړه کې شامل لوری نه و، خو بیا هم له کابل څخه وغوښتل شول چې د افغاني مذاکراتو لپاره د ښه نیت له مخې دې ۵ زره طالب بندیان خوشې کړي چې کابل دا کار پیل کړی او تر اوسه یې نږدې ۹۵۰ طالبان خوشې کړي دي، خو افغان حکومت ادعا کوي چې د دې کار په مقابل کې یې طالبانو هیڅ ډول ښه نیت نه دی ښودلی او پر افغان لوري یې بریدونه د کمولو پر ځای زیات کړي دي.

دې کار له شنونکو سره اندیښنه پیدا کړې ده چې طالبان د سولې پر ځای له افغان لوري سره د جګړې دوام ته ترجیح ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *