د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس په پاکستان باندې د اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو د خرڅولو مخه ډپ کړه.
د هندوستان ټایمز آف انډیا ورځپاڼه د پاکستان د ډان ورځپاڼې د نن (سه شنبې) ورځې د یوې لیکنې په اساس لیکي چې، په پام کې وه چې د امریکا متحده ایالات په پاکستان باندې ۸ نورې اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکې وپلوري خو د نوموړي هېواد کانګرس یا ولسي جرګې د دغې معامله مخه ونیوله.
ویل کیږي چې د کانګرس غړي د پاکستان له خوا د یادو جنګي الوتکو د کارونې په هکله اندېښمن شوي او د سپیناوي او معلوماتو غوښتنه یې کړې ده.
ټایمز آف انډیا لیکي چې د اوباما ادارې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې (سنا) څخه هم ورته یادښت ترلاسه کړی دی چې ښیي چې یادې الوتکې دې دا مهال پاکستان ته نه ورکول کیږي.
د متحده ایالاتو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکیلانو دغه غوښتنه په داسې حالت کې مطرح کړې چې متحده ایالاتو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د پټان کوټ په حمله کې د ښکېلو کسانو په برخه کې دې ژر تر ژره ګامونه واخلي. یاده حمله د روان کال د جنورۍ په ۲مه د هندي پنجاب په پټان کوټ سیمه کې د هند د هوایي ځواک په یوه مرکز وشوه چې ویل کیږي د پاکسان له خوا حمایه کېدونکی ترهګر ګروپ، جیش محمد، په کې لاس لري.
پاکستان په سیمه کې د ترهګرو د روزونکي او پالونکي هېواد په توګه نوم لري او یو شمېر امریکایي چارواکو هم له ترهګرۍ سره په جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړی دی.