تاند- پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت د دغه هیواد کانګریس ته په پاکستان کې د ترهګرو د پناهځایونو په اړه په یوه زغرد راپور کې وویل چې پاکستان له یاغي ډلو څخه د هند د پوځي لاسبري په وړاندې د نیابتي جنګیالیو په توګه کار اخلي.
پنتاګون د افغانستان په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ حملې ته په اشارې وویل، دا برید د هند د نوي صدراعظم نریندرا مودي د لوړې تر مراسمو لږ مخکې وشو.
په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید د ښاغلي مودې د لوړې تر مراسمو یوازې درې ورځې مخکې وشو. مودي هندو ملتپالو ته نژدې بلل کېږي چې پاکستان ورڅخه بېره لري.
د سږ کال په جون میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لشکر طیبه ترهګره ډله په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د حملې مسووله ده.
د پاکستان پوځ او استخبارات له لشکر طیبه څخه په افغانستان او هندي کشمیر کې د خپلو هدفونو لپاره کار اخلي.ویل کېږي چې د پاکستان پوځ د دې ډلې جنکیالیو ته په خپله خاوره کې روزنه ورکوي او بیا یې هندي کشمیر او افغانستان ته د جګړې او تروریستي بریدونو لپاره لېږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند پر کونسلګرۍ حمله وغندله او په یوه قوي اعلامیه کې یې له هند سره د افغانستان د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
افغانستان او هند په ۲۰۱۱ میلادي کال د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړی چې پر اساس یې د دوو هیوادونو د اقتصادي، تعلیمي او نورو همکاریو چوکاټ برابر شوی دی.
بنتاكون ته دا دبخوا خخه ثابته وه ولي دوي دباكستان به ترو ريستي أعمالو ستركي بتولي دغه خه جه نن به باكستان كي دافغانستان به ضد كيزي ددي كارو تهداب همدا بنتاكون وو جه دافغانستان دحزب ديموكراتيك خلق افغانستان به ضد اعيار او تر ننه دوام او عملي كيزي باكستان به منطقه كي دهند او افغانستان به ضد دترو ريستي أعمالو دتربيهءي لوي خند او ستر مركزدي