کانګریس

تاند- د امریکا د کانګریس د استازو جرګې ته یوه لایحه وړاندې شوې چې پر اساس یې غوښتنه شوې چې پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد وپېژني.

د دې لایجې وړاندې کوونکی مخکښ کانګریس من ټیډ پو همداراز هلې ځلې پیل کړي چې له پاکستان سره د امریکا په اړیکو کې انقلابي بدلون راوستل شي.

ټیډ پو د کانګریس د استازو جرګې د تروریزم ضد کمېټې رييس دی او د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کوي.

د دې لایحې پر اساس د امریکا ولسمشر مکلف دی چې په ۹۰ ورځو (درې میاشتو) کې پاکستان د نړیوال تروریزم ملاتړی اعلان کړي او یا یې رد کړي.

همداراز یوه میاشت وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر باید راپور ورکړي چې پاکستان د تروریزم ملاتړی ګڼي او یا به توضیح ورکوي چې ولي پاکستان لا هم د نړیوال تروریزم ملاتړ کوونکی نه ګڼل کېږي.

ټیډ پو په وړاندې کړي وړاندیز کې لیکلي«پاکستان نه یوازې یو داسي دوست هیواد دی چې باور پرې نه کېږي، بلکې له کلونو راهیسي یې د امریکا د دښمنانو ملاتړ کړی دی.»

ده ویلي، اسامه بن لادن ته له پناه ورکولو رانیولې د حقاني شبکې تر ملاتړه پوري پاکستان د تروریزم پر ضد په جګړه کې له امریکا سره ملګرتوب نه دی کړی.

په لایحه کې ویل شوي «هغه وخت راغلی چې موږ پاکستان ته د تېرایستلو په خاطر پر انعام ورکولو بندیز ولګوو او رسماً یې د نړیوال تروریزم ملاتړی هیواد اعلان او په رسمیت وپېژنو.»

ښاغلي پو تېر کال هم ورته لایحه وړاندیز کړې وه خو هغه مهال یې د تصویب چانس ډېر لږ و ځکه چې د اوباما د واک موده پای ته رسېدونکې وه او پر دې موضوع بحث او پرېکړې ته ډېر وخت نه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *