تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د کاپیسا چارواکي وايي، دغه ولایت کې پر یوه کور د هاوان لګېدو له کبله ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري وايي، پېښه پرون د تګاب ولسوالۍ جالوخېلو کې پر امنیتي پوسته د طالبانو د توغندي توغولو له کبله شوې ده، چې هدف یې خطا شوی او د یو کور ۳ غړي یې وژلي ۴ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، پېښه کې ښځې او ماشومان قرباني شوي دي.
دا په داسې حال کې د چې پرون د میدان وردګو په جغتو کې د طالبانو د سړک د غاړې ماین د کندهار پوهنتون یو استاد د خپلې کورنۍ له ۴ غړو سره یو ځای وواژه.