عبدالحق سمون

د ټېکنالوژۍ پرمختګ که څه هم ټولنې او وګړي يو له بل سره هره ورځ لا پسې نږدې کوي، خو له بل پلوه يې نورې ستونزې هم زيږولي دي.

د انټرنېټ په غځېدو سره اوس ان د لرې پرتو سيمو خلکو هم ټولې نړۍ ته لاس رسی پيداکړی دی، شېبه په شېبه د نړۍ بدلونونه او تازه خبرونه د خپلو ځېرک تليفونونو له لارې له نورې نړۍ سره څنګ په څنګ ګوري او لولي.

د ټولنيزو رسنيو له ډلې زمونږ هېواد کې فيسبوک تر نورو هغو ډېر مينه وال لري؛ دا ځکه چې يو خو د فيسبوک کارول تر نورو شبکو اسان دي او بل دا چې مخابراتي شبکو ورته د لاس رسي زمينه هم تر ډېره بريده اسانه کړې ده.

نوره نړۍ د ليکنې د خونديتابه لپاره قوانين لري، هيڅوک نشي کولای چې د يو چا وينا او يا هم ليکنه پرته له اجازې او ياهم د ليکوال او خپرندويې ټولنې له همغږۍ پرته خپره کړي، هلته د ادبي غلا کوونکو (Plagiarism) سره قانوني چلند کېږي، خو له بده مرغه دلته بيا هر څوک چې وغواړي ښه په سپين سترګۍ ليکنه غلا کوي.

اوس خو په فيسبوک کې کاپي/پيسټ يو دود ګرځېدلی دی! ته به په دوو کرښو ماغزه اوبه کړې، د تورو د ادبي ښکلا، د غونډلو (جملو) د مفهوم او مانا اسانولو لپاره به خولې توی کړې، خو يو ناځوان به يې درڅخه د سترګو په رپ کې غلا کړي.

ځينو خو بيا هم ښه دي، د c يو توری ورزيات کړي؛ په دې مانا چې ګنې دا يې له کوم چا کاپي کړې ده، خو ځينې بيا لږ تر لږه دا c توری هم نه ورزياتوي.

خبره داده چې، که د ليکنې يا وينا په پای کې د c توري په زياتولو سړی ليکوال کېدای، نو اوس به مو هېواد له ليکوالانو ډک وای، ان بهرنيو مأخذونو ته به هم اړتيا نه وای؛ ځکه په هره برخه کې به مو بې شمېره ليکوالان لرلای.

اصولاً که د يو چا ليکنه او يا وينا مو خوښه شي، د هغې ليکنې مأخذ او يا هم د ويناوال د نوم په ذکر کولو سره بايد هغه ليکنه يا وينا خپره کړو، نه د c توري په ورزياتولو سره!

زما په اند له مالي غلا څخه د ادبي غلا (Plagiarism) زغمل سخت دي، نو هيله داده چې د يو چا خولو تويولو، وخت تېرولو، شپې سبا کولو، فکر کولو او په ټوله کې شخصيت ته په درناوي کولو سره له ادبي غلا ځان وساتئ.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *