تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: په کاپيسا کې تر یوې وسله والې غلا او یو کور له ۳ غړو وژلو وروسته د کلي خلکو یو غل نیولی او په دار یې ځړولی دی.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش تاند ته وايي، تېره شپه درې بجې د غلو یوه ډله د کوهستانونو حصه اول ولسوالۍ په خوان زرګر کلي کې یو کور ته اوښتې او درې د کور غړي، یو میلمه یې وژلی دی.
نوموړی وايي، همدا راز یو غل هم په مقابلو ډزو کې وژل شوی، خو د کور یو کس او یو غل په ژوبل حالت کې پاتې شوی دی چې د چارواکو په وینا دغه غل هم نن غرمه د ځايي خلکو لخوا په دار ځړول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته نږدې شمالي ولایتونو کې د جنايي پېښو شمېر زیات شوی دی.