تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه درې ملکیان وژلي او دوه افغان سرتېري یې ژوبل کړي دي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، پېښه د ولسوالۍ په بازار کې شوې ده، چې د ټپیانو وضعیت يې ښه دی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت نن سهار په کابل قلعه وزیر کې هم د پولیسو په رینجر د یو مقناطیسي ماین د چاودنې خبر ورکړی چې په ترڅ کې يې یو پولیس ټپي شوی دی.
تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت کوم لوري نه دی اخیستی.