تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د راپورونو له مخې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په باعث خېلو کلي کې د ماین چاودنه شوې چې څلور ښځې او دوه ماشومان یې وژلي دي.
چارواکي وايي وژل شوي دوه ماشومان او څلور مېرمنې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلې چې، دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري په کرنیزه ځمکه کې ځای پر ځای شوی و چې د یوې کورنۍ ۶ غړي یې وژلي او دوه نور یو نارینه او یوه ښځه یې ټپیان کړي دي.
بل لوري د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې، ښخ شوي ماین پر ملکي وګړو چاودنه کړې، چې ۶ تنه يې شهيدان کړي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
ښاغلي رحیمي هم د پېښې پړه په طالبانو اچولې خو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.