تاند، د افغانستان لپاره د ملګروملتو پخواني استازي کای ایدې د امریکا ږغ اشنا رادیو هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې د ده له قوله ویلي و چې د افغانستان د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د ۲۰۰۹ کال تر ټاکنو زیاتې درغلۍ شوي دي.

کای ایدې د اشنا رادیو د دري خپرونې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال انتخابات د درغلۍ له پلوه څرنګه پرتله کوي، وویل:«د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې بې نظمۍ زیاتې وې، درغلي تر هغه څه زیاته وه چې توفع یې کېده خو دا ځل بې نظمۍ لږې وې.»

د امریکا ږغ رادیو خبریال د ده څرګندونې تحریفوي او ورته وايي، تاسو وویل چې دا ځل درغلۍ زیاتې شوي دي مګرکای ایدې ورته وايي چې دی په امریکا کې اوسي او له دومره لېري ځایه قضاوت نه شي کولی.

خو وروسته له دې چې د امریکا ږغ اشنا رادیو د ښاغلي ایدې څرګندونې په تحریف شوي ډول خپرې کړې او په خپله ویبپاڼه کې یې ولیکل چې کای ایدې وايي چې په دې اندازه یې د درغلۍ تصور نه شوای کولی، کای ایدې وویل چې د ده څرګندونې تحریف شوي دي.

کای ایدې وویلچې دی په واشنګټن کې اوسي او له هغه ځایه د افغانستان د وروستیو انتخاباتو په اړه څه نه شي ویلی.

ناروېژی دیپلومات او لیکوال کای ایدې (Kai Aage Eide) د ۲۰۰۷ میلادي کال له مارچ څخه د ۲۰۱۰ کال تر مارچ پوري په افغانستان کې د ملګر وملتو د مرستندوی دفتر یا یوناما مشر و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *