کبرجن څوک دی ؟ کبر له چا سره ښايي؟ ولې یو انسان کبر وکړي؟ په کبر سره انسان څه لاس ته راوړی شي؟ دې او دې ته ورته نورې پوښتنې په دې لیکنه کې جواب شوي دي. د لیکنې په پیل کې ما د کبر تعریف کړی دی ددې لپاره چې موضوع ټولو ته ښه روښانه وي ، وروسته مې په دې رڼا اچولې چې کبر د انسان له کومو ګناهون څخه دی او په دې هم غږې دلی یم چې کبر انسان له کومو ستونزو سره مخ کوي ورپسې مې دځینو پوهانو نظريې په پرلپسې ډول راخستي دي او په پای کې هم دکبر په زیانونو باندې رڼا اچولې ده.
رحمان بابا څه ښه ویلي دي:
سر دننه په ګریوان کړه سترګې روڼې ډېر په پورته پورته مــــــه ځه سرهوا
کبر د انسان په دننه کې یو داسې حالت دی چې په دې حالت کې انسان ځان له نورو انسانانو څخه لوړ بولي او په دې لوړوالي باندې عقیده لري
لوړوالی او کبر له یوه الله جل جلاله سره ښایي،انسان بايد په دغو
صفتونو کې باید ځان شریک نه کړي او که ځان په دې صفتونو کې شریک کړي نو الله جل جلاله به هغه ددوزخ اورته ورواچوي.
کبر یوه ډېره لویه اوله کبیره ګناهونو څخه دی. که مونږ تیر ژوند ته وګورو هغه چا چې کبر کړی دی نو الله جل جلاله هغوی تباه کړي دي. زمونږ په ټولنه کې که چا ته وايې چې دا کار مه کوه ګناه ده نو هغه وایي چې ته څوک يې چې ماته نصیت کوې چې دا په خپله یو ډول کبر ده چې چې ته ورته له خدای نه د وېرې خبره کوې نو دی درته دزور او زیشتې خبرې کوې چې دا ډېره لویه ګناه ده.دیوه کبرجن انسان نښې دادي چې کله له نورو خلکو سره خبرې کوي نو دهغوي خبرو ته غوږ نه نيسي او که يې نیسي هم نو دهغوی حق خبره هم نه مني، دا ورته ډېر ګران وي چې څوک دې په ده باندې انتقاد وکړي.که کله یو بې وزله کس ورنه دڅه غوښتنه کوي هغه ته یوډول په کرکه ګوري او ډېره ورته ګران پرېوځي چې څوک يې په مخکې ودریږي او څه ورنه وغواړي.کبر جن که کله هم یوه مجلس ته ننوځي نو کوښښ کوي چې هلته کيني چې هغه د سپینږیرو او لویانو ځای دی او که کله هم خپل د خوښې په ځای کې نه ني نو یو ډول ناراحاتي ورته پیدا کیږي ،له نورو نه د سلام تمه لري چې نور ورته سلام واچوي ، علاقه لري چې نور دی لوړ وګڼي، دهېچا نصيت ته غوږ نه نیسي ، زاړه او کم ارزښته کالي ورته شرم ښکاري. ښو او قیمتي کالیو شوق لري او په هغه یوډول ویاړ(فخر)بولي.دا هم دځان لپاره شرم بولي چې په ګاونډ کې دې یوبې وزلې ګاونډی وي،په ټولو حالاتو کې ځان له نورو نه لوړ بولی ،د الله جل جلاله بندګانو ته دحقارت په سترګه ګوری ، له نورو څخه د احترام تمه لري، په لاره کې له نورو نه وروسته تګ ورته ښه نه ښکاري.له نورو سره د خبرو په مهال له هغوی نه مخ اړوي ،په لاره باندې په ډېر خیال اوکبر سره ځي.
دپوهانو نظریې د کبر اوغرور په اړه :
1ـ که څوک خپل نفس له هغه نه چې دی لوړ او برتره وګني هغه هیڅ کله دکمال حد ته نشي رسیدلی.( فارابي)
2ـ که دعقل لپاره افت (بلا) یا مصیبت وي نو همهغه خودخواهي ،ځان غوښتنه ،کبر او غرور دی. (ابن مقفع)
3ـ نارینه هغه دی چې په خپله خوښۍ او خوشالۍ کې ځان ورک نه کړي. (ناپلئون)
4ـ هېچا ته دې حقارت په سترګه مه ګوري ځکه هغه څوک چې تاسې یې تحقیروي شاید په راتلونکې کې یو ډېر لوی او ګټور کارتر سره کړي.
5ـ په هره وړکۍ نارامۍ او ناراحتۍ سره په قهرېدل او په نورو سترګې وربرګول د کبر او غرور لویه نښه ده .( پوپ)
6ـ هیڅ انسان باید کبر او غرور د پرمختګ ، شناخت او لوړتیالاره ونه بولي. (ناپلئون)
7ـ په ژوند کې حقیقي مالو سرمایه اوثروت مهرباني ده او حقيقي ړوندوالی کبر او غرور دی. (کنفوسیوس)
8ـ کبر د جهل او نادانۍ مخصول دی او له خپل هوسه متابعت دی . (فصال شفاهي)
9ـ هرهغه څوک چې نجیب او نیک سړی وي نو کبر یي کم وي.(مثل دانمارکي)
پایله : په ر یښتیا هم هیڅ انسان سره کبر نه ښایي بلکې دهغه لپاره یوه ډېره غټه او له کبره کناهونو څخه دی ، کبرجن سړی د الله جل جلاله بد ایسي. کبرجن د په خپله د ټولنې په منځ کې هم دې احترام وړ نه وي او خلک ورته په کرکه ګوري ، زما خپله کبرجن سړی ډېر بد ایسي . نو هیڅ انسان باید کبر ونه کړي ، مونږ یو متل لرو وای د کبر کاسه نسکوره ده په ریښتیاهم چا چې کبر کړی ، الله جل جلاله هغه روسا کړی دی او هغه یې له تباهۍ سره مخ کړی دی .
عمرخیل صاحب سلامونه!
زیاته املایی او ادبي غلطي لیدل کېږي په لیکنه کې
مننه پتیال صاحب انشا الله بل ځل به نه وي دا لیکنه مې د پوهنتون دوره کې کړې وه
د بیا اډیت لپاره مې لا وخت پیدا نه کړ
بسم الله الرحمن الرحیم …. الله ج فرما یی /ان الله لا یحب من کان مختالا فخورا / صد ق الله العظیم دا له تو لو لو یه او عظیمه خبر ده دکبر جن لفاره