پخوا چې قلم، کتاب، کتابچه او چاپخونې ډیرې نه وې، نو خلکو به ټول وخت په لیکلو تېراوه. رنګ نه و، خلکو به له سکرونه استفاده کوله، قلم نه و، خو خلکو به له نۍ نه ګټه پورته کوله.
هغوی د پوهې او تعلیم سره بي کچې مینه وه. هغوی غوښتل چې راتلونکې نسل یې په سهولت کې ژوند تیرکړي. هغوی د تخیل قوه ډیره په بې ځایه شیانو کې نه کاروله، بس پدې فکر کې به ول چې څنګه کولی شو چې د ساعتونو لاره په ثانیو واړو؟ د بټنې په کیکاږلو سره هرڅه په خپله جوړ شي؟ کار ډیر، وخت کم مصرف شي؟ ددي ګرد او بخار نه مو صحت لري اوسي؟ بلاخره هغوی دا کار وکړ او حتی بې له شخصه یې اوسپنه په هوا کې ودروله او په خپلو مټو باندې یې بله نړۍ هم ولیدله.
هغوی په خپلو فکرونو سره انقلاب راوستو. یونانو او روم د علومو سرچینه بلل کیږي او هر هغه علم چې موږ یې نوم اخلو، نو ریښه به یې یا یونانې او یا رومي وي.
خو اوس موږ سره هرڅه پریمانه دي، مګر شوق نشته. موږ په هره برخه کې بنډاري کتابونه لرو، خو د ویلو یې څوک نشته. موږ چاپخوني ښي پریمانه لرو او هره ورځ په لکاو کتابونه له چاپه راوځې، خو بیرته پري تنور تودوو.
پخوا به یو کتاب په ډیرو مشکلاتو یو چا ولیکه، خو خلکو به ورته شپې شپې سباکولي چې خپل ځانته یې کاپې( لیکل) کړي او ګټه ترې واخلي. اوس چې کتاب چاپ شي، د کتابخانې شي.
یو شی هغه وخت ارزښت پيدا کوي چې مینه وال یې ډیر او خلک یې ډیر واخلې؛ نو بیا چې چا لیکلی او جوړ کړی وي، هغه تشویق شي او په راتلونکي کې د ښه شي په جوړولو مصروف شی، چې د ټولنې وګړي تري لاډیره ګټه واخلي.
موږ نورو په مزخرف شیانو کې دومره مصروف ساتلي یو، چې حتی هغه د کتاب د یوي صفحې د ویلو وس هم نه لرو.
موږ یې دومره مصروف ساتلي یو، چې لمونځ، مطالعي، ډوډۍ، کار او داسې نور شیانو ته هډو وخت نه لرو، بس چې کله پيل شي نو بیا خو هرومره یو څلور، پنځه ساعته ورته مسلسل ورکوو.
که له یوماشوم نه پوښتنه وکړي چې اسلام څوبناوي لري او زموږ د پيغمبر(ص) خصوصیات څه ول، خو خوله به درته هخوا دیخوا خوزوي راخوزوي او په ګډو وډو به سرشي؛ خو که د یو سریال پوښتنه تري وکړي نو بیا نو دا نه وایي چې فولاد داسي هیرو دی یا داسی دی، یو اکټ یې هم درته وکړي او غلی غوندې درنه روان شي.
ځوانان او زاړه همداسې درواخله.
هغوی یې جوړي، پيسې اخلې او خپل ژوند ته ښه په خوشحالۍ دوام ورکوي. موږ پرې پيسې ورکوو، وخت پرې ځایي کوو او تشویش مو دا وي چې فلاني(فولاد، میر او امیر) سره ولې داسي وشول، ها.
موږ نه وایو چې تاسو تلویزیون مه ګورئ، تاسو فلم او یا سریال مه ګورئ، خو هرڅه خپل وخت لري، موږ خو ټول وخت همدي دوو شیانو ته ورکړی او هغه کوم مسؤلیت چې دی هغه رانه پاتې دی.
پورتنۍ جمله په مجازي ډول د داسي چا د خولې جمله ده، چې د مطالعي یې حد نشته او په هره برخه کې به درته لکه د طوطي لګیاشي.
دی وایي: یوه ورځ یو چا راته زنګ ووهلو چې ته څه شي خوري چې دومره تکړه یې؟
ورته مې په ځواب کې وویل چې زه کتابونه خورم.
وروسته مې فکر شو چې تاخو دي سړي ته دا خبره وکړه چې کتابونه خورم؛ داسې نه شي چې سړي په ریښتیا د کتابونو په خوړلو پیل نه وي کړي او سم د واره مې ورته زنګ وواهه؛ هلکه! زما مطلب د کتابونو د خوړلو نه، مطالعه کول ول.
کتابونه خورم یعني مطالعه کوم.
هو، چې مطالعه کوي نو په هرڅه به پوه وي او په هیڅ یوي موضوع کې به بې معلوماتو نه وي.
همدا د مطالعي شوق و چې دهغي دنیا له نظریاتو او تجربو څخه یې خبرکړو. مطالعه وه چې یو انسان په سهولت کې شو. مطالعه وه چې ما او تا ته یې لیکل او خبرې کول زده کړل.
راځئ چې له مطالعې سره ځان عادت کړو او کله چې کوم کتاب بازار ته عرض کیږي؛ یوځل یې ولولو او ګټه تري واخلو.