محب الله آرمل

دا مقوله چې وايې کتاب ښه ملګری دی ما د ښوونځي په څلورم ټولګي کې اورېدلې وه ،هغه وخت مې د دې خبرې په پيغام فکر نه و کړی يا مې نشو کولی خو اوس کلونه وروسته چې له کتاب سره مې ملګري ده. هماغه کلونه پخوانۍ خبره مې د خيال په نړۍ کې غزونې کوي . دا مقوله د هر چا په حافظه کې ځای لري او ښايې نور په کليشه اوښتي وي خو ورته نورې مقولې هم شته چې د کتاب اهميت او ارزښت راته په ګوته کوي ، څوورځې مخکې مې د تکړه ليکوال محب زغم يوه ژباړه د ( کتاب په اړه مقولې ) تر سرليک لاندې ولوسته نوي شيان مې پکې وموندل او ددې ليکنې الهام يې راکړ .

پښتو اوسني ادبيات که د کميت په لحاظ پراخ شوي او وړاندې تګ يې کړی نو د کميت له اړخه هم پکې د نوښتونه زيات دی ، د هنر په ملغلرو ښکلي دي او تر ډېر په معيار او تول پوره دی . خو هر کله چې نوې پنځونې د ادب نړي ته راځي د پخوانيو هغو ځای نيسي او لوستونکي کوشش کوي چې نوي کتابونه وپيري ،پخواني هغه يې له پامه لوېږي .

جوزف جوبرټ ليکي :((د نويو کتابونو بدي داده چې د زړو کتانو له لوستو د باسي .)) د جوزف موخه دا نده چې ګواکي په ريښتيا هم نوي کتابونه ښه ندی دی . خو دا چې د نويو کتابو په چاپ کېدو زاړه له پامه لوېږي دا خبره کوي . داسې کتابونه شته چې په يو دوه او آن څوځله لوستو ارزي او خوند ترې اخستل کېدای شي ، په هر ځل لوستو نوي رمزونه درته افشا کوي، ښه کتاب هماغه دی چې په يوار ټول خواږه نه درښي .

اوسکار وايلد وايې : (( که د يوه کتاب په بيا بيا لوستو خوند وا نه خلې لوستل يې هېڅ ګټه نلري )). دا به ډېر ستونزمنه وي چې موږ پرېکړه وکړو چې دا کتاب ښه دی او هغه بل نه ، اورېدلي مي دي چې يو کتاب که څومره ناکره هم وي په يو ځ

کتابونه
کتابونه

ل لوستل يې بې ګټې ندي .

زموږ بحث په ټوله کې په کتاب را څرخي خو کتابونه په خپلو لږ او ډېر ښتوب لري ، دا نو معمول دی چې هر شهکار اثر زيات عمر لري ، هر څوک په هر وخت کې پکې خپل ليد پيايي او خوند تر اخلي ، کره کتنه چې د کتابونو ښه او بد اړخونه را ښيي د همدې لپاره ده چې متنونه له نيمګړ تيا وو او ناوړ و ژغوري ،بيا هم يوه مقوله داسې ده چې که د يو کتاب په انتقادي نظر نه وي لوستي داسې وګڼه چې هېڅ د ندی لوستی ، موخه داده چې هرکله مطالعه کوې نو ژوره يې وکړه ښه توبونه او بدۍ له ځان سره وساته ، پښتومتل دی چې وايې عقل له بې عقل نه زده کيږي .

خو کېدای شي يو پوښتنه هم وشي چې کره کتنونکی څوک دی ؟ هر لوستو نکی کره کتنونکی کېدای شي ؟ لنډ ځواب نه دی . هر څوک کره کتنونکی ځکه ندی چې نقد هم خپل معيارونه لري او هغه معيارونه که څوک ونه پېژني بې پرې تنقيد نشي کولی .

يو بل عالم ګروچو مارکس وايې: (( تلويزيو راته د زده کړې شی ښکاري خو چې هر څوک تلويزيون چالانوي زه بلې کو ټې ته ځم او کتاب لولم .)) دې ته ورته مې له نوميالي ليکوال او کره کتونکي استاد غضنفر نه هم او رېدلي چې دې ويل کله چې تلوېزيون ته ګورم فکر کوم چې وخت مې ضايع کيږي او کله چې کتاب لولم د خوشالۍ احساس کوم .

څه وکړو موږ خو تل د هغه کار لپاره چې پکې ګټه موي پلمه ګورو او په لوی لاس خپل ځان ته بازي ورکو ، وار بيا ددې شو چې د تلوېزيون له سببه بلې کوټې ته لاړ شو ، ددې کار يو علت دای چې په ټوله کې له افغانانو سره وخت زيات او اوزښت يې کم دی . خو لږ تر لږه بايد په ټوله ورځ يو څه ناڅه وخت مطالعې او ليکنې ته ځانګړی کړو کنه تلويزيون مو هغه استعداد هم وژني چې لرو يې .

د کتابونو اهميت هله زيات شي چې د مطالعې فرهنګ په بې سارې توګه دود شي . څنګه بايد خلک را وبولو تر څو کتابونه ولولي؟ د دې عمل لارې چارې يې زياتې دي خو ! لومړۍ اړتيا د پوهې د کچې لوړول دي تر څو دلوستو کسانو شمېر تر نالوستو هغو زيات شي ، بل د کتابتونونو زياتېدل ، اقتصادي پراختيا او داسې نور ….

سيسرو وايې : ((بې کتابه کور داسې وي لکه بې روحه جسد)) دلته په ميدان ښار کې کتابتون نشته ودانۍ ورته جوړه شوې خو د نه پاملرنې له کبله په ورانېدوده وحشي بوټي پکې راشنه دي ،رنګ روغن يې تخريب شوی د يوې کنډوالې په شکل ښکاري ، نو ميدان ښار بې روحه جسد بويه . نيل ګېمن وايې: (( ښار بې له کتاب پلورنځي ښار ندی ))

سيسرو ته ورته هورېس من وايې: ((بې کتابه کور لکه بې کړکيو کوټه وي . )) موږ يو کليشه شوې معقوله لرو چې وايې پوهنه رڼاده ، که کور کړکۍ ونلري نو بويه چې د رڼالاره نلري ژوند که د علم او پوهې په رڼاګانا روښانه نکړو نو د ناپوهۍ په و حشي تياره کې را باندې تېريږي .

د کتابونو په ارزښت پوهېدل او دمطالعې فرهنګ عامول اړتياده که څوک وغواړي خپل معلومات نوي او خپل ذهن وروزي نو بايد چې د کتابونو مطالعه په منظمه او د يوه ټاکلي محال وېش سره سمه وکړي .

جورج مارټين وايې :(( څنګه چې توره تېرولو ته اړتيا لري هماغسې ماغزه هم کتابونه ته اړ دي .)) په روانه پېړۍ د ټکنالوژۍ پرمختګ او پرې پوهېدل ، د وخت له وحشت سره مقابله ، سياسي پوهاوی ….او په ورته نورو پېچلو موضوعاتو برلاسي کومه آسانه خبره نده پراخه ليد لوری غواړي او دغه چاره د کتابونه په مطالعه پورې تړاو لري .

که کتابونه ونه لولو نو طبعي خبره ده چې فکر مو نه روزل کيږي هماغه پخواني خيالونه به راسره مله وي ، همدا اوس موږ او بهرنيان د زمانې په لوی واټن ژوند کوو کوم څه چې موږ ګټه نشو ترې اخستی يامو هېڅ ليدلي ندي هغوی يې جوړوي ، موږ لاهم ټوپک په ځمکه نه ږدو او فکر نه کوو چې د احمدشابابا په وخت کې مو د وخت هره وسله درلوده خو نن يې نلرو او سنی جنګ په توره او لېنده نکيږي .

((کتابونه دې ته پکار ېږي چې سړي ته وښيي چې دده مفکورې ډېرې نوې ندي )) ابراهام لينکن او هاروکي وايې : (( که يوازې هماغه کتابونه ولولې چې نور يې لولي نو هماغسې فکر به وکړې چې نور يې کوي .)) اوس چې د کتابونه مطالعه راته مهمه اېسې نو بايد چې ساحه يې پراخه کړو او هر ډول کتابونه وګورو نه يوازې ادبي يا سياسي .

کتابونه مو د وينا استعداد پياوړی کوي که غواړي په مجلسونو، غونډو… او دريځونو باندې په تول پوره خبرې وکړې خپل معلومات زيات کړئ او کتابونه ولولئ . (( له وينا مخکې فکر وکړه او له فکره مخکې کتاب ولوله .)) فرانسيس ليبوو يټز .

او خپلې خبرې د ډېوډ مېچل پدې خبره راټولوم چې وايې : (( نيم لوستی کتاب د نيمې لارې مينه ده .))

پای

۱۳۹۳=۳=۱۱ د راډيو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *