د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د کابل په کتابښار کې د تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي د تازه ناول «جوجو» مخکتنه کېږي.

جُوجُو په وروستيو کې په جلال اباد کې د مومند خپرندويه  ټولنې لخوا ٢٠٠٠ ټوکه چاپ شو. دا ناول (١٢٧ ) مخه لري.

 جُوجُو يو تخيلي داستان دی. په دې ناول کې له يوه ستوري، د جُوجُو په نوم يو تخيلي موجود ځمکې ته راځي، په افغانستان  کې يو کلی پيدا کوي او د افغانانو د ژوند په ځينو اړخونو تحقيق کوي. ده ته هر څه نوي وي، پوښتنې ورته پيدا کېږې، ستونزې وينې، حيرانه کېږي او د خپلو پوښتنو په حل پسې ګرځي.

په دې ناول کې ښودل شوي چې افغانان کومې ستونزې لري او لا اوس هم د ځينو ناوړو رواجونو تر سيوري لاندې ژوند کوي. د ناول ژبه، تصوير، جوړښت او کيسې په زړه پورې دي او لوستونکی تر پايه ورسره وړي. ويې لولی او خوند ترې واخلئ.
کتابښار د سې شنبې ورځ، چې  د وري له ۲۶ سره برابره ده،. د ماسپښین په دوو بجو د ښاغلي احمدي د ناول مخکتنې غونډې ته تاسي بللي یاست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *