عزیز اوریا

عزیز اوریا –

څه موده وړاندې په ټايم مجله کې يوه مقاله خپره شوه، ليکوال يې ادعا کوله چې په نږدې راتلونکي کې به «ژوره مطالعه» پای ته ورسیږي، ځکه چې د خلکو تر منځ د ژورې مطالعې کچه راټيټه شوې او نن سبا خلک يواځې سرسري مطالعه کوي او پر انټرنيټي رالنډ شويو مطالبو سربېره د کتاب لوستونکو شمېر ورځ تر بلې راښکته کيږي.

څېړنې د پام وړ يوې مهمې موضوع ته اشاره کوي او وايي، چې کتاب لوستونکي د عادي خلکو په پرتله د غوره شخصيت او تېز هوش درلودونکي دي او ښايي پر دې خاورینې ځمکې يواځينې خلک وي، چې د عاشق کېدلو ارزښت ولري.

د هغو څېړنو پر بنسټ چې اروا پوهانو په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې ترسره کړي، هغه خلک چې رومان لولي له نورو سره د خواخوږۍ پياوړی حس لري او همداراز د «ذهني تيورۍ» په نامه د يوه قابلیت درلودونکي دي، چې د خپلو اعتقاداتو او باورونو تر څنګ د نورو باورونه، نظريات او علایق په پام کې نیسي او په اړه يې قضاوت کوي.

هغوی پرته له دې چې د نورو عقاید او باورونه رد کړي يا له خپلو باورونو څخه لاس واخلي د نورو د باورونو له اوريدلو څخه خوند ترلاسه کوي.

دا چې کتاب لوستونکي غوره خلک دي دا هيڅ د تعجب خبره نه ده. د کتاب لوستل په حقیقت کې په غیرواقعي سترګو د نورو ژوند تجربه کول دي.

کتاب لوستل انسان ته دا ور زده کوي، چې په يوې موضوع کې له دخيل کېدو پرته کولی شي دنيا په يو بل چوکاټ کې وګوري.

کتاب لوستونکي د زرګونو خلکو روح او د هغوی ټوليزې پوهې ته لاسرسی لري. هغوی داسې څه ليدلي چې کتاب نه لوستونکي يې تصور هم نشي کولی. هغوی د داسې خلکو مرګ تجربه کړی چې تاسو يې هډو پيژنی نه.

هغوی دا زده کړي، چې نارینتوب او ښځينه والی څه ته وايي. هغوی په دې پوه شوي چې د نورو درد او غم څومره دروند يا څومره سپک دی. کتاب لوستونکي له خپل عمر نه زيات عاقل وي.

يوې بلې څېړنې ثابته کړې، په هره اندازه چې ماشومانو ته زيات کتابونه ولولو په همغې اندازه هغوی کې ذهني تيوري ځواکمنيږي او په پايله کې ماشوم عقلمند، د درک قوت يې پياوړی او له خپل چاپيريال سره انطباق پيدا کوي.

په داستان کې د موجودو اتلانو تجربې د لوستونکي لپاره داسې ګرځي لکه دی چې خپله اتل وي. د داستان کرکټر چې هر غم او درد ګالي هغه په لوستونکي باندې هم اغيزه کوي او د تحمل قوه يې زياتوي.

د کتابونو لوستونکي په زرګونو ځله ژوند کوي او له دغو تجربو څخه يو څه زده کړه کوي.

که د داسې کوم شخص په لټه کې ياستی چې تاسو بشپړ کړي او د زړه تشه فضا مو در ډکه کړي، کولی شی کتاب لوستونکي پيداکړی او ورسره خبرې وکړی.

کتاب لوستونکي له تاسې سره خبرې نه کوي، له تاسې سره اړيکې ټينګوي. تاسې ځان ته راکشوي.

کتاب لوستونکي ستاسې پوښتنو ته له ژور فکر او ذهني تيورۍ وروسته ځواب درکوي. هغوی تاسې ته د ځواب ويلو پرمهال له هغو کلماتو څخه کار اخلي چې ستاسې پوهه زياتوي.

په برکلي پوهنتون کې ځينو نورو څېړنو ښودلې، ماشومانو ته د کتابونو لوستل د دې لامل کيږي، ترڅو هغوی داسې کلمې زده کړي چې په ښوونځي کې يې هيڅکله هم نشي زده کولی.

په خپل ځان مهربانه شی او له داسې خلکو سره ناسته ولاړه وکړی، څوک چې پوهيږي څنګه خپله ژبه وکاروي. څوک چې پوهيږي خپل وخت په څه شي تېر کړي. کتاب لوستونکي يواځې تاسې نه پوهوي بلکې درک کوي مو.

انسانان بايد په داسې چا عاشق شي، څوک چې وکړای شي د ده روح وويني. دا انسان بايد داسې څوک وي چې ستاسې په روح کې نفوذ وکړي او د روح هغو برخو ته لاسرسی ومومي، چې له دې وړاندې بل چا ندي کشف کړي.

کتاب لوستونکي نه يواځې دا چې تېز هوش لري عقلمند هم وي. د تېز هوش لرل هر وخت د پام وړ نه وي، خو عقلمندي انسان متحرک ساتي.

په يو کتاب لوستونکي باندې عاشق کېدل نه یواځې د خبرو کولو کیفيت لوړوي، بلکې د ښو خبرو کولو کچه هم لوړوي.

د څېړنو پر بنسټ کتاب لوستونکي د ډېرو کلمو او لغاتونو د یاد لرلو او د حافظې د مهارتونو د درلودو له امله د لوړ درک درلودونکي دي. د هغوی ذهني قوه د هغو خلکو په پرتله چې کتاب نه لولي څو چنده وي او په آسانه او موثره توګه کولی شي له نورو سره اړيکې ټينګې کړي.

له کتاب لوستونکي سره ناسته ولاړه له زرګونو خلکو سره له ناستې ولاړې سره برابره ده.

که له داسې يو چا سره وخت تېر کړی چې کتاب لولي تاسې به په زرهاو ځله ژوند وکړی.

ژباړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *