تاند- د حقاني شبکې له منګولو ژغورل شوې ۳۱ کلنه کتلان کولمن، کاناډا ته له رسېدو ۱۲ ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره له یوې کاناډايي ورځپاڼې سره مرکې ته حاضره شوه.
امریکايي کتلان کولمن او کاناډايي خاوند یې، چې د ۲۰۱۲ م کال په اکتوبر کې په میدان وردک ولایت کې تښتول شوي ول، د روان اکتوبر په یوولسمه خوشي شول.
مېرمن کولمن، چې د برمته توب په موده کې یې درې ماشومان زېږولي، وايي چې د دې څلورم ماشوم د حقاني شبکې د غړیو له لوري په قصدي ډول ضایع کړای شو.
دې د پاکستاني او امریکايي چارواکو هغه ادعا رد کړه چې د دوی د خلاصون په لومړۍ ورځ یې ویلي و چې دوی له افغانستان څخه تازه پاکستان ته اړول شوي ول.
پاکستان د دې امریکايي – کاناډايي جوړې د خلاصون په ورځ ادعا کړې وه چې هغوی تازه د افغانستان له خاورې پاکستان ته واړول شول او د پاکستان پوځ سمدستي وژغورل.
وروسته د امریکا سي آی اې دا ادعا رد کړه، ویې ویل چې دا کورنۍ له ۵ کلونو راهیسې په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې په کمپ کې ساتل کېده.
خو مېرمن کولمن وايي چې ۵ کاله یې هم په پاکستان او هم یو څه په افغانستان کې تېر کړي دي.
دې د کاناډا سټار ورځپاڼې ته وویل«اوس هر څوک ادعاوې کوي او تورونه لګوي. پاکستان وايي چې موږ هیڅکله د دغه هیواد په خاوره کې نه ساتل کېدو. امریکا وايي چې موږ ټوله موده په پاکستان کې تېره کړې ده. خو دا دواړه خبرې حقیقت نه لري.»
دې د دوشنبې په ورځ له سټار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د برمته توب ټول جریان نه څرګندوي؛ خو دا ویلی شي چې یوه موده په افغانستان او بیا په پاکستان کې برمته ساتل شوي ول، لیکن د پاکستان دا خبره ناسمه ده چې دوی تازه دغه هیواد ته راوستل شوي ول.
مېرمن کولمن د کاناډا سټار ورځپاڼې ته وویل چې په افغانستان کې له یرغمل کېدو سره سم ژر پاکستان ته ولېږدول شول. هلته یې لومړۍ ۶ یا ۷ میاشتې خورا سختې وې.
«دوی لومړی موږ له افغانستانه وایستلو. څو ورځې مو په لاره تېرې شوې. دوی په پاکستان کې میرانشاه ته بیولو، هلته مو تر یو کال زیات وخت تېر کړ. بویل یو څه فارسي زده وه چې په دې پوی شو چې چیري یوو. زه او زما خاوند یې سره جلا کړو. بویل نه زه او نه ناجیشي (لومړی زوی) لیدلی شول.»
طالبانو ادعا کړې وه چې دا جوړه یې هیڅکله سره جلا کړې نه ده.
دې زیاته کړه« وروسته یې شمالي وزیرستان ته بیولو. هلته د یو چا په کور کې و چې محمود نومېده. هغه له ناجیشي سره ښه چلند کاوه او ځینې اسانتیاوې یې راته برابرې کړې چې پخوا مو نه لرلې. ده به ناجیشي دباندې ایست چې لمر وویني؛ حال دا چې نورو په هیڅ ځای کې دا کار نه کاوه.»
مېرمن کولمن وايي چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې څو ځلې له یو ځایه بل ته یووړل شول. په همدې موده کې د دې ماشوم ضایع کړل شو او همداراز جنسي تجاوز پرې وشو.
طالبانو د جنسي تجاوز ادعا رد کړې ده.
دا همداراز وايي چې د خپلو ساتونکو له لوري په دې خاطر وهل شوې دي چې دوی هڅه کوله د یوې ټوټې کاغذ په وسیله خلکو ته پیغام ورسوي.
مېرمن کولمن د خپلو خبرو په دوام کې وویل«بیا یې موږ له پولو لږ پورې خوا سپینغر ته بېولو. دوی به عموماً د موټر په ټولبکس کې اچولو.
دوی به تل راته ویل چې په یوې یا دوو ورځو او یا هم ممکن یوه اوونۍ کې خوشي شئ. تاسو نور خلاص یاست.»
اغلې کولمن همداراز وویل«دوی پر کورونو مستعار نومونه ایښي ول. د سپینغر کور، چې پوله ورڅخه ښکارېده، (یوه ورځ) نومېده. خو هلته مو ۳ میاشتې تېرې کړې. بیا یې یوه بل کور ته بیولو، یوه یا دوې ورځې مو هلته تېرې کړې. دوی د افغانستان خوا ته تل په تېښته کې ول.»
کولمن وايي چې ډېر ژر بېرته پاکستان ته یووړل شول او هلته د کواټ او بنو ترمنځ د دارلموسي یا د موسي کور کې ول.
دا وايي چې موسي به ډېرې چیغې وهلې چې د دوی لپاره خندوونکې وې.
د ۲۰۱۶ کال په نوومبر کې دوی د موسي کور ته یووړل شول او تر خلاصېدو دوې ورځې مخکې هم همالته ول.
دا وايي کله چې د اکتوبر په یوولسمه (د خوشي کېدو ورځ) د دوی موټر د نورو موټرو له لوري تعقیب شو یوه لویه وېره یې دا وه چې فکر یې کاوه د حقاني شبکې یوه ډله هڅه کوي چې دوی له بلې ډلې په زور واخلي. ځکه چې د دې په وینا دوی ټول لوټماران ول.
دا وايي«کله چې موږ خوشي شوو، په پاکستان کې مو تر یو کال ډېر وخت وتلی و.»
د مېرمن کولمن خاوند جوشوا بویل له خلاصون وروسته کاناډا ته له رسېدو سره سم د کاغذ له مخې په یو لړ څرګندونو کې ادعا کړې وه چې د دوی څلورم اولاد، چې نجلۍ وه، د حقاني شبکې غړیو ووژله.
مېرمن کولمن په دې اړه وویل«د حقاني شبکې زما له خاونده وغوښتل چې له دوی سره همکار شي، خو هغه ونه منله. وروسته دوی سخت په غوسه شول ځکه چې جوشوا بویل یې خبره رد کړې وه. دوی زما په خوړو کې دوا واچوله چې له کبله یې زما ماشوم ضایع شو.»
“They were very angry because Joshua had been asked to join them, to work for them, and he said no,” she said. “They killed her by dosing the food. They put massive doses of estrogen in the food.”
دا وايي چې دې او خاوند یې پر ضایع شوې ماشومې (Martyr) یعني شهید نوم کېښود.
کولمن د مرکې په مهال حجاب اغوستی و او ویل کېږي چې کاناډا ته له ستنېدو وروسته یې په ټوله موده کې ټیکريی پرسر کړی؛ خو کله چې ورڅخه وپوښتل شول چې مسلمانه شوې ده؟ دې وویل چې په دې اړه څه نه وايي.