کتل

له کوره راووتم. له دیوال سره په دې مني کې غوړیدلیو سپینو او زیړو طبیعي ګلونو ته یوه ځوانه ښځه ولاړه وه. چې زه یې ولیدم وترهیده، یو لاس یې شاته ونیو او راته ویې ویل:

– کولی شم چې له دغو ګلونو یو څو راټول کړم

ما سر ورته وخوځاوه. ښځه ګلانو ته کښیناسته، خو یوه ګیډی یې تیاره جوړه کړې وه. ورته ومې ویل:

– تا خو ګلان مخکې لاشکولي وو نو اجازه دې څه ته غوښته

دا راپاڅیده، ګیډۍ یې راته ونیوله:

– وبخښه سهوه مې کړې

– پروا نه لري، څه پرې کوې؟

– خپل میړه ته مې راغونډ کړي

– ډیر درباندې ګران دی؟

پوزه یې سره سونګۍ کړه. نو ورته ومې ویل:

– ګلان خو څوک هغه چاته ټولوي چې پرې ګران وي

– ما سهار خپل میړه خپه کړ نو په دې ګلانو چې مې سترګې ولګیدې، ما ویل که د ګلو ګیډۍ وروړم ، دا داسې شی دی چې دی یې هیله نه لري نو خوشاله به شي

– په څه خپه شوی؟

– سهار یې راته ویل چې راځه چای وڅښو زه له خوبه وم غوښتنه مې ونه منله

– بیا؟

– بیا ده خپل چای یوازې وڅښه او کار ته ولاړ

– نو څه پوه شوې چې خپه دی

ښځې د ګلانو پر ګیډۍ لاس تیر کړ:

– هر سهار چې دفتر ته ځي ما ښکلوي خو نن سهار یې د وره په خوله کې غږ کړل چې ولاړم، ما ته یې ونه کتل.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *