تاند: طالبانو له شاوخوا دوه اوونیو راهیسې د ډایکنډي کجران ولسوالي کلابنده کړې چې تر اوسه یې پر امنیتي پوستو بریدونو کې ۲۳ امنیتي سرتېري وژل شوي ۳۵ نور ټپیان دي.
د ډایکنډي ولایتي شورا وايي، طالبان د دغې ولسوالۍ د سقوط لپاره لا زیاتو پراخو بریدونو ته تابیا نیسي.
د ډایکنډي د ولایتي شورا غړی غیرت جواهري وايي، د کجران جګړه ډایکنډي، ارزګان او هلمند لپاره د طالبانو د نومول شویو والیانو لخوا رهبري کېږي.
ښاغلی جواهري زیاتوي، طالبانو له ګڼو سیمو څخه د کجران د سقوط لپاره وسله وال راوستي، پرمختللې وسلې او هاموي زرهي موټر هم ورسره دي.
نوموړی وايي، طالبانو سره د نښتې لپاره که څه هم کجران ته تازه دمي سرتېري استول شوي او له خلکو سره یو ځای یې طالبان شاته کړي دي مګر په وینا یې په دې تړاو باید جدي اقدامات وشي، څو طالبان بیا په کجران د برید وړتیا له لاسه ورکړي: (( تر څو هوايي مرستې او کمانډو ځواکونه راونه رسېږي، وضعیت به د اندېښنې وړ وي.))
بلخوا د ډایکنډي د والي ویانده سکینه احساني هم کجران ولسوالۍ کې د طالبانو ګواښ مني خو وايي، ولایتي ادارې د ستونزې د حل لپاره امنیتي سرتېري استولي، خو اړتیا ده چې له مرکز څخه هوايي مرستې او ځواکونه هم ور ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان بیا وايي، د کجران ولسوالۍ پر امنیتي وضعیت پوځي چارواکو بحثونه کړي دي او ډېر ژر به دغه ولسوالي د طالبانو له ګواښونو وژغورل شي.
ډایکنډي له ارزګان سره ګډه پوله لري چې پاتو، ناومېش او کجران یې د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ ولسوالۍ دي.
