د میزان پر لسمه، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر سترګو لاندې، په هلمند کې د کجکي بند د دوهم فاز جوړېدو تړون، د افغانستان د اوبو و انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او «۷۷» ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.
دا پرمختیا، نه یوازې د هلمند، بلکې ټول افغانستان لپاره، د سلما بند غوندې، یو لوی امیداروونکی زېری دی، ځکه د اقتصادي ښېرازۍ او سولې و ثبات تر منځ مستقیمه رابطه شته؛ همدا علت دی چې د افغانستان مغرض ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران و پاکستان، تل هڅه کړې چې د افغانستان پر هره پرمختیايي و زېربنایي پروژه تباکونکي بریدونه وکړي، دوی دا کار کړی او اوس هم په ټول قووت سره دوام ور کوي، ځکه دوی پوهیږي چې که افغانان یووار له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېدل نو بیا هيڅکله د خپل وطن او خلکو پر ضد، د دوی تخریبوونکو پالیسیو ته د عملي کېدو ملاوې نه تړي؛ اوس خو په یوه وچه ګوله احنیاج دي او هر څوک چې یوه ګوله ډوډۍ ور کوي نو په پټو سترګو، د هماغو د ګټو د ساتلو لپاره پر خپلو وطنوالو آرام حراموي؛ آیا په خپلو سترګو یې نه وینو چې زموږ د خپلو هیوادوالو پر اوږو، د پاکستان او ایران راکټونه پراته دي او دا څلورنیمې لسیزې کیږي چې د خپل ګران افغانستان په ورانۍ نه ستړي کیږي؟
موږ د هلمند د ډېر بدترین امنیتي حالت په تورتم کې، د رڼا دا زېری په نېک فال نیسو، کلک ملاتړ یې کوو او باور لرو چې ټول وطندوست هلمندیان به یې د بریالیتوب لپاره په پنځه وخته لمانځه کې دعاګانې کوي ځکه ټول پوهیږو چې د کجکي بند د دوهم فاز جوړېده به له ټولو موجودو بدبختیو څخه د را وتو یوه نېکمرغه پیلامه وي.
د کجکي بند د دوهم فاز په تکمیل سره به د دې بند د برق ظرفیت ۱۵۱،۵ میګاواټه ته لوړ شي او د اوبو ذخیره به یې دوه میلیارډه و څلور دېرش میلیون متر مکعب ته اوچته شي چې سل زره جریبه ځمکه به اوبه کړي؛ دا له هراړخیزې بې آبۍ څخه د افغانانو، په تېره بیا هلمندیانو، د خلاصون تر ګردو ستر ګام دی؛ ټولو ته دې مبارک وي!!!
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۵ مه / پرلپسي ۹۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۱۴/ ۱۳۹۵