له دې سره- سره چې افغانستان لا هم د بدترین فساد، ژورې ناامنۍ، د تروریزم له بلا او هر اړخیز بحران له جدي ګواښو سره خپړې لګوي خو د ملي وحدت حکومت اقتصادي کړنلارو او د هغو د تطبیق د یو نیم بېلګو په لیدو سره د افغان ولس په زړو کې د هیلو سرې غوټۍ په غوړېدو دي.

د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا پر ۱۵- مه په هرات کې سلما بند پرانیستل شو، دا دی د جوزا پر ۱۸- مه په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مخ کې د ترکي- امریکایي ګډ شرکت (۷۷) او د افغانستان  د اوبو و انرژۍ وزارت تر منځ د کجکي بند د پراختیا تړون لاسلیک شو، دغه شرکت به ۱۷۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او د بند د پراختیا وړاندېز به په درو میاشتو کې د افغانستان حکومت ته وړاندې کوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل چې د څلورو نوو توربینو په نصب سره به د دې دستګاه د انرژۍ ظرفیت په ساعت کې ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي، اوس ۳۳ میګاواټه تولیدوي؛ ده وویل چې دا بند به د ۱،۱ میلیارډ متر مکعب اوبو ساتنې په ظرفیت سره د سیمې په یوه ستر بند به واړوي، دا کار به درې کاله په برکې ونیسي؛ ویل کيږي چې کاسه به یې تر سلما یو نیم برابر لویه وي.

 که د کجکي بند پراختیایي پروژه بشپړه شي نو دا به په دغه ناامنه سیمه کې د اقتصادي انقلاب پیلامه وي ځکه له پرېمانه انرژۍ او اوبو سره به زراعت او صنعت ته زمینه برابره شي، زراعتي پراختیا به د اومو موادو په برابرولو سره صنعتې ودې ته لاس ور کړي او سرشاره انرژې به د صنعتي ودې تیورې په یوه عیني واقعیت بدله کړي؛ پاکه انرژې او زراعتي پراختیا به له چاپېریال ساتنې سره زبردسته مرسته وکړي، هغه ګواښ چې نن دنیا او په تېره بیا افغانستان په ډاروونکې توګه ور سره لاس و ګرېوان دی؛ له دغو واقعیتو سره به افغانانو ته د دوامدار، مشروع او ګټور کار زمینه برابره شي، بېکارې هم هغه جدي ستونزه ده چې تروریزم، سرتاسري ناامنې، له وطنه د خلکو تېښته او سل و زر نورې ټولنیزې بدمرغۍ ور سره مخامخ اړیکه لري؛ که ولس په سالم کار بوخت شو نو پوه شئ چې په اتومات ډول د سولې و ثبات ډاډ هم حتمي شو.

 کجکي بند چې څومره په خپل وخت کې ډېر مهم وو او چې څومره به یې سبا ته د پراختیايي کار په تکمیل سره نه یوازې په افغانستان بلکې سیمه کې ساری لږ وي نو په هماغه اندازه ډېر هېښوونکی پسمنظر لري، په دې شالید پوهېده هم ممکن زموږ ځوان نسل ته د فکر کولو، احساس ویښېدا او تحرک سبب شي نو ځکه ور ته تمېده ضرور ایسي.

د کجکي د دیوال جوړېدو کار په ۱۳۳۲ل کال کې د یوه امریکايي شرکت (واشنګټن ګروپ انټرنیشنل) له خوا پیل شو، اول توربین یې په ۱۳۵۱ او دوهم یې هم په ۱۳۵۳ ل کې نصب شو؛ د داؤد خان تر کودتا او بیا پر افغانستان تر شوروي یرغل وروسته امریکایانو له دې کاره لاس و اخیست؛ د طالباني رژیم په ماته پسې  او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د لویديځ له حضور سره د دې بند د تکمیل چارې یو وار بیا پیل شوې خو  د پرلپسې زیاتېدونکو ناامنیو له امله یې د بشپړتابه وخت یو په بل پسې وځنډېد.

د پروپابلیکا رسنۍ لیکوالې مګان مک کلوسکي په دې باب تحقیق کړی او په کابل کې د جامعه باز ورځپاڼې لیکوال سلیم شفیق دري ته ژباړلی، دلته یې مهمي برخې را اخلو:

«پنځه ورځنې خطرناک او ستړی ماموریت وو، زرګونو سرتېرو د ۲۲۰ ټنه توربین ټوټې پر هغو اوږدو لارو په لاریو کې لېږدولې چې د طالبانو تر برید لاندې دې؛ د دوهم نړیوال جنګ له تدارکاتو سره برابر نژدې یو میلیون ډالر لګښت پر راغی (یانې د نړیوالو رسنیو په وینا دا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر پوځي عملیات ول چې دا توربین یې د زرګونو بریتانوي سرتېرو له خوا، د امریکا په هوایې ملاتړ  د ۲۰۰ طالبانو په وژلو سره کجکي ته ورساوه)؛ دغه خطرناکه هڅه د کجکي بند د بیارغونې لپاره کېده چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا مدیریت کيږي، داسې یو ګران او خیالي پروګرام چې د افغانستان جنوب ته برېښنا ورسوي.

دا ۲۰۰۸م کال وو، هغه توربین تر اوسه یو ځای په کانټینرو کې داسې زنګ خوړلی پروت دی چې ټوټې یې سره پېوند شوي نه دي.

د امریکا د خیالي ملاتړ د یوې بېلګې په توګه، دغه بند د هغو ټولو پروژه لپاره په یوه نمونه بدل شوی چې په ناسمه توګه طرح شوي دي؛ د پروژې ډیزاینوونکي یې ډېره غټه جنګوي، د سیمې شرایطو ته پام نه کوي، پر لویو ژمنو درېدو او زیات لګښت د مخنیوي وس نلري، دا افغانانو ته د وعدو ماتېدو په مانا دی، د امریکایي مالیه ورکوونکو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده، کېدای شي نور نو د دا ډول ضایع شویو پیسو لپاره د پای ټکی وي.

په ۲۰۰۴ کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د دې پروژې کار په خورا شور ماشور سره را ونښلاوه، دې ادارې دوه هغه توربینه په کامیابي سره ورغول چې د څو لسیزو غفلت په پایله کې تقریباً له بیارغونې وتی ول او په نهایت کې بند فعال شو خو د پروژې سم بریالیتوب د درېیم عصري توربین په نصب پورې تړلی وو چې د کندهار ستراتیژیک او ګڼ مېشتې ښار په شمول یې ټولې سیمې ته زیاته برېښنا ور کولای شوای.

 دا پروژه به یوه لسیزه مخکې بشپړېده، څو کاله په دې باب انټرنیټي شبکه پرلپسې ګزارشو پر سر اخیستې وه چې څنګه به د کجکي بند کار په ۲۰۰۷، ۲۰۰۹، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵  کې بشپړېده، هر وار ټاکل شوی وخت له لاسه الوتی؛ د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې به آن هغه مهال هم د بند په باب خوش بینې ښووله چې هر چا به یې د ناکامۍ خبرې کولې؛ جنرال ډیویډ پیټریوس (په افغانستان کې د امریکایي ځواکو قومندان) په ۲۰۱۱ کې بي بي سي ته وویل چې کجکي یو داسې کلاسیک ماډل دی چې یوه تر توان لوړه ژمنه ده؛ مخکني ولسمشر حامد کرزي هم نیوکه پر کړې او وايي: «اوس دا دی لس کاله کیږي چې کجکي بند یوه داسې پروژه ده ….. چې ټولې پیسې یې (۳۰۰ میلیون ډالر) باد وړي دي.»

 منتقدان وايي چې د دې پروژې د ناکامۍ پېش بینې سخته نه وه، دغه بند د طالبانو په ځمکه کې پروت دی، یو ښه پېژندل شوی واقعیت.

ویلیم ټایلر، د امریکا مخکنی سفیر، چې د عراق و افغانستان پر بیارغونه یې کار کړی وایي: « په جنګي سیمو کې دا ډول سترې ملي پروژې، د برید لپاره ډېر ښه ځایونه دي، دا کېدای شي په درد و نه خوري.»

مګر لري سمپلر، د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې مخکنی مشر، چې له ۲۰۰۲ څخه یې په افغانستان کې کار کړی، وایي چې دوی امنیتي ګډوډۍ او په دې پروژه کې د طالبانو مداخلې ته پېش بین نه ول.

دا واقعیت دی چې کله په ۲۰۰۴ کې دغې پراختیایي ادارې د نوموړي پروژې کار پیلاوه نو په دغه هیواد کې د امریکا د پانګونې لپاره امیدوارۍ زیاتې وي.

په ۲۰۰۶ کې په کندهار و هلمند ولایتو کې سخت جنګ ونښت، دلته طالبانو د سیمې د اوسېدونکو ملاتړ درلود.

کیسه هله روښانه شوه چې کجکي بند د طالبانو د بیا تحرکاتو  په منځ کې بند پاته شو ځکه کجکي ولسوالې یوه له هغو سیمو وه چې اورپکي پکښې برلاسي ول.

د هلمند په شمال کې دغه سیمه ډېره لیرې او لا هم په روسې ماینونو فرش ده او تقریباً له حکومت سره رابطه نلري، بند ته تله ډېر سخت دي خو پرمختیایي ادارې د هوا له لارې تدارکات کول چې لګښت یې تقریباً ۷- میلیونه ډالرو ته ورسید.

پراختیایي ادارې د شلمې پېړۍ پر دغه پروژه د سلګونو میلیونو ډالرو په لګښت سره کار ته دوام ورکړ؛ آن کله چې به ۲۰۱۰ کې د ولسمشر اوباما له خوا د سرتېرو په زیاتولو سره هلمند په یوه مهمترین او هم د امریکا د خدماتي غړو لپاره په یوه مرګونې ولایت بدل شو نو د حیرانۍ وړ نه ده چې په دغه دوره کې کجکي بند له پامه ولوېد او د پراختیایي ادارې یوه لوړ پوړي کس اسوشئټیډ پریس ته وویل چې دغې ادارې په ۲۰۱۲ کې د دې پروژې پرېښولو خبرې کړې وي؛ په ۲۰۱۳ کې یې د درېیم توربین نصبول په داسې حال کې و افغان ملي تصدۍ ته وسپارل چې هغه خپله په ستونزو کې ښکېل وه او پراختیایي ادارې یې د مشاور دنده واخیسته.

د توربین نصب ۷۰۰ ټنه سمېټ غواړي او دا باید له هماغې لارې یووړل شي چې څو کاله مخکې دغه توربین پر انتقال شوی وو خو دا وار د امریکایي و بریتانوي ځواکو له همکارۍ پرته.

د دې پروژې د تکمیل لپاره بله نېټه د ۲۰۱۶ کال می میاشت ټاکل شوې (اساساً دا هدف د ۲۰۱۶ کال مارچ وو، وروسته می او له هغه وروسته د ۲۰۱۶ جولای وټاکل شو) په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت هماغسې خړ پړ دی او دا ښيي چې دا تاریخ هم سم وخت نه دی؛ د افغان ملي تصدۍ په وینا چې لږ تر لږه د برق د لېږد یو- درېیمه سیمه د طالبانو په واک کې ده او مالیات یې هم دوی ټولوي.

که دغه تصدي درېیم توربین نصب هم کړي نو برېښنا به ونشي لېږدولای؛ تر کندهاره د مزو غځول هم د دې پروژې برخه ده، د دغه لېږد د بشپړتابه لپاره وروستی وخت د ۲۰۱۸ کال وروستی وخت ټاکل شوی دی.

چارلیز ټیفر، چې د عراق و افغانستان د جګړې د قراردادو کمیسیون غړی و، وایي، کجکي بند ښيي چې څنګه د بیارغونې یو سترکار ډېر  احمقانه وو او په لنډ وخت کې د دې ځواکمنې پروژې تکمیل یو وهم دی.

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د دې پروژې په باب خپل کوشني اشتباهات هم نه مني؛ د سمپلر په نظر دا ناکام بلل تنګ نظرې ده.

د کجکي پروژې په نه تکمیل او د ډېزلي برق دوو دستګاوو لپاره، چې امریکا په موقتي توګه جوړې کړې وې، د تېلو پیسو په نشتون سره کندهار په تاریکه کې غرق دی.

امریکايي پوځ په ۲۰۱۱ کې پر دغو دوو دستګاوو ۱۴۳،۵ میلیون ډالر ولګول او تر ۱۴۰ میلیونه زیات یې پر تېلو مصرف کړل.

دا پلان د دې لپاره جوړ شو چې کندهار ښار ته برق برابرول، له ترهګرو سره د مبارزې کلیدي عامل دی خو کله چې خارجي سرتېرې ووتل نو ورسره سم یې امریکا له پیسو ور کولو لاس واخیست او برېښنا شرکت یې هم د مسؤلیت توان نلري.

بولجر، د پوځ جنرال، استدلال کوي چې پر افغانانو د دغه بند او نورو ورته پروژو لپاره اوږدمهاله بېوسي (تر فساد زیات ناوړه اغېز لري؛ هغه څه، چې افغانان یې درک نلري، دا دی چې څنګه یو هیواد سپوږمۍ ته خلک استولای شي مګر برېښنا نه شي راوستلای .» (جامعه باز، ۶۳۹ او ۶۴۰  ګڼې، ۱۳۹۵، کابل)

دا د هغه ملت د ژوندانه د یوه ډېر کوشني کونج یو پیکه تصویر دی چې د پنځه زره کلن تاریخ لویې دعوې کوي او دعوې یې هم  بېځایه نه بلکې مستندې دي؛ په لویو تمدنو ویاړي چې دا هم سمه ده خو د ۳۸ کلن پالتو جنګ نتیجه، چې موږ یې په مادي و مانیز ډول تبا او پردي يې آباد کړل، باید همدغسې یو ملي ریشخند وي؛ نن ټول ملت لکه یو بې سا جسد رډ- رډ ګورو او را پورې د هرې ډرامې امکانات شته، ښه بېلګه یې همدا د کجکي بند دی چې نور نو باید زموږ د ځوان نسل  د روښانیا او ویښتیا لپاره یو لوی درس و اوسي؛ د ودان افغانستان ګوند کړنلار له دغه ډول ناوړو حالاتو څخه د درس اخیستو یو نصاب دی چې په مطالعه و تطبیق سره یې له هر ډول ملي احتیاج او شرم څخه ژغورل کېدای شو، د دې ملي نجات څرکونه موږ  د سلما بند په پرانستنه، د کجکي بند په پراختیایي پلان، د جوزا پر ۲۶- مه له یوه ایټالوي شرکت سره په فراه کې د بخش آباد بند د ډیزان هوکړه لیک لاسلیکولو، په هلمند کې د پله باغ بند جوړولو په پلان او په مجموع کې د ۲۹ بندو په طرحو کې وینو ځکه ور ته تر هر چا ډېر خوښ، کلک ملاتړي او مبارکې یې ټول افغان ولس ته وایو.

د اقتصادې غوړېدا، جنګ ورکېدا او سراسرې سولې په انساني هیله!

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۱ مه / پرلپسي ۸۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۲۶/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *