تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي، تیره ورځ ناوخته د یوی کورنې لس تنه غړي چې غوښتل یې د کجکې بند له یوې څنډې نه بلې غاړي ته د خپلو دوستانو کره ولاړ شي په کښتې کې سپاره وو چې د کښتې د ډوبیدو له امله د دغه کورنۍ لس کسه مړه شوي دي.

ځواک وایي، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وایې د کښتۍ له ډوبیدو څو ساعته وروسته د کجکي بند توربینونه ودرول شول ترڅو د مړو شو کسانو جسدونه له اوبو راویستل شي.

دده په خبره چې د مړو شوو کسانو جسدونه له اوبو ایستل شوي او یواځې د یوي ښځې جسد هلته پاته وو.

دا له تیر کال راهیسې لومړنۍ پیښه وه چې د کجکي بند کې اوبه د یوې کورنۍ څو غړي په یو ځای غرقیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *