پڼخلس کاله کېږي، چې نړيوال متحدين د ترهګرۍ د محوه کولو لپاره لګيا ده، افغانان د هرې ورځې په تېرېدو سره پدې هيله دي، چې حالات به کنترول شي او امنيت د تامين لپاره به نړيوال او افغان ځواکونه په ترهګرۍ برلاسي شي.

پوښتنه دا ده، له کله راهيسې چې امريکا د ترهګرۍ پر ضد افغانستان کې جګړه پيل کړې ده، تر ننه پورې يې هغه مشهور ترهګر په افغانستان کې ونه موندل په کومو پسې چې امريکا او متحدين ګرځېدل، اسامه بن لادین وژل کېدل، همدارنګه د ترهګرو نور مشهور او نامتو قوماندانان همېشه د ډيورنډ فرضي کرښې نه هغه خوا په نښه شوي دي، تر ډېره پورې په افغانستان کې د متحدينو جګړو ډېری سيمې له ترهګرو او وسله والو پاکې کړي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالب او داعش جنګياليو قوماندانان وژل کېږي، خو د جګړې لړۍ هماغسې چټکه کېږي، د پکتيا په ګردېز کې ترهګريز بريد، غزني، ميدان وردګو او زابل، جلال اباد ښار کې د طالب او داعش جګړو هم زور اخیستی دی.

له کله راهيسې چې امريکا او متحدين افغانستان ته راغله او د تر هګرو سره د جګړې سنګر يې ونيو، نو د دوی لویه تېروتنه په پاکستان باور و، هغوی ته يې زیاتې پيسې او امکانات په لاس ورکړل، خو پاکستان له غله سره د غلا چمتووالی نيو او د کور خاوند ته  يې د غلو راتلو خبر ورکول، امريکا خپل ټول امکانات پاکستان ته ورکړل او د افغانستان په پرتله يې په پاکستان زيات باور وکړ او پاکستان هم  د خپلو شته امکاناتو سره د ترهګرۍ په ژرنده اوبه ورسپرې کړې، له يوه لوري د نړيوال ايتلاف سره د ترهګرۍ په محوه کولو کې ملګری و، بل لورته د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او افغانستان د بريا خنډ لپاره يې طالبانو ته د افغانستان په محکومو ولايتونو پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ مرکزونه جوړ کړل، همدارنګه يې په قبايلي سيمو کې هم ترهګرو ته خوندي روزنيز مراکز جوړ کړل، تر څو په يوه لوټه دوه ښکاره وکړي، يوه لور ته به په قبایلي سیمو خپل نفوذ خپور کړي، بل لور ته به د اړتيا په مهال روزل شوي ترهګر په لاس کې لري.

کله به چې نړيوالې ټولنې او امريکا په پاکستان فشار راووست، چې د ترهګرۍ په ځپلو کې له نړيوال ايتلاف سره مرسته نه کوي، نو پاکستان فوځ به سمدستي لاس په کار شو، شمالي او جنوبي وزيرستان کې به يې د اپرېشنونو لړۍ پيل کړې، په عامو خلکو به يې کېمياوي بمونو ازمايښت هم تر سره کړ، قبايلي سیمو ته به د پاکستان سامراجي فوځونه هم ځای پر ځای شول او عام خلک به يې د ترهګرو په نوم نيول او شکنجه کول، خو ترهګر به د تېر په څېر غوړې څڼې او تورې سترګې ګرځېدل، د حمارت  او وحشت ترانې به يې غږولې او په افغانستان کې د جهاد احساساتي شعارونه يې ورکول.

په سوات، وزيرستان  او ډېرو هغو سیمو کې چې امريکا شک درلود، پاکستان عمليات تر سره کړل، خو د ترهګرو په څېر پاکستان حکومت هم د ترهګرو په څېر عام افغانان په شهادت ورسول او له امريکا يې امتيازونه تر لاسه کړل، پاکستان له يوه لوري د هند او له بلې افغانستان نه پر دې وېره لري، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه به يا نن او يا سبا د خبرو او مذاکراتو مېز ته کېنم، هغه مهال پاکستان په خپل ځان باور لري، چې ډيورنډ کرښه هيڅ قانوني حثيت نه لري، نو له همدې امله په خپله خاوره کې ترهګر روزي او بل د هند نفوذ  څخه په وېره کې دی، چې پاکستان نه له هند  او نه هم له افغانستان سره ښې اړيکې لري، نو ځکه د فشار په وسيله او په افغان خاوره کې د خپلو جاسوسانو په مټ نړيوالو او افغان ځواکونو باندې د بريدونو چمتووالي نيسي او څوځله په ګران هيواد کې دداسې ترهګریزو پېښو شاهدان پاتې شوي يوو، د بلخ په قول اردو د ترهګرو بريد کې چې په لسګونو سرتېري په شهادت ورسېدل، همدارنګه د سردارمحمد داود خان په روغتون د ترهګرو بريد وښوده، چې لا  اوس هم پاکستان افغانستان په وړاندې ښه نيت نه لري، د ترهګرۍ د محوه کولو پر ځای د ترهګرۍ د پياوړې کولو لپاره هلې ځلې کوي.

که نړيواله ټولنه په رښتيا سره غواړي، چې ترهګر وځپي، نو پاکستان دې ترهګرۍ په تور ليست کې شامل کړي، پاکستان سره دوستي په حقيقت کې د شویو ټولو پرمختګونو په وړاندې ستر خنډ دی او دا خنډ تر هغو له منځه تلی نه شي، تر څو امريکا پاکستان دترهګرۍ پاللو په تړاو سم حساب او کتاب ونه کړي، نه دا چې امريکا او متحدين دې پاکستان ته د ترهګرۍ د ځپنې لپاره پيسې او مرستې ورکړې، خو پاکستان به د همدې پيسو په مټ ترهګرو ته وسلې او مهمات واخلي.

پاکستان اوس د امريکې په خلاف روس ته هم د يارانې لاس ورکړی دی او اوس به ترهګر په روسي وسلو سمبال او د افغانستان په وړاندې د جګړې لپاره  راولېږي، امريکا ته اوس په کار ده، چې که افغانستان جګړه ايز حالت د سولې او ټيکاو په لور روان شي، نو له پاکستان سره دې جدي چلند وکړي، تر څو د ترهګرۍ معما چې مهم، خوندي او قوي مراکز د پاکستان په پنجاب کې لري، د هغوی په وړاندې عمليات وکړي، اسامه بن لادن چې د پاکستان په ايبټ اباد کې موندل کېږي، نو کوم تضمين وجود لري، چې د نړۍ نور مشهور ترهګر به پاکستان کې خوندي  ځايونه ونه لري.

پاکستان له منځه تلل د ترهګرۍ جرړې ايستل دي، که نړيواله ټولنه افغانستان او نړۍ ارامه غواړي، نو باید د ترهګرۍ د محوه کولو لپاره پاکستان په نښه شي، تر څو بیا نړۍ او افغانستان ته کرايي ترهګر راونه لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *