راین کراکر

تاند- په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې له طالبانو سره احتمالي سوله دې ډلې ته د امریکا د متحدو ایالتونو د تسلیمۍ معنا لري.

واشنګټن پوسټ او واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې وايي چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې د اوربند غوښتنه شوې او کېدای شي له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو لار هواره کړي، طالبان له دې راګرځوي چې د القاعده او اسلامي دولت ډلو ته پناه ورنه کړي او د افغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د حملو پلان جوړ نه کړي.

خو ښاغلی کراکر خبرداری ورکوي چې دا موافقه به یوه تېروتنه وي.

کراکر د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په افغانستان کې سفیر و.

له ویتنام څخه ماتې خوړلي امریکايي پوځیان د وتلو په حال کې

کراکر په یوه لیکنه کې، چې د سې شنبې په ورځ /جنوري ۳۰/ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي «روانه پروسه له بده مرغه د ویتنام د جګړې په ترڅ کې د پاریس د سولې له خبرو سره ورته والی لري. د اوس په شان ښکاره وه چې د خبرواترو مېز ته په کښېناستلو سره موږ تسلیمېږو؛ موږ له دوی سره یوازې د خپلې تسلیمۍ پر شرطونو خبرې کولې. طالبان به ډېرې ژمنې وکړي، ځکه پوهېږي چې موږ به لاړ شو او دوی به راشي او بیا به دا امکان نه لرو چې دوی د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسو.»

کراکر همداراز لیکلي«پر چوکاټ (د مسودې) بې له دې چې د افغانستان حکومت پکې وبرخه ولري، سلا شوې ده. طالبانو تل ویلي چې له حکومت سره خبرې نه کوي، دوی د افغانستان حکومت د امریکا د اشغال په نتیجه کې یو ګوډاګی او غیرمشروع بولي. د طالبانو د دې غوښتنې په منلو، موږ (د افغانستان) حکومت، چې ملاتړ یې کوو، نامشروع کړی دی.»

کراکر دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هغو خبرو په غبرګون کې کښلي چې ویلي یې و له طالبانو سره یې ګټوري او رغنده خبرې کړي دي.

د سې شنبې په ورځ  د امریکا د سنا جرګې جمهوریپال مشر د جرګې له غړیو وغوښتل چې د متحدو ایالتونو له حکومته په کلکه وغواړي چې له سوریې او افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.

One thought on “کراکر: له طالبانو سره د سولې معامله د تسلیمۍ نخښه ده”
  1. زه نور نه پوهېږم خو دومره ویلی شم چې امریکایانو د ترمپ په څېر انسان په ولسمشر کولو د امریکا سپکاوی وکړ ځکه داسې ښکاري چې دا سړی ذهني توازن نه لري او هر څه چې خولې ته ورشي وایي یې، که نه د افغانستان له حکومت سره له سلا مشورې پرته له طالبانو سره داسې یوې شرموونکې نتیجې ته رسېدل چې د افغانستان د خلکو دومره قربانۍ ضایع شي به امریکا په نړۍ کې مخ تورې کړي او افغانستان به د لسګونو کالونو لپاره د ولسواکۍ له امتیاز نه بې برخې کړي. زه دا نه وایم چې طالبان دې بېخي هغسې په ډېران وغورځول شي لکه په ۲۰۰۱ کې چې وشول او هغه هم د امریکایانو غلطي وه لاکن داسې درجه ورکول چې د افغانستان اردو، پولیس او ملي امنیت دې چې مونږ د نړۍ والو په خیراتونو جوړ کړی دی د پاکستان په غوښتنه د طالبانو په لاس منحل کړای شي (د طالبانو د مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزي په ویډیو کی چی نن په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده همداسې راغلي دي). امریکایانو ته زما مشوره دا ده چې پاکستان ته دې باج نه ورکوي بلکې فشار دې پرې راوړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته هغسې کینوي لکه څنګه یې چی ګلبدین حکمتیار کیناوه او بیا د انتخاباتو له لارې د خپلې ډلې لپاره سیاست وکړي. د ولسمشر اشرف غني د تیر کال د سولې لار نقشه د سولې لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی. له شوروي اتحاد سره په جګړه کی پیسې د امریکایانو او عربانو مصرف شوی او سرونه په کې د افغانانو توی شول خو بله ورځ چې خبره د حساب راغله د پاکستان لومړۍ وزیرې بی نظیر بوټو په سعودي عربستان کی یوه کانفرانس ته وویل چی پاکستان هغه اسلامي قوت دی چې کمونیزم او بې دینۍ ته یې ماتې ورکړه. که دا کیسه همداسې روانه وي، تاسو به وګورئ چې بله ورځ د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ووایي چی امریکا ته هغه ماتی ورکړه چی دا به د امریکا لپاره یو تاریخي شرم وګرځي او ټول غرور به یې له خاورو سره خاورې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *