ولسمشر حامد کرزي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې نن په کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د همکاريو پر دوام، همکاريو او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې.
مېرمن سوجيتا سنګهـ نن په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي او نورو افغان چارواکو سره په کتنه کې، هند ته د ولسمشر د دويم مرستيال د وروستي سفر په اړه هم خبرې وکړې.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر اعلاميه وايي، ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وويل چې هند او افغانستان ګډې ګټې لري او مشترک ګواښ ورته متوجه دى. دغه راز افغان ځوانانو ته د هند له خوا د تحصيلي بورسونو د ورکړې مننه هم وشوه.
د دواړو هېوادونو مشران په داسې حال کې دا خبرې سره کوي، چې د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي تېره اوونۍ هند ته درې ورځنى سفر درلود، ده وويل چې هندي چارواکو ورسره ژمنه وکړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې به مرسته او همکاري کوي.
په عين حال کې ټاکل شوې ولسمشر کرزى د دوشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان د سولې مسئله هم مطرح کړي.
ګومان کېږي پاکستان له وسلوالو طالبانو سره نژدې اړيکي لري او کولاى شي د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري وکړي.