تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: د زلمي خلیلزاد له ټویټ وروسته د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په مشرۍیو شمېر سیاستوال د صلاح الدین رباني کور ته ورټول شوي دي.

عبدالله عبدالله پر خپل فیسبوک لیکلي، دغه ناسته چې ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، کریم خلیلي، باتور دوستم، انوارالحق احدي او حاجي دین محمد په کې ګډون درلود، د سولې پروسې ، د ټاکنو بحران او د ملي یووالي د ټینګښت په اړه تفصیلي خبرې په کې وشوې.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145214

دغو سیاستوالو په دې هم ټینګار کړی چې سوله د افغانانو لپاره یو لومړیتوب دی او د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ورته هیڅکله د منلو وړ ندي.

په ناسته کې راټولو کسانو ټینګار کړی چې په اوسني حالت کې باید د ټاکنو کړکیچ د سولې په پروسه اغیزه ونلري.

حامد کرزی هغه سیاستوال دی چې په دې وروستیو کې د ټاکنو د جنجال پر ځای د مصالحې د حکومت رامنځته کېدو باندې د ټینګار له امله د سیاسیونو په سر کې حسابیږي.

د ده په مشرۍ څو ورځې وړاندې هم یو شمیر سیاستوال راټول شوي وو او د ټاکنو د پایلو په لغوه کیدو یې ټینګار وکړ.

10 thoughts on “کرزي، حکمتیار، عبدالله، خلیلي او محقق بیا د ټاکنو د پایلو له منلو انکار کړی”
  1. دادلته په د انځور کي محترمين چه ليدل. کيږي داد افغانستان دتباهي اليانس ده له دوی څخه هغه وخت خلاسيرږو چه اولس لاس تري واخلي او ځان د دوی د شتمنيو د ساتني قربانيان نه کړي بله لار نشته

  2. دا سى خکارى چه امريكا افغان حکومت ته په Deplometic ژبه كې دوكه وركاول غواړي

  3. د موازی حکومت د اعلان مسؤلین د اساس قانون په اساس باید د قانون پنجو ته وسپارل شی

  4. داخلک افغانان ندی ،داخرڅ شوی خلک دی چی ددشمن په اشاره غواړی چی داملک دبحران سره مخ کړی، دلایزال ذات نه ورته داسی مرګ غواړم چی ددنیا ټول خلک تری عبرت واخلی، الهم خذهم اخذعزیزمقتدر

  5. کرزی، حکمتیار، او شمالي لنډغر د چا د حق دعوه کوي، دوی څوک دي؟ د کرزی کورنۍ خو ټول افغانستان په بډه ووهلی لا یې د افغان ملت په لوټلو نسونه نه دي ډک سوي. شرم، حیا او غیرت خو هسي هم دوی کي شتون نه لري.

  6. الله ج مو په کورونا مرض اخته کړه چی د افغانستان مسلمان ولس درنه بی غمه شی

  7. همدا نن چی دوی پدی ښکلی کور یا صالون کی ناست دی د پلار ځمکه یی ندی خرڅه کړی او دا آپارتمان یی ورباندی نده جوړ کړی چی نړیوال ناری وهی چی افغانستان په فساد کی اول مقام خپل کړی او همدارنګه ملا عمر ویل چی شمالی ټلواله ټول شر او فساد دی نو زه چی اوس ګورم همدی امریکا ته ربانی ناری وهلی چی لوی لوی بمونه وغورځوه او دا واړه بمونه تاثیر نه کوی چی مقابل کی امریکا ډیر ډالر ورته ورکړل او دا ډول شتمنی یی پیدا کړه

    کله چی اوس پوه شوی چی د ۴۰ کلنی دوری او ویجاړی پوښتنی را څخه کیږی یعنی یا به یی اشرف غنی کوی یا طالبان نو ځکه کله یوځای او کله بل ځای سره را غونډیږی او وایی چی ټاکنی نه منو مګر دوستم چی کله پوه شو چی طالبان راځی په سمنګان او جوزجان کی خپل پلویانو ته وویل چی طالبانو په وړاندی مقاومت ته تیاری ونیسی

    نو لدی معلومیږی چی دوی له حسابه تیښته کوی ځکه چی حساب وشی هیڅ جنګی ډلی ټپلی د خپل پلار جایداد نده پلورلی بلکی د خارجیانو او امریکا او برتانیی په پیسو او ډالرو باندی همدا کابل په کنډواله بدل کړل

    دوستم د دښتی لیلی او قلعه جنګی لوی قاتل دی کچیری طالبان راشی ورسره حساب کوی نو ځکه یی ځوی پدی مجلس کی ناست دی او له محقق او خلیلی سره د میخونو حساب او کتاب کیږی

    احدی او کرزی او عبدالله سره ۱۳ کالنی دوری د ډالرو حساب او کتاب کیږی

    همدارنګه ګلبدین سره هم حساب کیږی چی کابل د مسعود خیلو او ربانی خیلو او مزاری یا محقق خیلو له لاسه په کنډواله بدل شو او ددی پر ځای چی دولتی تصدی طالبانو له مینځه ندی منحل کړی بلکی همدی احدی د پاکستان او برتانیی په امر لغوه کړلی او خصوصی شرکتونو ته زمینه برابره کړ او همدارنګه د وزارت مالیه ټول ګمرګونه او عایدات یی شخصی جیب ته واچول او خپل ښځه یی سری میاشتی مشره کړی چی تر اوسه چا ورسره حساب ندی کړی

    دده اوښی ګیلانی یوځل امنیت بندی کاوو نو خپلو پلویانو ته وویل کچیری په ۱۰ دقیقو کی بیرته خلاص نشوم نو لاریون ته ادامه ورکړی ځکه ده د پاکستان په طرفداری خبری کولی او په پاکستان کی یی دا خبره کړی وو چی کوم طالبان د پاکستان په ضد جنګیږی په افغانستان کی تربیه کیږی نو سړی ویلی شی چی همدا احدی د پاکستان او برتانیی په غوښتنه جنجال جوړوی

  8. کرزی ، عبدالله ، محقق ، خلیلی ، دوستم او حکمتیار خو ملت اوس پیژندلی چه په دا ۴۰ کاله جنګ کی غیر د خپلی چوکی او پیسو د ګټلو نه نور هیڅ کومه ملی اجندا نه درلوده او نه یی لری ، دوی د خپلو شخصی ګټو د پاره یی همیشه ملی منافع تر پښو لاندی کړی دی ، ددوی سره ملت پوره حساب لری چه باید وریی کړی او دآینده دولتونو شعار هم دادی چه حساب به ورکوی او حساب به اخلی ، باالآخره دغه خاصبین به ضرور حساب ملت ته یوه روځ ورکوی . دا څو نفره چه په ملت کښی یی رایی په ذره بین نه لیدل کیږی نور نو د قومونو او تنظیمونو او ملت د اوږو بار ګرزیدلی دی .

  9. سلام ښاغلي يفتلي!
    که له دي ډلي سره اولس رښتيا هم حساب کوي خو اوس د کوڅو ته را ووزي او خپل ايماني مسوليت د ادا کړي
    دا اولس اراده نلري دوي ټول د ته ناست چه ښاغلي غني به ددوي د درد علاج وکړي وو هغه يي علاج کوي خو دومره غيرت خو د دا اولس هم وکړي او غږ د دپ ټ ام شانته پورته کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *