تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي که څه هم د سولې د تړون هرکلی کړی خو د امریکا په نظامي سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا پوځ پر افغانانو ډېره بده ورځ راوستې چې د خلکو د لوی غم سبب ګرځېدلي دي.
ښاغلي کرزي د امریکا له خلکو څخه مننه کړې چې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې د نړیوالې ټولنې او افغانانو تر منځ د همغږۍ سبب ګرځېدلي دي.
کرزي ټینګار کړی چې د سولې هوکړه باید د افغانانو تر منځ د ناستې او خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي تر څو هغوی خپل کور پخپله جوړ کړي.
حامد کرزی یو له هغو سیاستوالودی چې د طالبانو ډېره پلوي کوي، خو نوموړی د نن ورځې مراسمو ته چې په دوحه کې به ترسره شي نه دی بلل شوی.
when you came with them together by B52.but that time you were happy,but now not?
because now you are not in charge of power for corruption.
thank you
دا ټولو نړی او سیمی هیوادونو ته په ډاګه شوی چی امریکا په افغانستان او سیمه او نړی کی ځانګړی جنګی او اقتصادی پیاوړتیا لپاره ستراتیژیکی موخی لری
نو افسوس د هغه چا په حال چی له نړی څخه د خیرات په نوم ډالر را ټول او دلته ټول خورجین کی را وړل شوی ډالر یی لنډغرو او غلو چارواکو ته خالی کړ ترڅو په دوبی او نور غربی هیوادونو کی پانګونی ورباندی وکړی
ځکه د زیاترو کسانو چی پلار یی په ګوډ خر باندی سپور شوی نه وو نن د همدغو ډالرو او د غلا او فساد له برکته ډول ډول شرکتونه لری او ضد زرهی موټرو کی ګرځی کچیری کوم چارواکی یا پولیس یا بل کوم امنیتی شخص یی د ګټو خلاف حرکت وکړی نو په عام محضر کی داسی وهی او ډبوی چی دولت مشر یا ولسمشر او څرنوالی یی هم پوښتنی جرت نلری
مګر کچیری په افغانستان کی د ولس د غوښتنی مطابق سولی راغلله او دلته مافیایی کړی له مینځه لاړی نو بیا ګوره چی له هر زور واکی او مفسد سره د خپل پانګی اوشته دارای پوښته او پیدا کیدو لاری چارو پوښتنه هرو مرو وشی
پدی ټول ولس باور لری کچیری راتلوونکی دولت دا کار ونکړی او ځان ورسره پدی جرمی شبکی کی ورسره شریک کړی نو الله تعالی به بی له کومه شکه لدی لنډغرو په ورځ د محشر د ۱۸ زرو قومونو حضور کی بی لدی چی څوک تبعیضی او قومی چلند باندی تورن کړی پوښتنه او پخپله سزا ورسوی