تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته ویلي چې افغانستان او پاکستان له ورته دښمن سره مخامخ دي او دواړه د ترهګرۍ په اور کې سوځي.
د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته تر سفر مخکې له پاکستاني صدراعظم نوازشریف سره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او پخلاینې ته د افغان طالبانو د هڅولو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان د دیپلوماتانو ترمنځ، چې اسلام اباد ته د ښاغلي کرزي د سفر پر امکاناتو کار کوي، د ولسمشر پر سفر موافقه شوې ده.
د افغانستان ولسمشر مخکې پاکستان ته خپل هر راز سفر له یو لړ شرطونو سره تړلی و خو اوس داسي ښکاري چې د افغانستان او پاکستان دیپلواتیک چاینلونه جوړجاړي ته رسېدلي چې ښاغلی کرزی اسلام اباد ته لاړ شي.
له اسلام اباد څخه د باوري سرچینو د راپور له مخې نوازشریف له زړه غواړي چې له افغانستان او هند سره د پاکستان اړیکې نژدې شي، له ترهګرۍ سره د پاکستان ملاتړ پای ته ورسوي او په دې برخه کې د پوځ په وړاندې مقاومت وکړي.
د باوري سرچینو په وینا د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر هندي پوځیانو برید، چې په نتیجه کې یې ۵ هندي پوځیان ووژل شول او په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ ناکامه حمله د پاکستان د پوځ د هغو عناصرو له لوري طراحي شوې وې چې له افغانستان او هند سره د پاکستان د اړیکو د ښه کېدو مخالف دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نوازشریف ته په ټېلفوني خبرو کې په جلال اباد کې د اختر په لومړۍ ورځ حملې او د کوټې ښار برید ته په اشارې وویل:«ترهګرو حتي د مسلمانانو اختر یا د خوښۍ ورځې ته هم درناوی ونه کړ.»
د جلال اباد په برید کې شپاړس تنه ښځې او ماشومان ووژل شول.
د پاک تریبیون د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر همداراز وویل:«تروریستانو حتي په دې سپېڅلو ورځو کې پر ښځو او ماشومانو هم رحم ونه کړ، اوس د دوی له لاسه ډېرې کورنۍ د خپلو عزیزانو د وژل کېدو په خاطر د غم په ټغر ناستې دي.»
د پاکستان صدراعظم نوازشریف د ولسمشر کرزي خبرې تایید کړې، ویې ویل چې داوړه هیوادونه له یو راز دښمنانو سره مخامخ دي.
نوازشریف زیاته کړه:«د دوو هیوادونو او د هغو د خلکو ترمنځ همکاري د دښمنانو د ماتولو او له منځه وړلو یوازینۍ لار ده.»
د ځینو پاکستاني شنونکو په نظر ډېره هیله شته چې نوازشریف به بالاخره په سیمه کې د بدمرغۍ اور مړ کړای شي ځکه چې نوموړی د پنجاب اوسېدونکی دی او پنجابي پوځ یې له پاکستان سره په غدارۍ نه شي تورنولی.
د دوی په نظر نوازشریف د پوځ له لاسوهنو ترخه تجربه لري او دا ځل به پوځ پرېنږدي چې د هیواد د ډېر تر ډېره امکاناتو د خپلولو لپاره په سیمه کې د جګړې اور تود وساتي او ملکي حکومتونه تر رعب او فشار لاندې راولي.