تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لوېدیځو رسنیو او چارواکو له فشار او تبلیغاتو وروسته له بګرامه د ۸۸ بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وځنډوله.
امریکايي چارواکي وايي چې له بګرام محبسه د سلګونو بندیانو په منځ کې ۸۸ خطرناک طالبان هم شامل دي چې د ډېرو خلکو په وژنو کې لاس لري او د خوشي کېدو په صورت کې بیا هم له طالبانو سره یوځای کېږي.
د بګرام د بندیانو پر دوسیو د غور کولو لپاره ټاکل شوي پلاوي له خپلو څېړنو وروسته څرګنده کړه چې دا کسان بېګناه دي او حتي اکثره په دې نه پوهېږي چې ولي راوستل شوي دي.
د دې پلاوي یوه غړي عبدالشکور دادرس د جمعې په ورځ وویل چې دوی به یو وار بیا د ۸۸ تنو پر دوسیو غور وکړي.
ده دا خبره وروسته له دې وکړه چې امریکايي رسنیو د دغو بندیانو د خوشي کېدو په وړاندې د خطر زنګونه وکړنګول.
د امریکا بلومبرګ ویبپاڼې ویلي چې د امریکا د فشار په نتیجه کې ولسمشر کرزی مجبوره شو چې د ۸۸ تنو بندیانو پر دوسیو د بیا غور غوښتنه وکړي خو د ولسمشر کرزي ویندویان وايي چې دا مسله د امریکا له فشار سره تړاو نه لري بلکې دوی مخکې تر دې چې د امریکا د کانګریس پلاوی کابل ته ورشي په دې اړه پرېکړه کړې وه.
امریکا د تېر کال په مارچ میاشت کې د بګرام محبس، چې اوس پروان محبس بلل کېږي، مسوولیت د افغانستان حکومت ته وسپاره.
د افغانستان حکومت د اګست له میاشتې څخه له دې محبسه د بندیانو خوشي کېدا پیل کړې ده. د افغانستان حکومت د هر بندي پر دوسیې له غور او تحقیقاتو وروسته د هغه د برخلیک په اړه پرېکړه کړې ده.
په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې اکثره کسان له خپلو کورونو څخه هسي په هسي راوستل شوي او بې موجبه په کلونو په دغه بند کې ساتل شوي دي.
سلامونه او نیکی هیلی
هیله لرم چی صحت ولرئ…
موژ همیشه د کرزی صاحب شه کارونه مطلب هیواد د ترون په وخت امضا کول او دولت غوشتنی چی باید امریکا یی ومنی او همداسی په سلگونو بندیانو خوشی کول پام کی نه نیسو او همیشه یی منفی کارونه نظر کی نیسو.اوس د هم ورباندی افرین وی چی د خامارانو ته داسی رد جوابونه وایی…
مننه
د افغانانو دګټو په خاطر مونږ دښاغلی کرزی هره فیصله منو، اوتر اخرنی سلګی به مونږ دښاغلی ولسمشر دپریکړو دفاع کوو
دښاغلی کرزی پریکړی دافغانانو پریکړی دی