تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي مشورتي لویې جرګې ته وویل چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د امنیتي تړون ملاتړ کوي خو که جرګه او ملي شورا یې هم تایید کړي، دی به یې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پوري لاسلیک نه کړي.
ګومان کېږي چې کرزی په دې توګه هڅه کوي چې له امریکا څخه د ده د خوښې وړ کاندید د ملاتړ تضمین ترلاسه کړي.
د کرزي دا څرګندونې د امریکا او افغانستان د حکومت ترمنځ ناندرۍ او اختلاف زیاتولی شي ځکه چې امریکا د اکتوبر د میاشتې ترپایه د امنیتي تړون د لاسلیکېدا غوښتنه لرله. امریکا او د ناټو غړیو ویلي چې دوی د امنیتي تړون ژر لاسلیکېدا د دې لپاره غواړي چې د خپلو هغو پوځیانو لپاره پلانونه بشپړ کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې کرزی له امریکا څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د ده د خوښې وړ کاندید ملاتړ غواړي.
کرزي مشورتي لویې جرګې ته د وینا په پای کې وویل:«که ملي شورا موافقه تصویب کړي، موافقه باید تر انتخاباتو وروسته په مناسب ډول او په درناوي لاسلیک شي.»
ده زیاته کړه:«دا اقدام به د امریکا له لوري ډاډ راکړي چې افغانستان د سولې او امنیت په لاره روان دی.»
کرزي په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د حکومت په دوولس کلنې دورې کې په دې پوی شوی چې د امنیت کلي د لوېدیځوالو په لاس کې ده. د ده په وینا که امریکا وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي خامخا سوله ټینګېږي او ده په امنیتي موافقه کې له امریکا د امنیت راوستلو تضمین غوښتی دی.
د جرګې غړي په پنځوسو کاري کمیټو وېشل شوي دي.
دا جرګه به د یکشنبې تر ورځې پورې دوام ولري او په وروستۍ ورځ به خپل نظر د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه وړاندې کړي.
ممکن داخبره به هم وی چی کرزی امنیتی موافقه لاسلیکول راتلونکوټاکنوته وځنډوی خو یوه خبره چی ښایی زیاتره کسان به پری پوه وی چی دافغانستان په تاریخ کی به کرزی لومړی جمهورریس وی چی یاخوزیات محافظه کاردی اویاهم په سیاست کی ډیر غښتلی شخص دی نوموړی دافغانستان تیر تاریخ به ښه توګه لوستلای او هغو سیاستوالو چی په لومړی سرکی زیات تلوار کړی نوورسته یی بیا بد تاریخ پری ایښی لکه دګندمک معاهده اویاهم راوروسته دخلقی رژیم پرمهال دنورمحمد ترکی پرله پسی فرمانونه صادرول چی تراوسه یی بدی پایلی اوبد نوم پری ایښی .هیره مونده چی کله په دوه زره یو کال کی دامریکی اومتحدینو لخوا په افغانستان کی عملیات پیلیدل نو کرزی ورته پدی بهانه چی ګواکی دی په ارزګان ولایت کی له طالبانو سره په جګړه بوخت دی او دغه پریکړه یی ټوله په جهادی مشرانو چی ځان ته یی داسلام ټیکه داران ویل لاسلیک کړه یعنی په ټولیزه توګه حامد کرزی تراوسه په خپل لاسلیک هیڅ کوم سند دهیوادپه کچه ندی پری ایښی نودغه تړون هم چی خورا یو ستر تړون دی ممکن دافغانستان په ګټه وی اویاهم په زیان به یی وی دی هڅه کوی چی پړه یی ټوله په ملت او په تیره بیا په جهادی مشرانو ورواچوی اوپه راتلونکی کی به ده ته دهیچا ګوته دشاه شجاع په نوم نه نیول کیږی
آغلی روشن بلقیس قربان شم ستا په جرآت داصلی افغانانو افتخار یاست په تاریخ کی به ستانوم په هر کتاب کی ولیکل شی دجرګی نه دي چرګه جوړه کړه دامعنی چه چرګی خپلو چرګوړو ته قت قتی کولو مګر ستاسی همت اوشجاعت دغه قت قتی په قی قی بدل کړو