تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ملت ته د ولسمشر بارک اوباما د کالنۍ وینا هرکلی وکړ خو د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره یې پر خپل پخواني شرط بیا ټینګار کړی دی.
له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې کرزي ویلي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ولس ته په وینا کې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د خپل هیواد پر ژمنو یو وار بیا ټینګار کړی دی.
کرزي همداراز یادونه کړې چې د افغانستان د دایمي دریځ په اړه د ولسمشر بارک اوباما د څرګندونو هرکلی کوي او هغه د دوو هیوادونو په ګټه بولي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ خپل ملت ته په وینا کې اعلان وکړ چې د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي.
ولسمشر کرزي ویلي، څرنګه چې ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د امنتیي او دفاعي موافقې لپاره ضرب الاجل نه دی ټاکلی، دا کار مثبت بولي او په دې باور لري چې دواړه هیوادونه په زغم او زیار د سولې په پروسه کې ګډې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان ولسمشر له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره شرط ټاکلی چې امریکا دې له طالبانو سره د سولې بهیر پیل کړي او د افغانانو پر کورونو دې حملې ودروي.
خو د کرزي په نننۍ اعلامیه کې یوازې د سولې د بهیر پر پیلېدو ټینګار شوی او ویل شوي:
«… سوله د نړۍ په هر هیواد کې د ثبات، پرمختګ او یووالي لار اواروي او په همدې علت افغانستان د سولې د بهیر عملي او علني پیل د امنیتي موافقې د لاسلیک لپاره اساسي شرط ګڼي.»
د افغانستان ولسمشر په ځلونو ویلي چې د افغانستان سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او که دا هیوادونه وغواړي په افغانستان کې په اسانه سوله راتلای شي.
په وروستیو ورځو کې د افغان چارواکو له قوله هغو څرګندونو د امریکايي چارواکو عکس العملونه وپارول چې پر اساس یې ویل شوي و چې کرزی باور لري چې د افغانستان په وروستیو بمي حملو کې امریکایان لاس لري.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان او په کابل کې د امریکا سفیر وروسته له دې غبرګون وښود چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کرزي ته د نژدې افغان چارواکو په قول وویل چې افغان ولسمشر باوري دی چې په لسګونو حملې، چې په ظاهره د طالبانو له لوري شوي، د امریکا له خوا تنظیم شوي څو د ده حکومت کمزوری او په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شي.
دغو افغان چارواکو تایید کړه چې کرزی باور لري چې د کابل د لبناني رستوران د برید په شمول، چې د ۳ امریکایانو په شمول پکې ۲۱ تنه ووژل شول، امریکایان لاس لري.