پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له حملو سره مخالفت څرګند کړ.
خو له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې افغان ولسمشر د پاکستان له جیونیوز تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې حامد کرزی د بې پېلوټه الوتکو له هغې حملې سره مخالف دی چې بې ګناه خلک پکې ووژل شي.
افغان ولسمشر وايي د بې پېلوټه الوتکو د هغو بريدونو بشپړ مخالفت کوي، چې په نتيجه کې يې ملکيان وژل کېږي. که دا بريدونه هرځاى کېږي.
نواز شريف د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپله وينا کې د دغو بريدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه. او د واک له ترلاسه کولو وروسته یې پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکې د لومړنۍ حملې په غبرګون کې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت شارژدافېر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د خپل حکومت شدید احتجاج یې ورته وکړ.
د جیونیوز په وینا د افغانستان ولسمشر د بې پېلوټه الوتکو د حملو د مخنیوي په برخه کې د پاکستان د صدراعظم دریځ تاییدوي.
دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر کرزي او نورو چارواکو تر دې مخکې په وار- وار له نړيوالې ټولنې غوښتي چې تروريستان دې د افغانستان له پولې دباندې په نښه کړي.
امريکايي چارواکي په دې باور دي چې په دغو بريدونو کې مهم سخت دریځي وژل کېږي. په وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکې په وروستي برید کې د تحريک طالبان پاکستان مرستیال ولي الرحمن ووژل شو.
د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې ویل شوي:ولسمشر کرزى نه يوازې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو مخالف دى، بلکې په افغانستان کې هم د بريتانيا د بې پېلوټه الوتکو له بريدونو سره موافق نه دی.