تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړي او روزونکي ارګ ته وربللي چې د جنوبي اسیا په مسابقو کې د اتلولۍ په خاطر د دوی د هڅو ستاینه وکړي او په میډالونو یې ونازوي.

ښاغلي کرزي د فوټبال د لوبډلې ټولو ۱۹ لوبغاړو ته د میرمسجدي خان میډال، یو – یو اپارتمان او نغدې پیسې اعلان کړې.

د فوټبال ټیم ته بخښل شوي اپارتانونه دوه خونې لري او د کابل د خواجه رواش په مېنه کې موقعیت لري.

ښاغلي کرزي هر لوبغاړي ته یو نیم لک افغانۍ بخښلي خو ګولکیپر یې په یو نیم ملیون افغانیو نازولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ