تاند- پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې نوموړی به د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید نه کړي.
کرزي دا خبره پرون له یو شمېر پخوانیو قوماندانانو او ناراضو سیاستوالو سره په غونډه کې وکړه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وروستیو ورځو کې د راتلونکي لمریز کال د حمل ۳۱ مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه اعلان کړه.
د جنرال عبدالرشید دوستم ویندوی بشیراحمد ته ینج نن /دوشنبه/ وویل، حامد کرزي د افغانستان د لوی ملي ايتلاف له غړیو سره په غونډه کې د خپلې پرېکړې په اړه معلومات وړاندې کړل.
ته ینج همداراز وویل، پخواني ولسمشر په زغرده وویل چې په هیڅ راز شرایطو کې به د بیا ولسمشر کېدو هڅه ونه کړي؛ ځکه چې ده ۱۴ کاله واک په لاس کې درلود.
ادعا کېږي چې پخوانی ولسمشر هڅه کوي چې د یوې لویې جرګې له لارې د موقت حکومت مشر شي.
کرزي شاوخوا ۲ میاشتې پخوا د جرمني شپېګل مجلې ته په مرکه کې ویلي و، بیا کاندیدو ته لېوالتیا نه لري خو که سیاسي ګوندونه ورسره لاس یو کړي او د هیواد د ستونزو د حل کېدو لپاره بله چاره پاتې نه شي، ځان به د ۲۰۱۹ د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ونوموي.
د افغانستان د اساسي قانون پر اساس یو تن تر دوو دورو زیات ولسمشر کېدای نه شي.
کرزي هم له شپېګل سره د دې قانوني خنډ یادونه کړې ده.
دی خو دې د سپي په مرګ مردار شي چې هېڅ شرم نه لري.د ده له لاسه خو د ټلوالې خره هم جنرال شول.
سلام
معاویہ بن سفیان وایی
زہ پوھیزم چی تاسی زما پہ زعامت خوشحالہ نہ یاست ولی زہ بہ ددی توری پہ زور تاسی باندی حکومت وکرم۔
دالر مست کرزی خوارکی نہ تورہ درلودہ او نہ د معاویہ جرائت لار دبن پہ معاھدی کی یی جامی بدلی کرلی او تیک یی پر سرکر دوہ دورو کئ یی زندہ باد زاغ دومرہ ونازول چی افغانستان تہ د فساد دو ھمہ درجہ لقب وموند
رشتیا خبرہ چی زہ کرزی سرہ کوم شخصی ستونزہ نہ لرم او نہ ھغہ خپل سیال گنم خو د حیرانتیا خبرہ دادہ چی خینی رسنی یی پہ شور او خوگ خلکو تہ ور پیڑنی امکان لری د ھغوی ھم د میلیاردو دالرو خبر اوچت معلومیزی
غلے شی ! دبن د معاھدی معاملہ دہ۔ کالی او تیک راتہ تیار کری