تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي له روسیې غوښتي چې د افغان سولې په پروسه کې دې لا ډېره ونډه واخلي.

د حامد کرزي له دفتره تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلی چې نوموړي نن په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره په لیدنه کې دا خبره کړې او د سولې په پروسه د بغدي اقداماتو په تړاو یې ورسره اوږد بحث کړی دی.

حامد کرزی د طالبانو په څېر روسیې ته نږدې سیاستوال بلل کېږي او ویل کېږي چې همدی و چې له واک څخه تر لرې کېدو او د امریکا لخوا تر منزوي کېدو وروسته یې روسیه په افغانستان کې د امریکا پر ضد درېدو ته وهڅوله.

3 thoughts on “کرزي له روسیې غوښتي چې افغان لانجه کې لا ډېره ونډه واخلي”
  1. کرزی دی بلند پروازی پریژدی ، د منطقی او دنیا د ملکونو سره روابط د نظام درهبری مسؤلیت دی ، دده د پاره اوله ضروری خبره داده چه دنظام او دافغانستان ددولت د استحکام په جهت کی د نظام د رهبری تر چتر لاندی هما هنګ قدمونه کیږدی ، د نظام د رهبری سره د منفی رقابت او په ملت کی د سیاسی تفرقی نه جدآ لاس واخلی او خپلی ملی مشوری د دولت د رهبری سره شریکی کړی .

  2. If he does as you suggest, then his political standing status will be down at the end of top ten. He is longing to be first again.

  3. کرزي نور د افغانستان ولسمشر ندی ، خپله 14 کلنه ناکامه دوره یې پای ته رسولې او د ده په وخت کې په میلیاردونو دالر نړیواله مرسته افغانستان ته راغله . مګر دوی د افغانستان د ملت په ګټه هېڅ کار ترې وانخیست.
    کرزی نه کوم نبوغ او استعداد لري او نه لدې وطن سره مینه .
    بنا ښه به داوي چې نور دا کړېدلی ولس ونه ځوروي. کېدای شي کوم بل هېواد ته له میرویس جان سره سفر وکړي او پاتې عمر دې په خپلو کړو ګناهونو توبه وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *