جمهوررئیس کرزي له هغو کسانو سره ټلیفوني خبرې وکړې چې د افغانستان د دښمنانو لخوا ورڅخه په انتخاباتوکي د ګډون له امله ګوتې غوڅې شوې دي
ارګ، کابل: د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن له هغو ۱۱تنو سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د هرات ولایت د رباط سنګي په ولسوالۍ کې په انتخاباتوکې د ګډون له امله ور څخه ګوتې غوڅې کړي دي.
جمهوررئیس کرزي په دغو ټیلیفوني خبروکې د دې ترڅنګ چې ژوبلو کسانو ته یې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه، د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناروا عمل یې په کلکه وغانده.
د افغانستان جمهوررئیس په هېواد کې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا، د ولسواک نظام د ستنو د ټینګښت او د انتخاباتو له لارې د یو مشروع نظام د رامنځته کېدو په لاره کې د دغو ۱۱تنو قرباني وستایله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې له دوی سره به د دولت لخوا لازمې مرستې وشي او د دوی پر وړاندې د ترسره شوي ناروا عمل ترسره کوونکي به د خپل عمل په سزا و رسیږي.