تاند- ارګ وايي چې جهادي مشرانو او د درې ګونو قواوو ريیسانو نن د ولسمشر کرزي له لوري په رابللې غونډه کې د انتخاباتي جنجال پر اوږدېدو اندېښنه ښکاره کړه.
راپورونه وايي چې ښاغلي کرزي د مجاهدینو پخواني مشران، چې ارګ یې لا هم جهادي مشران ګڼي، وربللي ول چې دوه کاندیدان جوړجاړي ته وهڅوي.
په غونډه کې حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، عبدالرب رسول سیاف، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د سترې محکمې رييس، د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، حاجي دین محمد او محمد اسماعیل خان حاضر ول.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه او له دې اړخه یې د افغانستان د خلکو تشویشونه مطرح کړل.
«جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ له مذاکروڅخه د نتیجې د نه ترلاسه کېدو له امله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان مشران باید ډیر ژر له کاندیدانو سره خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د انتخاباتو د نتیجې له اعلان څخه مخکې، پخپلوکې سره موافقې ته و رسیږي.
پریکړه وشوه چې په غونډه کې حاضر مشران دې سبا سهار ” جمعه ” له دواړو کاندیدانو سره وګوري او یوې فوري او چټکې نتیجې ته د رسېدو لپاره دې له هغوی سره همکاري وکړي.»
د ارګ د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي چې ولسمشر کرزي او دواړو مرستیالانو د دې پرېکړې هرکلی او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
محترم کرزي صاحب ؟
زه رشتيا وايم هيله مند يم چه په واقيعتو خفه نه شې .
څه کم او زياد ۱۳ کاله دی دافغانستا په بی چاره اولس تا اوستا درياست جمهوری شمالی ټلوالی (شورای نظار ) دبن دکنفرانس دخاينانه فيصلې په اساس تاسي څه نه وه چه په دی خوار بی وزلی اولس مو ونه کړه او ټول ملت مو ګر وګان په خپلو منګولو کی کلک نيولی او اوس هم دا اراده نه لري چه ملت ستاسې دمنګلو څخه خلاص او خپل سرنوشت په خپله وټاکی.
دولتې چوکی اومقامونه ,ځمکی او جايدادونه,بانکونه,کورونه او دوکانونه،دولتې اوشخې موتری اوسرآیونه,حربی سلاح او وسايط,په کورو کی شخصي فرشونه او نور دکور دکار آمد وسآيط ,حتې تر تحصيلی آسنادو پوری , دشيرپور تاريخی چوڼۍ.موزيم اونور تاريخی عتيقه اموال تاسی چوراوچپاول کړه او اوس هم ددي بې چاره اولس څخه لاس په سر نه ياستی اوس غواړی چه هغه څه چه په خيټه او رګو کي څه مواد او ويني پاتی دي هغه هم نوشی جان کري.صرف دافغانانو سکلت پاتې شی بېابه مو زړه يخ شې.
دااوسني کومی ناخوالي چه روانې اود حل لاره نه شې موندلی دا دستا او دشمالي تلوالي مشترکه دسيسه ده چه دبن کنفرانس دايروونکو له خوا دا اوس هم حمايه کيږی دملت نر آوشځې دملت زړي او,سپين ګيری ځوانان کوچنېان او ماشومان حتي حيوانات ستاسي ددی سور ناورين څخه په فرياد او ناورين کی دې،دبلې خوا اقتصاد مو په صفر کي ضرب او نزدی چه دافغانانو ملي هویت هم دمنځه يوسي.او اوس هم لا دملت حقوقو ته چه هغه دهغوي رائ دی سپګاوی .کوي صرف دجهادي پسآت پيشه رهبران راتولوی غواړی دځان په ګته دبعدې فسق آو فساد دپاره دځان په ګته فيصلې وکړي لکه سياف.
واضح او بر الا درته وايم چه کرزي صاحب ته او دشمالې تلوالي څو محدود کسان چه په راس کې عبدالله,قانوءني،صالح،عطآ،اوبسم الله خان دی.
داچه لاس اخلي او که نه دخلقو اينده محکمي ته سترګې په لاره اوسۍ.