تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د امریکا د پوځ لوی درستیز ته په کابل کې وویل چې دی تیار دی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

له کله چې د قطر د دفتر د پرانستل کېدو پر سر ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون په باب خبرې درولي، جنرال مارتین ډیمپسي د امریکا تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې له افغان ولسمشر سره د امنیتي تړون په اړه خبرې کوي.

د کرزي د دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د امریکا لوی درستیز له ولسمشر کرزي سره د دوو هیوادونو د امنیتي موافقې په اړه خبرې وکړې.

له خبرپاڼې سره سم ولسمشر یوځل بیا په دې ټینګار وکړ چې افغانان په خپل هیواد کې د اوږدو جګړو له لاسه ډېر ځورېدلي او نور سوله غواړي.

کرزي هیله څرګنده کړه، افغانان چمتو دي چې له امریکا سره امنیتي تړون په داسي شرایطو لاسلیک کړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د متحد او خپلواک افغانستان سبب شي.

افغان امنیتي ځواکونو عملاً د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخیستی او ټاکل شوې ده چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه راتلونکی کال ووځي خو د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت په اړه شکونه موجود دي چې له کبله یې افغان چارواکي او د طالبانو مخالفان د بهرنیو پوځیانو د حضور دوام ګټور بولي.

دوی دا اړتیا وروسته له دې لا ډېره احساس کړه چې طالبانو د خپلو حملو مخه د افغان پولیسو او ملي اردو لور ته واړوله.

پینتاګون ویلي چې که له ۲۰۱۴ وروسته یې محدود شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېښودل نو د هغو دنده به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د مشورې ورکړه وي.

د امریکا لوی درستیز جنرال دیمپسي له ولسمشر کرزي سره تر کتلو مخکې نن خبریالانو ته وویل چې هیواد یې هڅه کوي چې له افغانستان سره امنیتي تړون تر اکتوبر مخکې لاسلیک کړي څو ناټو پوځیانو ته له ۲۰۱۴ وروسته د ټولو ځواکونو د ایستلو پر ځای د پوځي حضور په خاطر د تیاري لپاره کافي وخت په لاس ورشي.

لوی درستیز دیمپسي همداراز وویل چې له ده سره هیچا هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې صفر ته د امریکايی پوځیانو د رسولو په اړه خبرې نه دي کړي.

دیمپسي خبریالانو ته وویل:« له پوځي نظره غواړم چې د امنیتي موافقې له لارې، چې هیله ده له اوسه د اکتوبر تر میاشتې پوري لاسلیک شي، د راتلونکې په اړه زیات پوی شم.»

ده همداراز وویل چې په ناټو تړون کې به خپلو متحدانو ته یو کال وخت ورکړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور دوام ته تیاري ونیسي.

4 thoughts on “کرزي موافقه وکړه چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي”
  1. تر هرڅه لمړې د تاند چلؤنکو ته ګیډې ، ګیډې سلامونه وړاندی کوم او بیا دا وایم چی تاسو خو لږ فکروکړې هغه څوګ چی ساه هم اوباسی د امریکا د ډالرو په زور به یی باسی نو دا له هم هغه لمړی سره څرګنده وه . دوی یی دومره د ډالرو په نشه کی غرق کړیدی چی حتی ځان او د ځان د کالیو په فکر کی هم نه دی . هغه متل دی چی وایی پهلوان زنده خوش است ا

  2. کمرانه وروره په نننۍ نړی کې هېڅوک هم داسې نشته چې ډالر یې نه وي خوښ
    کیدای شي ته هم د ډالرو په زور په پېښور کې ژوند کوې
    کرزی چې هرڅومره هم خراب شي خو تر دال خوارو سل ځلې ښه دی

  3. که تړون په ریښتیا هم لاسلیک شی نو ظالبانو ته زیری ورکووم چي د هغوی تاوتریخوالی په افغانستان کی بریالی شو او امریکا ته یی د دایمی هډو او سترتیژیک تړون زمینه برابره کړه
    طالبانو مبارک مو شه بریا مو مبارک شه تاسو خو خپل څانونه ونه پیژندل چي د کومی ورځی لپاره یی ساتلی وی د امریکا له تاسو همدا امید وو چی د افغانستان حالت دغی ورځی ته ورسوی چي افغان دولت او افغانان مجبوره شی چي پرته د امریکا او خاریجي قواو امنیت مشکل ده او امریکا هم همدا غوښتل
    یو ځل بیا مبارکی درته وایم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *