تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د شهید اوونۍ په مناسبت په یوه غونډه کې، چې د ګډوډۍ ښکار شوه، له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د ملي یووالي د حکومت پر سر موافقې ته ورسېږي.

په دې غونډه کې، دواړه کاندیدان هم حاضر ول، کرزي وویل چې د ده د ولسمشرۍ دوره پای ته رسېدلې او هیواد نوي حکومت ته اړتیا لري.

په داسي حال کې چې د خورا بې نظمۍ او ګډوډۍ په وجه په غونډه کې ږغ سم نه اورېدل کېده، ولسمشر کرزي له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل چې په خپل منځ کې موافقه وکړي.

کرزي همداراز وویل چې دواړه کاندیدان کېدای شي په څو ورځو کې موافقه وکړي او افغانستان په یوه اوونۍ کې د نوي حکومت خاوند شي.

عبدالله پرون اعلان وکړ چې د انتخاباتو نتیجه نه مني ځکه چې کمیسیون د اشرف غني ملاتړ کړی دی.

د شهید اوونۍ په مناسبت په غونډه کې کله چې پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي غوښتل خبرې وکړي، په تالار کې ناستو کسانو، چې اکثره د نظار شورا غړي ول، د نوموړي خبرې اخلال کړې او حضرت یې خبرو ته پرې نښود.

احمد ولي مسعود د غونډې د برخوالو له لوري پر غالمغال او بې نظمۍ جوړولو نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا د خواشینۍ وړ ده.

د غونډې په ترڅ کې عبدالله عبدالله هم له خپلو پلویانو وغوښتل چې ارام واوسي او د چا خبرې اخلال نه کړي خو هغوی د چا خبرو ته غوږ نه نیوه.

0 thoughts on “کرزي نن په یوه بې نظمه غونډه کې له کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه”
  1. زه پدې ملي يو والي پوه نشوم ، آيا دیته به ملي يو والئ وايي چې نيم قدرت دې د ټلوالې وي ؟ په هر صورت کرزي صيب ته وایم چې تر قيامته دې ډانګ په اوږو قبول کړيدئ ، نور ځه په خير دا دوستان به دې وروسته وپیژنې ، نور نو ( از سرِ کلِ ما دست بردار )

  2. دغه لنډغر جنګي جنايتکار نه يواځې دطالب په مخ کې د خپل قدرت
    لپاره جنګېدلی بلکې له نورو سره هم لکه له هزارګانو، اوزبکو او
    ګلبدين سره هم جنګېدلی خو له طالبانو سره یې جګړه له ايتنيکي کبله
    وه !
    د مسعود د پلويانو اوس هم له پښتنو څخه بد راځي او نه غواړي چې
    پښتانه په دولت کې اساسي ځای ولري !
    له صليبي حملې وروسته دا موقع دخلا په وخت کې د مسعود پلويانو ته
    برابره شوه چې خپل دروس مذدور او د نصرالله بابر شاګرد احمد شاه
    مسعود په پښتنو مذدورانو لکه کرزی ، احدي او نور یې دملي اتل په
    نوم ومني خودافغانستان اکسريت به دغه ملي خائن هيڅ وخت دملي
    اتل په نامه قبول نکړي اوتل به یې ملي خائن بولي !

  3. چې د لوچکو پنجشیریانو د اونۍ په لمانځلو کې دې مجددي صیب ګډون کولو نو ښه شویدي چې غندل شوی وې ، د کوڅو سپي چا ندي په لار کړي !

  4. آفرین ! صد آفرین ! په دې سیاست چې ته یې چلوې . عبدالله ته وایې چې مه یې منه . اشرف غني ته وایې له تا سره یو . د خلکوپه مخ کې بیا پر کاندیدانو باندې غږ کوې چې ، ژر سره جوړ شۍ ! همدا نن سره جوړ شۍ ! زماوخت پوره شوی ، چې په دې هفته کې واک در وسپارم . خو خپله لګیا یې اوس هم د ځان له پاره کارکوې . وضع خرابوې ، کاندیدان او د خلکو رأیې دواړه دې مسخره کړل ، ترڅو په واک کې د پاتې کېدو له پاره ځانته زمینه پرې مساعده کړې .هم دې ټول هېواد په بډه وواهه ، اوهم نړیواله ټولنه او ټولې (۱۳ ) کلنې بهرنۍ مرستې او کورني عوایْد . ته په تېرو (۱۳ ) کالو کې یواځې د غلو، اداري فساد ، اختلاسونو، پښتنو ځپلو، بې ثباته کولو او کورنیو اوبهرنیو مافیایي کړیو ؤلسمشر وې او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *