تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د بدخشان ارګو ته لاړ چې د دې ولسوالۍ د اب باریک له مصیبت ځپلیو سره له نژدې وویني.
کرزي ارګو ته له رسېدو سر ه سم د غونډۍ د ښویېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره ولیدل او له هغوی سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
کرزي د خلکو خبرې واورېدې، او د وژل شویو کسانو خپلوانو د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
ولسمشر د قربانیانو خپلوانو ته ډاډ ورکړ چې پرېمانه کورنۍ او بهرنۍ مرستې ټولې شوي او ژر به ټولو مصیبت ځپلیو ته ورکړای شي.
کرزي هغو کسانو ته، چې کورونه یې نړېدلي دي، ژمنه ورکړه چې کورونه به ورته جوړ کړي.
کرزي همداراز وعده وکړه چې په خپله به مصیبت ځپلیو ته د مرستو د رسېدو بهیر وڅاري.
په همدې حال کې نن د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ارګو ولسوالۍ په اب باریک کلي کې به یو ښوونځی، بو دارالعلوم او یو دارالحفاظ جوړ کړي.
تر اوسه پوري د نړۍ هیوادونو په ملیونونو ډالره مرسته اعلان کړې. چارواکي وايي چې مرستې خورا زیاتې دي او اوس د شاوخوا کلیو اوسېدونکي هم په مصیبت ځپلي کلي کې راټول شوي او هغوی هم مرسته غواړي.
که کرزی خپله د مرستو ځارنه وکړی، دلته به هم مصلحت په پام کې ونیسیي او د مستحقینو برخه به خواره وي!
لکه چه کرزی لالا هم غواړی چه په دی مرستو کی ځان شریک کړی او ددی مظلوم ملت د تخصیص شویو مرستو یوه اندازه په خپل جیب کی واچوی تر څو دده فاسد مامورین ددی مرستو ټوله برخه په خپل جیبونو کی وا نه چوی
ښاغلی تپلمشر کرزی ته حتمی ده چی دا کار وکړی ځکه یو خو نو نو دئ بیکاره دئ او بل داچی دی دنظار دشورای دیو وفاداره غړئ په توګه وظیفه لری دا کار وکړی
زما به خيال دا به د كرزى لباره اخرى د درغلي جانس وى زكه جه نور كومكونه خو لا دوخته دريدلي دى؟ زكه يي برسى بخبله كوى.