تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا د پنځه ورځني سفر په وروستۍ شپه/تېره شپه/ نومبر۱/ په بریتانیا کې د نړۍ مشهور پوهنتون اکسفورډ ته لاړ او هلته یې محصلانو ته د ټولنې په اړه وینا وکړه.
اکسفورډ سږ کال په نړۍ کې دوهم ښه پوهنتون پېژندل شوی.
کرزي په خپله وینا کې څو ځلي وویل چې افغانستان اوس په داسي هیواد بدل شوی چې د ټولو افغانانو کور دی. کرزی تر دې وړاندې په ۲۰۰۳ م کال د بریتانیا د سفر په ترڅ کې اکسفورډ ته تللی و او په سینټ انتوني کالج کې یې په افغانستان کې له کړکېچ وروسته ستراتیژۍ په اړه وینا کړې وه.