تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو بالاخره د ملي یووالي حکومت موافقه لاسلیک کړه.

په دې مناسبت په غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، ولسمشر حامد کرزي، د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو غړیو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

حامد کرزي دواړو کاندیدانو ته د موافقې په لاسلیکولو مبارکي وویله او هغه یې یوه افغاني موافقه وبلله.

ده همداراز وویل:«موږ هیله لرو چې تاسي هغه کار ته دوام ورکړئ چې اوسني حکومت پیل کړی و.»

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د موافقې له لاسلیکېدو سمدستي وروسته سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت جوړېدا وستایله.

د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي:«د امریکا متحد ایالتونه د ولسمشرۍ د کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا د موافقې ستاینه کوي. د دې سیاسي موافقې لاسلیک مرسته کوي چې په افغانستان کې سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي او اعتماد رامنځته شي.»

د دې موافقې پر اساس به عبدالله عبدالله د انتخاباتو، چې اشرف غني ګټلي، مشروعیت مني او په مقابل کې به یې عبدالله عبدالله ته د اجرايي چارو نوې چوکۍ ورکول کېږي. د اجرايي چارو رييس به د وزیرانو د شورا د غونډو مشري کوي. دا تشکیل هم نوی دی خو ولسمشر به د اساسي قانون مطابق بیا هم د کابینې او درې ګونو قواوو مشر وي.

عبدالله عبدالله ټینګار کاوه چې د انتخاباتو پایلې دې خلکو ته نه اعلانېږي.

د موافقې له لاسلیکولو وروسته اشرف غني احمدزي ته د لاس ورکولو په مهال ظاهراً عبدالله ډېر راضي نه ښکارېده او یا ممکن قصداً یې داسي وښودله چې په پرېکړه خوښ نه دی او تر دې د لوړ ځای مستحق دی.

0 thoughts on “کرزي کاندیدانو ته مبارکي ورکړه او امریکا د هغوی موافقه وستایله”
  1. دانتخاباتو نتیجه تر اوسه اعلان شوی نه ده او موافقه لاسلیک شوه، که دغه لاسلیک حقیقت ولری نو اشرف به حتمند روانی ناروغی لری، اشرف دومره ډارن، بزدله او متزلزله انسان وخوت چه دافغانستان په تاریخ کی ساری نلری، او داسی شرمونه او پیغورونه یی وگټل چه دلته یی دلیکلو څخه زماگوتی شرمیری.
    زه اشرف ته وایم چه مرگ به دیی قبول کړی وای، مرگ ستا
    لپاره سل ځله بهتر وه نه داعلان څخه مخکی دموافقی لاسلیک.

    زه نه پوهیرم تاته چا دمفتکر لقب درکړی دی، شاید دغه لقب هم دجهانی استخباراتو یو تریک وه، چه دافغانستان بیچاره خلک په دغه کلیمه(مفتکر) وغولوی او تاته په انتخاباتو کی رایی درکړی، ته عبداله نه وژلی ځکه بهرنی قواوی موجود وی هغوی هرڅه دنیژی دی څارل، دغی قواوو دمرگ مرگ اجازه چاته نه ورکوله فقط دغی قواوو ستا او دعبداله غیرت، همت، افغانی غرور او ددرغلی اوتقلب سړی معلومولو، چه دغه شرمناکه تقلب تاسی وگټلو. مبک موشه
    چه موافقه دیی لاسلیک کوله نو ولی دیی داوله نه لاسلیک کوله دافغنستان وضعه دیی کړکیچنه کړه ، انسانان دی مړه کړه دوطن اقتصاد ته دیی میلیاردونه افغانی خساره ورسوله او اوس دیی دشرم څخه ډکه موافقه لاسلیک کړه.

    ماته می یو ملگری وویل چه اشرف دپخوا څخه روانی مریض دی، او ځینی گولی یا تا بلیتونه خوری او دغه گولی داسی خاصیت لری چه کله سړی ته دزمری خاصیت وربښی اوکله سړی ته د ښځینه گیدړی خاصیت وربښی، نو دغه خبره می اوس ومنله چه تاسی دپخوا څخه په دغه ناروغی اخته وای.
    نوچه دومره مریض وی نو بیا دیی ولی زمونږ په سرنوشت لوبی وکړلی. افسوس افسوس ستاسی په دغه کړنو چه دمظلومو افغانانو سره مو وکړی، دوکه هم خپل حد لری. اوافسوس په داسی ملک چه په نوم ولسمشر یی دانتخااتو څخه په غیر انتخابیری.
    شاغلی غیرتی عبداله عبداله ته دی مبارک وی

    محمداله

  2. پداسی حال کی چی زه جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غنی احمدزی او د افغانستان ټول عظیم او شریف ولس ته د دوی د بریالیتوب له امله مبارکی وایم ، هیله من یم چی د ښاغلی جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غنی احمدزی ترقیادت او مشری لاندی به زمونږ ټول هیواد وال د پرمختګ، سولی ، وروری او سوکالی په لور رهبری کړی. د پورته لوړو اهدافو رسیدلو لپاره به مسلکی، په کار پوه او وړ کسان چی د ټول افغانستان او د هرولایت نمایندګی وکړای شی په دندو وګمارل شی. د خپل ټیم او سهمیی له خوا داسی کسان په حساسو دندو مقررشی چی زمونږ راتلونکی نسلونه د هغوی په خدمت ، صداقت ، انسانیت ، افغانیت او اسلامیت وویاړی.
    زما په نظر تر هرڅه د مخه باید زمونږ امنیتی وزارتونو په راس کی مسلکی او په کار پوه کسان مقررشی ترڅو هیواد ته سوله راوستل شی او د ولایتونو په راس کی زړه سواندی ، صادق او اسلام او افغانستان ته وفاداره اشخاص وټاکل شی.
    زه د بین المللی روابطو د ساحی د یوه شاګرد په توګه له ښاغلی ولسمشر نه په ډیره درناوی هیله کوم چی تر ټولو مخکی د باندینیو چارو وزارت داخلی پرسونل او له هیواده بهر د افغانستان په سیاسی او قونسلی نمایندګیو کی لازم تغییر او تبدیل را ولی او دا مهم او حساس وزارت د یوی سیمی او یوه کلی له انحصار نه وباسی چی واقعا د افغانستان خلکو ته خدمت وکړی البته په دی ساحه کی ډیر مسلکی کدرونه شته چی په یو ډول نه یو ډول دندی پريښودلو ته مجبور کړل شوی دی په درناوی
    حضرت سهاک

  3. افسوس
    نه پو هیږم چی خپل دزړه بړاس په کومو ټکو ولیکم.
    بس ښاغلی غنی ته دومره وایم چی د عبدالله د دی پرلپسی ناروا غوښتنو څخه د ګاونډیانو غوښتنی هم ډیری دی او هم شدیدی دی، ته چی د عبدالله غوښتنو ته تسلیم شوی نود ګاونډیانو غوښتنو ته په راتلونکی څه ځواب وایی؟

  4. ورکړه ډنګ ِ آخرټوپک سالار عبدالله په ناحقه او اوزور ځان په حکومت کی شریک کړِ ِ څه شوی د اشرف غنی هغه خبری چی ویل به یی چه سهامی شرکت نه جوړوم داسهامی حکومت دی او که داشرف غنی ……………س

  5. عبدالله چی خوښ نه ښکاریده یا یی ناز کولو یا هم خپلو پلویانو ته دا ښودله چی زه خو اوس هم راضی نه یم خو څه وکړم چی زمونږ پلار (جان کیری) راسره نه منی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *