تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اشاره کې د سیاسي شنونکي وحید مژده وژنه پر حکومت ور اړولې ده او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې د بیان ازادي ورځ تر بلې تر پښو لاندې کېږي.

نوموړي نن په یو خبري کنفرانس کې د وحید مژده د ترور په اړه دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د بیان ازادي له بندیزونو سره مخ ده.

ښاغلی کرزی چې په دې وروستیو کې یې په کابل کې د طالبانو له پلوي سیاسي شنونکو سره لیدنې ډېرې شوې دي، وايي، نن سبا لیکوالان او سیاسي شنونکي دنامعلومو ادرسونو څخه ګواښل کېږي: (( له دریو کلونو راهیسې سیاسي شنونکي او لیکوالان ماته مراجعه کوي او راته وايي چې موږ په مرګ ګواښل کېږو، اوس دا پروسه هغو ته متوجه ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې کوي.))

 نوموړي زیاته کړې، چې لومړی ملا سلام ضعیف محاصره شو، بیا په نظر محمد مطمئین برید وشو، بیا په حقپرست مولوي عابد او اوس په وحید مژده برید کې هغه ترور شوی دی: (( په افغان ځواکونو غږ کوم چې خپله بې طرفي وساتئ او د چا د سیاسي ګټو لپاره له خپلو خلکو سره ځان مه مواجه کوئ، له نړیوالو هم غواړم چې کله له افغان حکومت سره د بشري حقونو او بیان ازادۍ لپاره مرستې کوئ، پس د ساتنې پوښتنه یې هم له حکومته وکړئ.))

کرزي تر دې وړاندې هم د طالبانو په پلوۍ د مشهور شنونکي وحید مژده د ترور په اړه اعلامیه ورکړې وه چې د افغان ځواکونو دنده د خپلو خلکو وژل نه بلکې د هغوی ساتنه ده.

خو بلخوا شنونکي وايي، کرزی په دې کار سره غواړي، د امنیتي بنسټونو په تړاو کرکه پيدا کړي او دا کار یې د هیواد په تاوان دی.

شنونکي زیاتوي، کرزی حق نه لري چې د واک د بیرته ترلاسه کولو لپاره داسې بیانونه او هلې ځلې وکړي چې په افغانستان کې جوړ شوی جمهوریت راونړېږي او ماضي ته د خلکو د ستنېدو زمینه برابره شي.

4 thoughts on “کرزی، کابل کې په طالب شنونکو بریدونه په امنیتي ځواکونو ور اړول غواړي”
  1. په تاریخي لحاظ افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د هدفي ترور او وژنو له پېښو لیري ندی پاتې شوی.
    د غازي امان الله پلار امیر حبیب الله خان وژل کېدو مسئله تر ننه مبهمه ده، چې ولې او چا دا کار وکړ؟
    له هغه وروسته په دې لنډو کلونو کې د ثور له کودتا وړاندې او وروسته هم داسې بېلګې لرو، چې جنجالي او مهمه بېلګه یې د خلق ډموکراټیک ګوند د پېژندل شوې تیوریسن میر اکبر خیبر پېچلی ترور دی، چې لا هم ګونګ او مرموز پاتې دی.

    کله، چې ناپېژاندو وسله والو د ۱۳۵۷ کال د وري پر۲۸مه میر اکبر خیبر د “دولتي مطبعې” پر وړاندې وواژه، دغې پېښې د افغانستان وضعیت له نوې ناورین سره مخ کړ او د خلق ډموکراټیک ګوند په شاوخوا لسو ورځو کې خونړۍ کودتا وکړه.

    ځینو کسانو د میر اکبر خیبر په ترور کې حکومتي عوامل، یوې ډلې بیا ببرک کارمل او حفیظ ‌الله امین او یو شمېر نورو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلام پاله ډله ښکېله بلله، خو لا هم روښانه نده، چې دا کار چا وکړ او ولې؟
    په دې پېښه کې ځکه د داوود‌خان لاس لرل ردېدای شي، چې لومړی خو داسې معتبر سند په دې اړه نشته او بل دا، چې دې پېښې داوود خان ته ګټه نه بلکه تاوان رساوه، نو ولې به یې دا کار کاوه؟

    خو یوه خبره باید یاده کړو، چې د هغه مهال شوروي په شان نورو هېوادونو هم غوښتل نوی جمهوریت تر فشار لاندې راشي، د اقتصادي پرمختګونو لړۍ مو په ټپه ودرېږي او د پردیو لاسوهنو ته زمینه لا ښه برابره شي او داوود خان ته کار وګوري.

    بله بېلګه د امنیت وزیر فاروق یعقوبي وژنه ده، چې د ۱۳۷۱ کال د وري پر ۲۸مه یې د ځان وژنې خبر خپور شو، خو تر نن ورځې پورې یې څرنګوالی معلوم نشو؛ همداسې لسګونه نورې پېښې…

    اوس به تېرو اتلسو او وروستیو کلونو ته هم یو ځغلنده نظر واچوو:

    په تېرو اتلسو کلونو کې هم بېلابېلې سیاسي څېرې په مرموزه توګه د هدفي وژنو ښکار شوې:
    برهان الدین ربانی، ارسلا رحماني، شیر ولي وردک، جبار قهرمان او…، چې وروستی یې د سیاسي چارو پېژندل شوې څېره وحید مژده و.
    که څه هم افغان حکومت په تېرو کلونو کې متنفذو او پېژندل شویو سیاسي څېرو ته محافظتي امکانات په پام کې نیولې و، خو دې چارې هم د هدفي وژنو مخه و نشوه نیولای.

    خو دا کار څوک کوي او موخه یې څه ده؟

    که څه هم د دغه ډول پېښو عامل سیاسي، اقتصادي و استخباراتي بلل کېږي، خو سربېره پر دې په دغه شان پېښو کې ځانګړي/ مغرضې کړۍ چې اور لګوي او خپل لاسونه ورته تودوي، سیاسي مخالفان، ترهګرې ډلې او هېوادونه ښکېل بللی شو.

    د دې کار موخه؟

    لکه څنګه، چې وړاندې یادونه وشوه، یادې کړۍ کله کله د خپلو ولسي ضد څرګندونو ښکار هم کرځي

    خو ځیني جریانونه بیا د خپل بام واوره پر بل چا اچوي او خپلي څرګندونې یې بیا هېرې وي.

    د هدفي وژنو یو بل علت پر حکومت فشار راوړل، حکومت ناکام او د حقایقو او نیوکو دښمن او مخالف ښودل، امتیار تر لاسه کول او تر ټولو مهمه د سولې روانه پروسه زیانمنول بللی شو؛ څو د سولې له پروسې سره یوځای کېدونکي لوړپوړي طالبان له نا امنۍ او ځاني امنیتي ګواښونو ووېروي او ورته وښيي، چې ستاسو سره هم همداسې کېدونکي دي.

    د پای خبره مې دا ده، چې :

    هر کله، چې کومه سیاسي څېره ووژل شي حکومت ملامت او پړ بلل کېږي. سمه ده، چې حکومت د وګړو د امنیت مسوولیت لري، خو په هره استخباراتي او پېچلې قضیه او چاره کې د حکومت ملامتول خپلې پښې په تبر وهل او دښمن ته برائت ورکول دي.
    یعنې زموږ فکر ولې باید دومره لنډ شي، چې اصلي عوامل هېر کړو او یو کس؛ هغه هم ولسمشر غني له ګرېوانه ونیسو یا یې ملامت کړو، چې ګواګې دی دومره کوچنی شوی، چې یوه وړه مهره دې له مخې لري کړي یا د د ترور طرحه ورته جوړه کړي؟

    که اشرف غني دا کار کولای، نو ډېر نور سخت دریځه کسان او پردیو پورې تړلې څېرې اوس هم خلاصې تڼۍ کابل او د افغانستان نورو ولایتونو کې ګرځي، پر افغان حکومت ډول ډول، توندې او غیرمستندې نیوکې کوي، خو بیا هم په آزاده ژوند کوي.
    نو که حکومت غوښتي وای، لومړی به یې د همدې څېرو کار ور یوې خوا ته کاوه، خو زما په اند نه غني دې کارونو ته وزګار دی او نه هم زموږ نورې ادارې.
    دا کار یوازې هغه څوک کوي، چې شومې موخې لري، له اصولي لارو خپل هدف ته نشي رسیدای او یا په سیاسي ډګر کې خپله ناکامي احساسوي، چې په دې کې ځینې مغرضې څېرې، تش په نوم سیاسي جریانونه او ورسره په خوا کې هېوادونه راتلای شي.

  2. کرزی یو خودخواه او په عین حال کې چاپلوس انسان دی. ده ته هیڅ شی مهم نه دي صرف په دې فکر کې دی چې ګوندي په چاپلوسیو به بیا شمال ټلواله پرې ورحیمږي او دی به تش په نومه مشر کړي

  3. متآسفانه د کرزی هدف هیڅ وخت هم د بیان آزادی او د ژورنالیستانو نه حمایت نه دی او نه هم ستا هدف صلح او امنیت دی ، حداقل اشرف غنی وتوانیدی چه حزب اسلامی سیاست ته راوبولی او د طالبانو سره اوربند چلنج کړی .اوس هم ستا د دوو دورو په نسبت د طالبانو سره هم په سیاست او هم د مملکت په دفاع کی ډیر غښتلی ګامونه اخلی ، ستا هدف بل څه دی هغه د موجوده دولت او نظام تضعیفول دی :
    کرزی باید لمړی د خپل ددو دورو ریاست د فساد په هکله چه یو سهامی شرکت یی جوړ کړی ؤ د عامه شتمنیو او بیت المال د لوټـولو په هکله ملت ته حساب ورکړی بیا دی دسیاست خبری وکړی . د کرزی دواړه دوری د افغانستان د تاریخ مفسد ترینه حکومت داری بلکه نه حکومت داری ، یو سهامی بد نامه شرکت ؤ .
    نور ابعاد د فساد خو پریږده یوازی دی د کندهار د عینو مینی د شهرک ، کابل بانک او هغه شهرکونو په هکله چه دولتی ځمکی یی په لیلام نرخ خپلو وروڼو، کریم خلیلی او مارشال فهیم او ….. ته په خپل فاسد فرمانونو ورکړل شوی د افغانستان ملت ته درست ځواب ورکړی .
    دکومه وخته چه اشرف غنی رئیس جمهور شوی کرزی متآسفانه د اشرف غنی علمیت ، تجربه ، درایت او سیاسی بصیرت په ملی منطقوی او جهانی سطحه د یوه پیژندل شوی رهبر په توګه نه شی زغملی ، نو خلاف د ملی منافعو او مصالحو یی مذبوحانه منفی شرمیدلی رقابت شروع کړی ، چه په هره مرحله کښی مات شوی ، د اشرف غنی باید شاګردی قبوله کړی . متآسفانه دافغانستان دیوه منتخب رئیس جمهور، د دولت او نظام د تخریب ته دی ماته ملا تړلی ، ملی نفاق ته لمن وهی او بعضی سیاسون د نظام تخریب خواته تشویقوی .
    انشاء لله وخت به راشی ددی ټـولو کږو قدمونو او فساد ( سیاسی ، مالی ،اداری ) قیمت به ضرور پری کوی .

  4. جناب حامد کرزي د افغانستان پخوانی ولسمشر ته باید ورپه یاد شي چې دا د ترور لړۍ نن نه ، بلکه ستاسو په وخت کې هم روانه وه .
    ستاسو ورور احمدولي کرزي ، د تره زوي حشمت الله کرزی ، د جمعیت ډلې مشر برهان الدین رباني ، د شورای نظار قوماندان داوود ، د وطن ګوند مشر عبدالجبار قهرمان ، د کندهار زړور امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ، جنرال کاروان ، جنرال زړور زاهد چا شهیدان کړل؟
    ستاسو څرګندونې د ملي وحدت او د افغانستان د زړور او اتل پوځ د بدنامولو سبب کیږي. هیله ده لومړی خپلې څرګندونې لومړی ولیکئ ، ښه فکر ورباندې وکړئ او بیا له کوم ښه سیاسي مشاور سره مشوره وکړئ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *