د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلو د اعلانیدو سره سم په هیواد کې سیاسي کړکیچ لا هم ډیر سو، د پلازمینې په دولتي ماڼیو او پر لویو لارو د ولسمشر کرزي انځورونه وشکیدل او پر ځای یې د عبدالله انځورونه ځوړنده سول. موږ په خپل ژوند کې کله چې په ښه او بد پوه سو د مور او پلار له خوا لومړنۍ زدکړه او نصیحت د غوره اخلاقو وي، هر هغه کړنه چې د شرم او سر ټیټي باعث کیږي په کلکه ډډه ځني کوو، خو افسوس چې زموږ مشر حامد کرزي او د شمالي ټلوالې یو څو لنډغرو تل موږ نړیوالو ته شرمولي یو، په هیواد کې روان سیاسي کړکیچ ټوله نړۍ موږ ته متوجه کړې ده او په دې کې هیڅ شکه نسته چې هغو ته زموږ سیاسي اخلاق، ټولنیز اخلاق او تمدن به تر سوال لاندې وي.
په بیلابیلو وختونو او بیلابیلو موضوګانو کې په هیواد کې یو شمیر خلکو ولسمشر کرزي ته د بابا او د اتل خطاب کړی، کله چې د نوموړي خبرې د خپلو وزیرانو، والیانو او د لویې جرګې د استازو له لوري نه وي منل سوې او یا کوم بل توهین ورته سوې وي نو یو شمیر افغانان په کور کې ناست د ټولنیزو رسنیو له خوا چغې کې چې ته بابا یې ته اتل یې هیڅ څوک تا نه سي سپکولی او بیا کله چې د نوموړي انځورونه تر پښو لاندې سي بیا یو شمیر خلک د نوموړي انځور په ټولنیو رسنیو کې پورته کړي او د ښاغلي صفتونه پیل کړي او بیا ورته د صبراو تحمل د پلار خطاب وکړي، نوموړي هیڅ کله په خپل توهین نه دی خفه سوی بلکه برعکس په خوشاله کیږي، ولس د دې شاهد دی چې په دا تیرو دیارلسو کالنو کې چې هر چا نوموړي ته سپکې سپورې ویلي دي بله ورځ هغه ته په دولت کې د پام وړ موقف ورکول سوی دی، هر هغه چا چې په لیلام کې یوه زړه کورتۍ اخیستې او د بېکارۍ له کبله د ټلویزونو پر پرده د سیاسي چارو د کارپوه په توګه را ښکاره سوی او ولسمشر کرزي ته یې سپکې سپورې ویلي بله ورځ د یوه لوړ دولتي پوسټ خاوند سوی دی. په هرحال دا خو د ښاغلي حامد کرزي طبیعت او عادت دی.
په هیواد کې نه یوازې نني تاوتریخوالي بلکه د دا تیرو دریالسو کالونو تاوتریخوالي او د پښتنو د رټلوعامل حامد کرزی دی، یو شمیر خلک بیا وایي چې دا ټولې لاسته راوړنۍ د حامد کرزي له برکته دي، حال دا چې دا حقیقت نه دی ځکه چې د نوموړي د کورنیو د چارو وزير په خپله اعتراف کوي چې دوی په یوازې سر په هیواد کې دوه ورځې امنیت هم نه سي ټینګولی نو دا یې د دریالسو کالونو نظامي لاتسه راوړنې.
او یا که په هیواد کې یوه دوه سړکه جوړ سوي وي هغه هیڅ د بحث وړ نه دي هغه امریکایي پیسې وې او که د حامد کرزي پر ځای هر بل څوک ناست وای دا یو دوه سړکه به جوړیدل زه ډاډمن یم چې تر دې به ښه او ډیر کار سوی وای، نو دا لاسته راوړنه ده؟
او بل که په هیواد کې د لوړو منزلو ودانۍ جوړې سوي دي، دا هم شخصي پانګه ده، اوهغه شخصي پانګه چې پیسې یې د حکومت له خزانې څخه غلا سوي دي او دا کار هم د ښاغلي کرزي له برکته سوی، نو دا لاسته راوړنه ده؟
په هیواد کې د تعصب کچه دومره لوړول چې پرونۍ سقاو نن د افغانستان نوم په ډاګه ردوي او وایې چې نه دا هیواد افغانستان دی او نه موږ افغانان یو بلکه دا نه ده مالومه چې تاسو پښتانه دې ستر خراسان ته له کومه راغلی، دا د کرزي لاسته راوړه ده؟
د ۱۳۹۳ د ولسمشریزو ټاکنو وړاندې لا ښاغلي حامد کرزي د نني سیاسي کړکیچ د خطرناکې لوبې نقشه و کښله، د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې عبدالله د ۴۳٪ رایو ګټل او هغه ته دا هیله ورکول چې ګواکې په دویم پړاو کې بریا د نوموړي ده، هغه ته دا ذهنیت ورکول چې د ۲۰۰۹ ټاکنو کې د نوموړي دویم راتګ هغه هم په داسې حال کې چې حامد کرزی برحاله ولسمشر، بې شماره پیسې، د مارشال فهیم د کرزي تر څنګ دریدل (مانا د عبدالله په سلګونه زره رایې فهیم ته تلل او په بعضو مواردو کې د فهیم لخوا د عبدالله رټل)، په ټول هیواد کې د هزارګانو د حامد کرزي سره دریدل او بیا هم ښاغلي حامد کرزي ۵۰ جمع یو پوره نه کړل، نو دا ځل چې د نوموړي سیال نه برحاله ولسمشر دی، نه هغومره پراخ امکانات لري، نه فهیم ورسره دی او نه هزارګان نو ښکاره خبره ده چې ګټونکی به عبدالله وي.
عبدالله دغه ټولو ټکو ته په کتو د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته بې له کوم جنجاله ولاړ. که څه هم تر ټاکنو وړاندې د افغانستان د اساسي قانون او ټاکنو د کمیسون سره سم باید هر نوماند د کمیسون ټول شرائط ومني او یاد کمیسون د یوه خپلواک او پریکړه کوونکي کمیسون په توګه وپیژني او په راتلونکې کې د یاد کمیسون لخوا د هر ډول پریکړې او د پایلو د اعلانولو هرکلی وکړي، لاکن د ټاکنو په ورځ عبدالله ته د خپلو ناظرینو لخوا د ورکړل سوي راپور له مخې عبدالله ټاکنې بایللې وې خو د ولسمشر کرزي لخوا نوموړي ته د دعوو او کړکیچ زیږولو زمینه مسایده سوه.
حامد کرزی نه یوازې دا چې د څو لسیزو پخوانۍ ډیپلوماسي او سیاست کوي بلکه یو ډیر ځان غوښتونکی (خود خوا) انسان دی، نوموړی دا فکر کوي چې ګواکې دی یو جادوګر دی او په خپل هنر چې هر څه وغواړي کولی یې سي لاکن داسې نه ده، دی یو انسان دی نه خدای چې ده نقشه کړې وي هغه به هرومرو عملي کیږي.
نوموړی خپل هر هنر وکاروۍ لاکن داسې کومه لاره یې و نه موندله چې نوموړی دې په قدرت کې پاتې سي، خو د کړکیچ او ستونزې رامنځته کولو توان یې په ځان کې لیدۍ. دی ډاډمن و چې که چیرې ډاکټر اشرف غني احمدزی د هیواد ولسمشر سي نو د نوموړي د خوی او خاصیته مالومه ده چې کم تر کمه به تر کرزي قاطع وي او قاطیت او یو قوي نظام به د تیرو دیارلسو کالونو ضعیفه، فاسده او بې ارادې نظام په هکله زرګونه پوښتنې وزیږوي او ښکاره خبره ده چې دا پوښتنې به ښاغلي کرزي ته مواجع کیږي، او له دې سره به نوموړي ته نه یوازې د یوه مشر په سترګه و نه کتل سي بلکه د ده لاره و ارګ ته به د تل لپاره وتړل سي.
او بله ویره چې هم هغه د نوموړي د ځان غوښتنې (خود خواهي) زیږنده ده دوراني توب او کندهاريتوب دی، له نوموړي سره دا ویر ده که چیرې غني راسي نو تر یو حده به له ده څخه غښتلی مشر وي او دا کار به د کندهار او دورانیانو پر هیواد تل پاتې واکمنۍ ته د پای ټکۍ کښیږدي. نو له دې کبله د ټاکنو د دویم پړاو په پیل کې نوموړي د پښتنو لویه غلجي میشته سیمه (لویه پکتیا) تر سوال لاندې راوسته، او عقلیتونو ته یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دا وویل چې ګوره موږ دورانیانو تل د عقلیتونو لاس نیولی او د دوی په ژبه له دوی سره ږغیدلي یو لاکن هر وار چې تاسو له غلجیو سره مخ سوي یاست پرتاسو یې وار کړی دی.( بلیګې یې له میرویس نیکه څخه را نیولې بیا تر ترکي او ملاعمره پورې)
د ټاکنو د پایلو د نه منلو هغه ټکي چې کرزي عبدالله ته ور په ګوته کړې هیواد یې له هر ډول سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ کړ، د ښاغلي دا څرګندونې چې هیڅ ډول بحران نه منځته کیږي خپله دا دلالت کوي چې د لوبي اصلي لوبغاړی پخپله نوموړی دی. بحران خو طبعي خبره د ده لپاره نه را منځته کیږي ځکه چې دی پر خپل پلان کار کوي لاکن د افغان ولس لپاره بحران را منځته سوی دی، کاروبارونه په ټپ و دریدل، د په مالیه وزارت کې یوه افغانۍ نسته، د هیواد ټول پوهنتونونه وتړل سول، په سړکانو کې خیمې ووهل سوې، دولتي چارواکي په دفترو کې د مصروفیت د نه لرو له کبله په کورو کې ناست دي نو دا ښاغلې بحران وایې څه ته؟
د عبدالله لخوا د ټاکنو د پایلو نه منلو ته تر ټولو مخکې کرزي هرکلۍ وویل، ځکه خو د ټاکنو د کمیسون کاغذان د کرزي د مرستیالانو پر میزو باد ښورول او بیا نوموړي په ډیر مهارت سره د غني ټول واک په خپل لاس کې واخیست آن تر دې ځایه چې یونس قانوني اشرف غني ته وایي چې که چیرې نوموړي ته د ضیاءمسعود موقوف ورکړل سي نو نوموړی به ډیر ژر هر څه کنټرول کړي او د غني پر حکومت به هیڅ ډول نیوکه نه وي، دې غوښتنې ته د ښاغلي غني ځواب دا و چې قانوني دې له کرزي سره په دې هکله خبره وکړي. د ستونزو یو عامل د غني خپل ټول واک کرزي ته ورکول هم دی، نوموړی باید هغه د انګریزانو د متل سره سم چې وایي رامخته سه او خپله رهبري پخپله پر مخ بوځه.
(Come to the front and take the lead)
له دې ستونزو د زیږولو سره سم ښاغلي حامد کرزي څو څو ځله په ارګ کې په خپل مشرتوب غني او عبدالله سره کښنیول، حال دا چې ټاکنې وسوې، د ټاکنو کمیسون باید یو خپلواک کمیسون وای او د پایول د اعلان سره سم نوی حکومت راغلی وای او عبدالله ته هیڅ ډول اجازه نه وای ورکول سوې چې دا ډول څرګندونې وکړي.
د تیرې جمعې په ورځ د کرزي له پلان سره سم غني او عبدالله د یوناما په مرکزي دفتر کې باید پینځه څلویښت دقیقې دوه په دوه خبرې کړې وای لاکن د دوي دوه کسیزژې جرګې درې نیم ساعته وخت و نیو، ښایي دواړه نوماندان ستونزو ته د حل یوه چوکاټ ته ننوتلي وو او ممکن د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو مخکې یوه تفاهم ته ریسدلي وای، د دواړو نوماندانو د ټیمونو تر منځ هم لیدنې کتنې پیل سوې وې او آن د ټاکنو کمیسون هم په وار وار وویل چې د عبدالله ناظرین بیرته د رایې شمیرنې پروسي ته راغلل دا په دې مانا نه ده چې ګواکې غني به له عبدالله سره خامخا مصلحتي حکومت جوړولی، ښاغلی غني مخکې له دې چې له عبدالله سره یوه تفاهم ته ورسیږي د ټاکنو د پایلو د ځنډولو غوښتنه کړې وه، لاکن د دواړه خواوو د خبرو په جریان کې د ټاکنو کمیسون د حامد کرزي په غوښتنه د ټاکنو پایلې اعلان کړې. د علان سره سم عبدالله له عادت او مجبوریته مجبور په مطبوعاتي کانفرنس کې د موازي حکومت ناندریو په ویلو خپل پاتې حیثیت هم له لاسه ورکړ. که مطبوعاتي کانفرنس ته ځیر سو نو د ښاغلي ټولې نیوکې، ګیلې او تورونه پر کرزی ول نه پر غني. څرنګه چې عبدالله په خپل ټیم کې ټول هغه کسان ټول کړي کوم چې د نظام او ولس له خوا رټل سوي دي، نو طبعي خبره ده چې له عقدو ډک او بې چته خلک چې هیڅ څوګ به هم بیا خپله غیږه ورته خلاصه نه کړي عبدالله یې دې ته اړ کړ چې دا ډول بې منطقه او له اخلاق څخه ولیدلې څرګندونې وکړي.
که چیرې عبدالله په روان کړکیچ کې خپل پاتې حیثیت هم لاسه ورکړ نو غني ته هم زیان اوښتی، دغني چپتیا، د غني خپل واک کرزي ته سپارل، د کرزي لخوا پر غني روحي فشار راوستل د نوموړي پر راتلونکي پينځه کلن حکومت ستره منفي اغیزه لرلی سي. حالاتو ته په کتو د کرزي لخوا د روان سیاسي کړکیچ د رامنځته کولو دوه هدفه کیدی سي، لومړي دا چې یا به کرزی اوس هم د موقعته ادارې په هلکه فکر او کار کوي او یا که چیري غني ته د یوه منتخب ولسمشر په توګه واک وهم سپاري نو غني باید له وړاندې لا د یوه ډیر ضعیف او تر فشار لاندې مشر په توګه خپل دفتر ته ننوځي تر څو چې په راتلونکې پينځه کالو کې نوموړی پر هر ګام د کرزي د مشورې محتاجه وي او په ولس کې تر کرزي د ښه مشر په توګه و نه پیژندل سي. کرزی غواړي چې خپله خو باید له دفتره په داسي حالت کې ووځي چې ولس یې په غاړه کې د ګلانو امیل واچوي او په اوښکو یې بدرګه کي لاکن د نوموړي ځای ناستی باید په ډیره بې ابۍ او بد حالت کې ارګ ته ننوځي.
د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله…
————————
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
ګرانه وروره ته اظهار کوی چی داټول دکرزی کارونه دی خودابه زه درسره ومنم خودا درته وایم چی دا هرڅه چی دی دا ددی رسننیو ثمره بولم سمه خبره نه شی کولای حق نه شی بیانولای یو پله خو مو افغانستان پرپښتو او پارسی تقسیم کړ او اوس غواړی چی بل درځ د دورانی او غلجی هم ور په ګوته کړی ای درز اچونکو انسانانو ددی درپدره افغانستان سه څه غواړی او تر کومه وخته یی ټوټه کوی تر کومه وخته تفریقی پکی اچوی خدای مو خراب کړه یوه پله پښتون ټوټه ټوټه دی اوس یی بیا دغلجی او درانی په نامه یی ټوټه کوی ډیر ښه فکر مودی دافغانستان دوستانو یاست
de khoashinai zay dai chi de Afghanistan siasi mubasirin pe siaa sat ne pohigi,balki har hagha sok chi shakhsi uqda lari, nu zaan te ijaazat war kawi chi siaasi tahlil wakri hagha hum daasi tahlil chi his mantiq ne lari aw likonkai domra na pohizhi chi khpala likana saranga paay te wara sawi. aws yew sok bayed de di shagali likana tahlil aw terjuma kri.
آزاد صاحب ! سل په سله کي دي ټول هغه واقعیتونه بیان کړي دي چي باید بیان شي ، ستاسو سره په تایید کرزي صاحب او آن ټول نظام تر ۲۰۱۰ کال پوري ټول اداري صلاحیت ، د بیارغوني صلاحیت ، د عملیاتو صلاحیت . د مقرريو صلاحت د خارجیانو په لاس کي ورکړل سوی وو او دوی د یوه ملازم د مقرري صلاحیت هم نه درلود او یو ډالری یی هم په خپله خوښه نه شو مصروف کولی ښه مثال یی يوسایډي د پروژو دی خو چه ددوی ګټه به پکښی وه نو بیا خیر او خیرت وو ، که یی صلاحیت درلودی نو یو اساسی کار خو به یی کړی وو، په کندهار د دهلي بند چي په ډیر لږمصرف او فنډ یی هم درلود ترمیم کړی وو اما ټول کارونه موقتی وو اودي ، چه په ډیزلو کي د والی صاحب ونډه نه وي نو برق څلور میاشتي هم ندی ضروري هغه نا چیزه فابریکي چي لرو لکه د یخي جوړولو هغه دي هم سقوط وي ، او ۸۰ سلنه یی اداري فساد کي غرق کسان پر واک وو چه نتیجه یی هم په فساد کي د ښه لقب ګټل وو د افغانستان لپاره په ادري فساد کښۍ په لوړه درجه په نړیواله سطحه .د اتنخاباتو ټول کړکیج آن تر نن ورځي پوري که ټول نه وي نو زیاته اندازه یی د ښاغلی کرزي صاحب لاس دی . ځکه په اوسنیو ورځو یی د خپلو څرګندونو او مرکي څخه په واضحه توګه ښکاره شوه ، او هغه وړاند وینه چي یی د انتخابات مخکي کړي وه پر ځای وه ، د تعصب په لحاظ که وګورو د کندهار د ولایتي شورا په دفتر کي د مار آغا انځور هم شته او پر دیوالونو یی ځوړند دی خو د میرویس خان نیکه انځور په ټول کندهار په رسمي او غیر رسمي ادارو کي په ذره بین هم نه لیدل کیږي او میر ویس خان نیکه هغه څوک دی چي د معاصر افغانستان تهداب ایښودونکی دی . د کندهار د میرویس روغتون نوم یی په چینایی شفاخانه بدل کړی دی ، د سورایا جامع جومات یی په ( سره جامه ) سره نومولی دی ، د میرویس خان نیکه په نوم یوه ښوونځی ده چي د ښوونځی د احاطي دیوال ته یی زیړ رنګ ورکړی دی او په زیړ مکتب یی مشهور کړی دی ، په ټول کندهار کي وګوره چه په هر ځای او هر دولتي پوست به پوپلزی کرزی ناست وي که واسطه ونلري یا د ګل اغا شیرزي یا حامد کرزي پوپلزری نور نو مسلمانی ؟؟ افغانیت خو بالکل نلری ، اما د انسانیت په هکله یی د کرزیانو او شیرزیانو اختلاف دی.