تاند – د افغانستان ولسمشر  حامد کرزي یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې له روژې وروسته به د اختر په پنځمه واک نوي منتخب ولسمشر ته سپاري.

دا خبره حامد کرزي د جمعې په ورځ د بدخشان له یو شمیر قومي مشرانو سره د کتنې پر مهال وکړه او له دې سره یې هغه اوازې رد کړې چې په کابل کې تیره اونۍ خپرې شوې وې چې د ارګ چارواکو له عبدالله عبدالله سره موافقه کړې ده چې د دوو کلونو په مخه یو موقت حکومت جوړ کړي.

حامد کرزي د جمعې د ورځې د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهره چې ارګ ته یې نژدې په پشتونستان چوک کې وکړه وستایله او ویې ویل چې دا د ډیموکراسۍ قوت ښیي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وار له مخه ویلي دي چې دا انتخابات دوی ته د منلو نه دي او د جمعې په ورځ په کابل کې د مظاهرې پر مهال د عبدالله نژدې ملاتړي امر الله صالح وویل: « ارګ باید به عبدالله عبدالله خالي شود» خو بل لور ته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې  د عبدالله عبدالله پر غوښتنو یې غور کړی دی او هغو ته یې ځوابونه ورکړې دي، نو هیله ده چې دی د انتخاباتو له بهر سره یو ځای شي.  د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورو محمد نور یو ځل بیا دا خبره وکړه رسنیو ته وکړه چې نتیجې به له مهالویش سره سمې اعلان شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم دور ابتدایي نتیجې د چهارشنبه په ورځ اعلان شي او بیا څه باندې دوې اونۍ وروسته د وروستیو رسمي نتیجو اعلان وشي.

6 thoughts on “کرزی: ارګ به د اختر په پنځمه سپارم”
  1. امرالله چرس وهلی چې داسې د ګل مرجان په شان احمقانه خوبونه ویني. ارګ د امرالله صالح یا د هغهّ د شوراې نظار قرارګاه نه دی چې هر چرسي، وطن پلورنکی اوبیسواده پکې حکومت وکړي. زه د امرالله حماقت ته حیران یم او ډیر شرمیږم چې څنګه داسې یو خر، بیعقله او کودن سړی په افغانستان کې د امنیت دولتې ریس وو. خدای دې په دې وطن ورحمیږي.

  2. د ښاغلی کرزی ناکامی هم همدا ده چی د ده د واکمنی په دوره کی داسی احمق کسان د چارو واکداران ول. یواځی امرالله صالح هم نه دی ، خپله عبدالله چی د ديپلوماسی په الف او ب هم نه پوهیږی خو پنځه کاله د داسی یو مهم وزارت سرنوشت د ده له خوا تعیین کیده اوتر نن پوری یی بړیڅو د افغانستان ټولی سیاسی او قونسلی نمایندګی په خپل واک کی ساتلی دی . د دوی له نظره دا دوی میراثی حق دی او کله چی پښتانه د دوی میراثی دفترونو ته ورځی کارونه یی په یو او بل نوم نه اجراکوی اوسل بانی ورته جوړوی. زما یو دوست راته وویل کله چی په مادرید کی د افغانستان سفارت ته د پاسپورت داخیستلو لپاره ولاړم ، د وحدت په نوم د دولت مسوول راته وویل چی ته ولی په دری نه پوهیږی نوبنا ته به د پاکستان یی. ما چی ورته وویل چی ته ولی په پښتو نه پوهیږی نو له ډیره قهره یی له سفارت نه وویستم او پاسپورت یی رانه کړ.
    په هالند کی د افغانستان سفارت همداسی مثال لری . د سفارت له لوحی نه نیولی تر قونسله ، پیاده او محلی کارمند د اوراقو لیکل ټول په دری ژبه دی او چا چی دری روانه نه وی زده تری سل پوښتنی کیږی. د یوه کوچنی کار لپاره دومره بانی در ته جوړی کړی چی له سفارته څه چی د افغانستان له هیواده دی زړه تور کړی.
    د کرزی د کورنی او باندینی سیاست د ضعف له امله نن ګیدړی او شغالان د افغانستان د زړور خلکو په بامونو چکری وهی . د افغانستان تاریخ ته درناوی نه کوی له هغه منکر دی. د امرالله صالح په شان د امنیت یو پخوانی چارواکی نن هم د امنیت لوی ریاست اداره کوی او ټول اسرار یی د کورنیو او باندینیو دښمنانو په لاس کی ورکول کیږی خو د پوښتنی یی څوک نشته. هغه علنا د یوی وینی تویونکی کودتا اعلان کوی خود کرزی حکومت د فیل په غوږ کی ویده دی.

  3. زه کرزي ته حيران يم چې هغوی له یو سره ورته کنځا کوی او دئ په خندا د هغوی غير قانوني حرکتونه د ستاینې وړ اود دموکراسۍ مظهر ګڼي ، کرزي ته دومره وایم چې ستا په دوه دورو ولسمشرۍ کې دې زمونږ بیړه د دې بدماشانو لپاره غرقه کړه خو هیڅ ځای ېې ونه نيو ، وګورو چې ستا نا صالح دوستان به نور څومره وفادار وي

  4. د روژې د احترام په خاطر
    امر الله خان خوب ويني او يا غواړي چې د ړندو په ډلې له خپل ځان يو تيوريسن جوړ کړي ډير په زور اوزير باندې غږيږي زموږ ولس مشر بيا په بشپړه محافظه کاري کې چې ټول پښتانه يي د سترو لانجو سره مخامخ کړل نه ېې د ملت بهرنۍ چارې راسمې کړي او نه کورنى دوه لسيزې دى د شورواى نظار له شلومبو را ونه ووت اوس ورته ددموکرسۍ قوت تعريفوي چې دا له کوم حقوقي قاموس څخه را پيدا شو؟
    خو داصلاحاتو او هم پالنې نوم له دې تعريف سره هېڅ جوړ نه راځي او بيا د اصلاحاتو او هم پالنې مدغيان ولې د ملت په اراده باندې مظاهره وکړي او هغه هم مخکې له اجله
    ښا غلى ولس مشره ګل مرجان ېې نه مني خو ته دا لاندې مطالب ومنه
    دولت د٣ شيانو نوم دى (علم،شرافت،او عبادت
    د الله ج رحمت له درې خبرو څخه حاصليږي د ګناه پريښودل،ډير شکر ويستل اوعبادت ته اهميت ورکول
    (ددرې خبرو نتايج درې دي دسکوت نتيجه سلامت، دتقوى نتيجه عظمت،او د خدمت نتيجه سرداري او سيادت
    په پاى کې زموږ پوښتنه داده چې دمحقق ا و محمود کرزي کومه پوهه اودرايت په دموکراسي کې د منلو وړ ده؟

  5. عامیانه متل ! دوه قچ سره جنګ وو پښی دمیږی بیچارهګی ماتی شوی ننوګوری هر څومره چه دانتخاباتو پا یلی څنډیږی هغومره خوار غریب ولس زوریږی څوک چه دملت په دردړ اوغم کی څان خوشال بولی هغه افغان نده بلکه پنجابی ور باندی شرف لری .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *