ښايي دغه رامنځته شوی کړکیچن حالت نور هم پسې تریخ شي، ځکه تر اوسه لا یوه لوري پړي شکولي او پر وچه تشه ځمکه یې د غوبل کولو لوبې پیل کړي دي. هغه بل لوری د نتایجو په تمه ناست دی، قانون ته درناوی لري او د هیواد د ارزښتونو قدر کوي، تر څو دا هیواد په رښتیا هم د بحران خواته لاړ نشي. ګنې نو ویرجن او نه بخښونکی حالت هم څه لېرې نه دی.
یو لوری خو هغه ده په ښکاره دا حالت غواړي او که بل لوري هم خپلې پایڅې بډ وهلې، بیا یې نو کنټرول ناشونی دی.
خیر خو، الله دې دغسې حالت بیا په افغانستان کې نه پېښوي.
سړی نور څه نه ځوروي، په شته قانون کې د قانون په چوکاټ کې اوسیدونکي خلک بې قانوني کوي، په شته امنیتي ځواکونو او د غټ سم دم ولسمشر په لرلو کې بیا هم افغانان د داسې خلکو د زور خبرو، ښکنځلو، خرابیو، سپکاویو او ګواښمنو شعارونو شاهدان دي، چې تر اوسه پورې هم دولت خوري او هم بیرته دولت او قانون ته ګواښیږي.
د ولسمشر اوسنی دریځ راته پاک نه بریښي، خلک نږدې دي، چې یو د بل ګریوانونو ته لاسونه ور واچوي، یو بل وټکوي، وپرځوي او خدای مه کړه یو د بل وینې توی کړي، خو هغه دننه په ارګ کې په دې تمه دی، چې ودریږه، نور څه کیږي.
ماته خو کټ مټ همغه د ملا کیسه بریښي، چې دوه تنه یې په غیږه وروستلي ول او …….
له دغه وضعیت نه خو همدغسې څرګندیږي، چې کرزی ارګ نه پریږدي. که څه هم لوبه په ناڅاپي ډول رامنځته شوه او ډیر ژر یې د توقعاتو او اټکلونو رنګ بدل کړ، خو ماته یوه پلان شوې لوبه ښکاري، چې په غیر مستقیم ډول د دریم لوري لخوا د دغو دواړو نوماندانو تر منځ مطرح شوه.
دا ځل زه ډیر ګمان کوم، چې کرزی د یو نوماند پلوي هم نه کوي، هغه دا ځل د ځان پلوی دی او هغه ته په ارګ کې د پاتې کېدو او بقا وسوسې او خیالات پر باور او حقیقت باندې د بدلیدو وړ ګرځي. دا سمه ده چې کرزی ښه سړی دی، د زور او تشدد مخالف دی او نه غواړي چې د هېواد نیم ژوانده دیموکراسي له منځه یوسي او یا په زور باندې د ارګ څوکۍ ټینګه کړي. له همدې امله خو ده، چې جناب کرزی د ځان لپاره یوه مشروعه او د خلکو په رضایت سره داسې لاره لټوي، چې که له ناچارۍ یې هم خلک ومني او د هغه موده په همدې پلمه اوږده شي، نو هغه به یې په دواړو سترګو ومني او له خلکو نه به ډیر خوشحاله هم شي.
پوښتنه دا ده چې د کرزي دا طرحه څومره رښتیا ده او په کوم اساس باید د منلو وي؟
تر ټولو لومړی باید هغه مهم ټکي ته اشاره وشي، چې له انتخاباتو ډیره موده وړاندې یې تدبیر ونیول شو او بلاخر هغه کار هم تر سره شو. هغه مهم ټکی دا و، چې له ټاکنیزې پروسې باید بهرنیان وویستل شي، چې همغسې وشول، البته په دې کار کې د ګاونډیو هیوادونو فرمایشونه هم لېرې نه بولم. ولسمشر یو څو احساساتي خبرې وکړې، امریکا يې د افغانستان په جګړه کې تورن کړ او بلاخره یې خلک په دې راضي کړل، چې که د ټاکنو پروسه افغانیزه شي، نو پخپله افغانان هم کولی شي چې دا کار په ښه توګه تر سره کړي.
په دې کې رښتیا هم شک نه شته، چې کولی یې شي، خو اصلي خبره دا ده، چې د دوی پریکړه به بیا څوک ومني؟ آیا دې ته هم چا پام کړی؟ که چیرې د افغانانو تر منځ اعتبار موجود وای، بیا نو په دومره غټ شمېر کې بهرنیو ځواکونو ته دلته څه اړتیا وه، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه زموږ د افغانانو د کرارولو لپاره راغلي دي.
بل مهم ټکی دا دی، ډیرو مطرحو او جګپوړو کسانو چې د دغو دوو نوماندانو سره د کمپاین پر مهال ایتلافونه وکړل، دوی پخپله خوښه دا کار نه دی کړی، ځکه داسې ایتلافي ترکیب په خپلسرۍ یا انفرادي توګه نشي کیدلی، که چیرې وشي، نو بیخي ډیر وخت به ونیسي او هغه هم بیا په دغسې بڼه چې له مخکې نه یې هیڅ اټکل هم نشي کیدی.
که یې د اوسنۍ اوضاع له مخې ووایوو، که یې د کرزي د چوپتیا له مخې ووایوو او یا که یې له نورو اړخونو څخه وګورو، نو پرته له رهبري شوي ترکیب څخه بل څه نه تر سترګو کیږي او دا رهبري زما په اغلب ګمان پخپله د ولسمشر کرزي وه، چې په ځانګړي ډول یې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ورباندې پیاوړی کړ. دا کیدلی شوی، چې د تحول او تداوم ټیم سره یې یو ځای کړي وای، خو هلته یې نتیجه ځکه نه ورکوله، چې هلته مصلحت نه منل کیږي او بل دا چې د ټاکنو پایلې که د هر چا په ګټه اعلان شي نو هغه ټیم یې منلو ته حاضر دی او هغه ده، چې د واک څوکۍ به د کرزي له لاسه ووځي او ګمان نه کوم، چې کرزی په اسانۍ سره واک پریږدي.
کرزی په دې پوهیده، چې عبدالله د ده لپاره ګټوره وسیله جوړیدای شي، یعنې د هغه دا اوسنۍ مرورتیا او له هر څه نه انکار، دا ټول د عبدالله د نږدې ایتلافیانو مشورې دي، چې د اصلاحاتو او همپالنې د مشر په عنوان یې مخکې کړی او په مصنوعي ګډوډۍ جوړولو سره، هغه حالت ته لاره هواروي، چې کرزی یې په واک کې د پاتې کیدو په تمه دی. البته په دغه موقف نیولو کې چې عبدالله نیولی دی، د پردیو استخباراتي کړیو لاس هم شته، چې د هغوی لپاره طلايي چانس دی او که یې دا حالت پخپل واک کې ونیو، بیا به یې څوک د مهارولو نه وي.
یو بل مهم ټکي ته هم اشاره کوم، هغه دا چې ولسمشر کرزي د ضیاالحق امرخېل استعفا ستايلی شي او د هغه دا کار د ملي منافعو د ساتلو لپاره ګټور ګام ګڼلی شي، نو آیا د عبدالله د ټیم بې قانونه کړنې نشي غندلی؟ آخر په دغې څوکۍ باندې ناست د څه لپاره دی؟ ولې یې سپي خوشې کړي او کاڼي یې تړلي دي؟ آیا قصداً نه غواړي او که یې زور نه رسیږي، که چیرې زور یې نه رسیږي ، نو د ملت په برخلیک باندې لوبې کوي؟
هغه د ټګ او ټګمار لوبه روانه ده، واټونه او څلور لاري یې بند کړي دي، د دولت له خزانې تمویلیږي، د دولت له موټرو او نورو تجهیزاتو څخه ګټه اخلي او بیرته بیا دولت ته سپکې سپورې وايي او کرزی تورنوي چې درغلي یې کړې ده.
نه پوهیږم، چې د کرزي خوله په کومه لومه تړلې، چې هیڅ ځواب نه لري. که چیرې کرزی په اوسني وضعیت کې خپل دریځ روښانه نه کړي، نو ولس ته به یې غټه دهوکه ورکړې وي، چې شاید هیڅ وخت هم ونه بخښل شي او دا به د ده وروستی او تر ټول لوی خیانت وي.