تاند: (ابوبکرجبارخېل)- افغان ولسمشر حامد کرزي چین ته د خپل سفر په دویمه ورځ ویلي چې راتلونکی افغان حکومت به له چین سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
ولسمشر کرزي د چین له نړیوالې راډیو پښتو څانګې سره په مرکه کې وویل چې د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې د راتلونکې لپاره ډیرې مهمې دي او د دغو اړیکو په لا پاللو او ټینګېدو کې به د افغانستان ګټې نغښتې وي.
کرزي وویل، چین له افغانستان سره یو دوست هېواد پاتې شوی او دوی هیڅکله هم داسې کار نه دی کړی او یا یې داسې تګلاره نه ده خپله کړې چې په هغې کې د افغانستان منفعت او خیر نه وي، او په وینا یې افغانان له چین سره په دې دوستۍ خوشحاله دي او مننه ورڅخه کوي.

هغه زیاتوي: (( دغه اړیکې به لا ټینګیږي او د راتلونکې لپاره به داسې اقدامات کوو چې د ژوند په ټولو اړخونو، په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګریزو چارو کې مو اړیکې لا پراخې شي.))
داراز ولسمشر چې پرون یاد شوي هېواد ته تللی په شانګهای کې د سیکا سازمان د څلورمې غونډې د جوړیدو په اړه وویل چې دغه کنفرانس د آسیایي هېوادونو د همکارۍ او د اقتصادي پراختیا او په ځانګړې توګه د امنیت لپاره ډېر مهم دی.
نوموړي څرګنده کړه چې ارزښت په دې کې دی چی چين د نړۍ یو ستر هېواد دی او غواړي له دې کنفرانس څخه د آسیا په ګټه یوه موثره وسیله جوړه کړي، داسې وسیله چې د هغې له لارې په آسیا کې نه یواځې دا چې سوله راشي، بلکې په آسیا کې امنیت هم ټینګښت ومومي او دا سیمه له خطرونو څخه خوندي شي.
هغه ډیره کړه: ((د دې کنفرانس هدف دا دی چې د امنیت د ټینګښت او له تروریزم سره پر مجادلې سربیره آسیا د اقتصادي پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي.))
ولسمشر په دې مرکه کې دغه راز ویلي چې وریښمو د لارې د بیا احیا لپاره افغان حکومت د چین د حکومت د وړاندیز ملاتړکوي او په خبره یې افغانستان په تېر کې د دغې لارې یو مهم مرکز او مهمه برخه وه، چې له دې لارې څخه به افغانستان ډیره ګټه واخلي او د دې لارې بیا احیا هم د چین، هم د سیمې او هم د افغانستان لپاره ګټوره ده.
د هغه په وینا افغان حکومت د یاد وړاندیز هرکلی کوي او پر دغه لاره د سوداګرۍ او ترانزیت غوښتنه هم کوي.
همدارانګه کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو هم رڼا واچوله او ویلي یې دي چې له امریکا سره داسې ښې اړیکې غواړي چې د دواړو لویو ګټې په نغښتې وي.
هغه وړاندې وویل: ((موږ له امریکا سره داسې اړیکې غواړو، چې افغانستان او افغنان په کې خوندي وي، ګټې یې خوندي وي، ژوند یې په کې خوندي وي او افغانستان ته تاوان ونه رسیږي او د افغانستان خلک په کې ونه ځورول شي. موږ یوه رڼه او شفافه رابطه غواړو، داسې رابطه چې هغه په افغانستان کې د افراطیت او د تروریزم د ورکېدو باعث شي او سیمه په کې آرامه شي.))