تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې چې لوېدیځو رسنیو احساساتي بللې، په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر شیوې نهیلي ښکاره کړې ده.

 حامد کرزي د امریکا یوې معتبرې ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده او په دې نوم په افغانستان کې د امریکا جنګ د افغانستان په ګټه نه و.

ده ویلي د زیات شمېر ملکیانو مرګ ژوبلو ورته دا پوښتنه پیدا کړې چې ایا دا جګړه په دې ارزېده.

1ولسمشر کرزي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي:«افغانان په داسي یوه جګړه کې وژل شوي چې زموږ نه وه.»

د ده په وینا دا جګړه، چې له ۱۲ کلونو راهیسي روانه ده، د امریکا او نورو لوېدیځوالو د ګټو لپاره ده.

ولسمشر حامد کرزي په دې مرکه کې، چې په دوو کلونو کې له یوې امریکايي ورځپاڼې سره د ده لومړنۍ مرکه ده، وویل، القاعده شبکه تر حقیقت زیاته یوې افسانې ته ورته ده او په دې نوم د امریکا له لوري اکثره نیول شوي کسان بې ګناه خلک دي.

ولسمشر کرزي واشنګټن پوسټ ته په دې اړه چې ولي پر امریکا پر له بسې او په ښکاره انتقادونه کوي، وویل:«بله وسله نه لرم چې ځواب پرې ووایم، بله وسیله هم نشته مګر دا چې په جار ووایم او دې مسلې ته د خلکو پام راواړوم. په بله ژبه زه مجبوره شوم چې نور ږغ پورته کړم.»

ده دا هم ویلي چې که یې انتقادونه نه کولی په بل ډول امریکايی پوځیانو د ملکي مرګ ژوبلو کمولو ته پام نه کاوه.

کرزي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریالانو ته ویلي چې د امریکا خلکو ته د ده ښې هیلې ورسوي خو«د امریکا حکومت ته زما غوسه ورسوئ، زما سخته غوسه.»

کرزي د واشنګټن پوسټ خبریالانو ته، چې د یکشنبې په ماښام یې له ده سره مرکه کوله، وویل چې پر امریکا یې د انتقاد او غوسې اصلي علت د ملکي تلفاتو مسله ده. هر کله چې ملکیان ووژل شي په غوسه شي.

7 thoughts on “کرزی: القاعده تر حقیقت زیاته افسانه ښکاري”
  1. که دا خبرې دې ۱۰ کاله مخکې کړې وای، نن به د افغانستان د معاصر تاریخ د اتل لقب ستا وای. خو له بده مرغه، چې ستا تر دې خبرو لاندې نور اسرار پټ دي او پدې شکل د بیوزلو او خوشباورو افغانانو خوله او سترګې له خپلو اعمالو بله خوا اړوې

  2. karzai khan saib, wos che de wakht poora sho aw bal chance de na shota no wos daa khabare kawe. daa 12 kaala wale ta pa de de na pohede? daa 12 kala de khula cherta wa? daa kooma nawe khabara kho na da che taa wos kashf kra. daa kho da lumrey wraze na malooma wa che alqaida ham yawa afsana da aw daa jagara ham da alqaida par khilaf na da.

  3. جناب محترم وعاليقدر كرزي صاحب .
    ازكفتار ومصاحبه إنجام شدني وفوتوي حيرت إنكليز شما در عقب ديوان رباست جمهوري معلوم ميكر دد كه نهايت سراً سميه وعصباني هستيد ،اكر جنين عصابانيت رأ (١٢ ))( سال قبل إنجام ميدادي محبوب ترين ريس جمهور بودي مكر أوس اوبه تر ورخه تيريدي فايده نكوي محبوبيت رأ جه مي كوني حتي مسؤوليتها رأ به خود ومعاونين وكروب مافيا ي ارك راجع ساختي.وفعلاء محبوبيت خود رأ إز دست داده أيد جرا به خا طريكه إز وطن وملت خود مر دانه وار دفاع نكردي،أين سروصدا هاي روزهاي أخريت جاي نميكيرد
    H -jalalzoy

  4. Kashki karzai dadi par zai waywli way chi Amrika wali da Pakistan Sarah chi terrorism himaya kawi jadi barkhord nakawi

  5. I agree with Mr. Zahid
    Mr.. Karzai tried many ways his term be extended but Mr. Obama told him he must go. He is actually angry on Mr. Obama because he did not agree with the extension of his term and helping his favorite candidate ( Zalmai Rasool). Any one of the 11 candidates who become next president will be much better than Mr. Karzai.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *