تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې مشورتي لویې جرګې ته وویل، که په امنیتي تړون کې د افغانانو امنیت او مصونیت ته ځواب ویل شوی وي نو تایید دې یې کړي.

کرزي د جرګې له برخوالو وغوښتل چې د افغانستان ملي ګټو ته په پام پرېکړه وکړي. د ده په وینا امنیتي تړون له امریکا سره تر ستراتیژیک تړون هم مهم دی ځکه چې دا یو کېدای شي پر افغانستان، سیمه او نړۍ اغېز وشیندي.

مشورتي لویه جرګه د شاوخوا دوه نیم زره استازو په ګډون پیل شوه او ممکن څلور ورځې دوام وکړي.

په دې موده کې به د جرګې برخوال له امریکا سره د افغانستان د دواه اړحیز امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي. په دې تړون کې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو د رول په هکله پرېکړه کېږي.

د جرګې د امنیت په خاطر له ولایتونو څخه کابل ښار ته د موټرو پر تګ بندیز لګول شوی او د ښار په اکثرو سیمو کې د موټرو تګ راتګ منع شوی دی.

کرزي مشورتي لویې جرګې ته وویل چې بارک اوباما ډاډ ورکړی چې له ۲۰۱۴ وروسته به پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان د افغانانو امنیت او مصونیت ته پام کوي.

ده همداراز وویل:په امنیتي تړون کې په دې ټینګار شوی چې امریکايي پوځیان به د تلاشۍ لپاره د افغانانو کورونو ته نه شي ننوتلی مګر دا چې خورا استثنايي شرایط وي او امریکايي پوځیان د مرګ له خطر سره مخامخ وي.

کرزي دا هم وویل چې د موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې به له ۲۰۱۴ وروسته پنځلس زره بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

د ده په وینا په بهرنیو پوځیانو کې به د یو شمېر اسلامي هیوادونو عسکر هم شامل وي.

کرزي په خپله وینا کې د جرګې برخوالو ته د ولسمشر بارک اوباما لیک هم ولوست.

په امنیتي موافقه کې ویل شوي چې امریکايي پوځیان به د جرم په صورت کې د امریکا له لوري محاکمه کېږي.

2 thoughts on “کرزی: امریکايي پوځیان به یوازې هغه وخت چې د مرګ له خطر سره مخامخ وي، تلاشي اخیستلی شي”
  1. هیله ده چې مشورتي لویه جرګه به د امنیتی تړون په لاسلیک مشوره ورکړی، دا د افغانستان او امریکا دواړو هیوادونو په ګټه ده

  2. دا به سوك فيصله كوي چي د مرگ خطر وو او كنه هلته به هم خپل غلامان وتاكي اسانه ده ورته ولي چي ايمانونه د افغانانو هسي هم په لس دالر خرسيژي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *