کرزی چې کله کابل ته داخلېده، د ملګرو ملتونو لخوا ورته سپارښتنه وشوه چې په کابل کې شمالي ایتلاف حاکم دی، ته له یوه قوي ځواک پرته هلته ګوزاره نشې کولای، ته باید د کندهار، جنوب او شرق شپږ زره تنه ګارد ولرې، چې ستا ساتنه او په نظام کې د موازنې ساتنه وکړې. حقیقت دا دی چې که کرزي دا کار کړی وای، په ۲۰۱۴ کې به یې د لویې جرګې په خیمه کې د عکس هغه رنګ سپکاوی نه کېده.

کرزي له شمال ایتلاف سره د خپلې بې پایه مینې په پاس د ملګرو ملتونو دا معقول او پر ځای کار په شدت رد کړ.
دا هغه پرېکړه وه چې کرزی یې د شمال ایتلاف په عمري غلامۍ کښېیوست. که کرزي دغه یو کار نه وای کړی اوس به شپږ زره کورنۍ په کابل کې بسیا وای، شپږ زره ځوانان به د امنیتي ځواک د ملاتیر وای، شپږ زره طالبان به پاکستان ته نه کوچېدلای، شپږ زره دولتي پوسټونه به ډک وای. دا لومړی او اساسي چانس و چې د کرزي له لاسه پښتنو له لاسه ورکړ.

وروسته بیا دغه کیسه سلسله شوه. هره ورځ ټلوالې ته امتیاز، هره ورځ القاب، هره ورځ اتل جوړونې، هره ورځ د ځمکو او ښارګوټو فرمانونه، تر دې چې نه خالي دولتي بست پاته شو، نه مصؤونه دولتي ځمکه پاتې شوه، نه د نورو اتلانو د نومونو لپاره پوهنتونونه او تعلیمي مراکز پاتې شول، او نه نور په ټلواله کې دومره سړی پاتې شو چې ده دې مارشال کړی، اتل کړی، ملي شخصیت کړی او قهرمان کړی وای.

د نوموړي ایرانپالنه تر دې ورسېده چې په داخل کې یې هزاره ګانو ته په ښارګوټو ورکولو د هرات، غزني، مزار او کابل ښارونه د هزاره ګانو په محاصره کې ورکړل. په سلګونو زره هکتاره ځمکه یې هزاره ګانو ته په قباله ورکړه. په دې برخه کې د کرزي لورېینه تر دې حده ورسېده چې غوښتل یې د کابل په شرق کې، په باګرامیو، او په شمال کې هم هزاره ګانو ته یو یو لوی ښارګوټی ورکړي چې په شرق کې یې ملا تره خېل او په شمال کې یې ملا تاج محمد مخالفت وکړ.
غزنی عملا هزاره شو، په هرات کې د نوموړي د ګومارلي سید حسن انوري د واک پر مهال هزاره نفوس دوه چنده زیات شو. په مزار کې عطاء محمد نور مجبور شو دې مسألې ته د خپلو خاصو قومي ګټو له نظره حساس شي چې مخه یې ونیوله.

غزنی یواځېنی ځای و چې مالک یې نه درلود. هزاره وو د ښار پراخې دولتي ځمکې غصب، د هوایي ډګر تر څنګ یې جامع جومات جوړ، او د ښار ټولې خواوې یې محاصره کړې. غزنی ښار اوس عملاً سني ښار نه دی.

په کابل کې د کابل غرب د میدان وردګو له هزاره کرښې سره وصل شو. د حاجي نبي ښارګوټي د خپل اصلي فرمان دری چنده ځمکه لاندې کړه. د حاجي نبي د ښارګوټي په امتداد د ارغندۍ پر لور د محسني ډلې هزاره ګانو ته د اتفاق ښارګوټی په فرمان ورکړل شو، چې د کابل غرب یې له ارغندۍ سره ونښلاوو. تر سړک اخوا ځمکه هم هزاره ګانو ته نمره شوه، خو د میدان وردګو د هغه وخت ځینې مشرانو مداخله وکړه، او په همدې نقطه کې یې د کوچیانو او مهاجرینو ښارګوټی رامنځته کړ چې د همدې مسألې پر د میدان وردګو د وخت والي هم له دندې عزل شو.

د احصائیې اداره بشپړه پښتون ضد شوه. د احصايې لپاره ایرانی سافټویر وپېرل شو چې بیا د اسرار احمد کرزیمزي او نورو ځوانانو تر پراخ مدني مخالفت وروسته دا پروسه رسوا او د پارلمان تر فشار ودرول شوه.

کرزي د ارګ تر ټولو مهم شریان صادق مدبر نومي ستراتیژیک هزاره مشر ته وسپاره. نوموړي د خپل اورګان له رسمي بودیجې څخه په نره شپږ مهمې ایرانپالې رسنۍ چې اپوزیسیوني روحیه یې لرله، تمویلولې. په دې سربېره په لسګونو په اصطلاح مدني حرکتونه چې اوس وخت ناوخته د زغروال حجاب، نارینه چادریو او نورو په څېر مانورونه کوي، د ادارۀ امور له رسمي بودیجې څخه تمویلولې.

کرزي د حکومت نوره برخه د قسیم فهیم له وروڼو، د قانوني له وروڼو، عطاء او نورو لنډه غرو سره و ونډوله. د دفاع وزارت قراردادونه د رحیم وردګ او لنډه غرو ترمنځ تقسیمېدل. د فواید عامه په ټولو سړکونو کې د کرزي کورنۍ ته ونډه ورکول کېده، مهمو قراردادونو ته د کرزي وروڼو په خېټه لاس واهه. د غوري د سیمټو فابریکه د کرزي ورور ټېکه کړه، او له پښو یې وغورځوله. کابل بانک د کرزي وروڼو له لنډه غرو بدمعاشانو سره په یوه ناروا معامله کې چور کړ. ملي امنیت د لنډه غرو او کرزي ترمنځ داسې تقسیم و چې کرزي خېلو ورڅخه د عیاشۍ او لنډه غرو د بدمعاشۍ کار اخیست. په نیږدې هر وزارت کې لږ تر لږه یو معین لنډه غر ټاکل کېده. داسې وخت هم و چې پر یوه وخت پنځوس تنه لنډه غر سفیران مقرر ول.

په کومو سیمو کې چې لنډه غرو پخوانی وجود نه درلود، هلته کرزي خپل لنډه غر جوړ کړل چې یوه نمونه یې کندهار ده. کرزي لوی کندهار، چې پښتانه یې د پښتنولۍ قبله او د حماسو او تاریخونو څلی بولي، هر افغان ورسره د عشق تر سرحده مینه لري، د ده په وخت کې داسې له لاس او پښو وغورځېد چې اوس په ټول نظام کې پنځه تنه کدرونه نه لري.
نه یې د کندهار لس دوولس تنه په بورسونو د تحصیل لپاره ولېږل، نه یې د کندهار اصلي او روښانه زامن له کندهاره د باندې په دندو و ګومارل، نه یې په خپل ټول حاکمیت کې هیڅ وخت د کندهار لپاره دولتي انکشافي بودیجه تر پنجشېر زیاته شوه.

لویه پکتیا همداسې در واخله. ښه مې یادېږي، یو کال د پکتیا لپاره د یوه مهم وزارت ټوله انکشافي بودیجه شپېته زره ډالره او د پنجشېر لپاره یواځې د زراعت په برخه کې دوه نیم ملیونه ډالره وه، په داسې حال کې چې د پنجشېر ټوله زراعتي ځمکه د پکتیا د یوه کلي د هوارو ځمکو هومره نه وه.

کرزي د دوه زره نهم په ټاکنو کې له عبدالله سره دا ژمنه وکړه چې په دوه زره څوارلس کې به د هغه بریا ته لاره هواروي. دا چې ډاکټر عبدالله له کرزي متنفر شخص دی، له کرزي سره یې معاملې ته غاړه کښېنښوده. کرزی د پاڼ او پړانګ ترمنځ شو، له یوې خوا یې له عبدالله څخه وېره درلوده، او له بلې خوا یې باید د پښتنو د کمزوري کولو دنده په ښه شکل په مخ وړې وای، په همدې دلیل یې ټاکنې په لوی لاس دوهم دور ته بوتلې. ټاکنیز بحران او بیا یې د ملي وحدت د حکومت منځته راتګ ته لاره هواره کړه.

ده فکر کاوه چې له یوې خوا ټول بهرنیان وزي، له بلې خوا په خزانه کې یوه روپۍ نشته، له بل پلوه دوه مخالفې ډلې یوه حکومت ته راغلي، ټولنیز فشار په اوج او میراثي ستونزې د تېلو تر څاګانو ژورې دي، کرزي تمه درلوده چې ډېر ژر به د ده اړتیا محسوسه او خلک د ده په ارمان شي.

کله چې کرزي د ډاکټر عبدالله او غني همکاري ولیده، پر لومړیو شپږو میاشتو کې پر بهرني سیاست، امنیتي چارو او ولسي ذهنیت د ملي وحدت د حکومت لاسبري ولیده، کرزی لا لهانده شو. په رسنیزو توطیو او ستونزو یې لاس پورې کړ.

اصلي ستونزه چېرته ده؟

 

اصلي ضرر، اصلي ستونزه، اصلي خطر، اصلي ننګونه له کرزي څخه بیا هم پښتانه ته متوجه ده. پښتانه په نظام کې له لویه سره کمزوري دي. په نظام کې د پښتنو محدود استاځي یا د فاروق وردګ په څېر غله، یا د ګمرکاتو د غلو په څېر په فساد ککړ، یا د ښارجوړونې د رئیسانو په څېر په بډو کې غرق او یا د یما کرزي په څېر خانداني عیاشان ول.
کرزي چې د خپلو اجرتي قاتلانو په وسیله یې لوی کندهار تر مخ یرغمال کړی، غواړي د لنډه غرو ضد سیاسي رهبرۍ تقسیم او د ټلوالې په مقابل کې د روښانه رهبرانو نسبي یووالی تارومار کړي. د کرزي وروستیو حرکتونو عطا محمد نور او نورو ته لوی زړه ورکړی. عطا محمد نور د نوي ولسمشر اشرف غني تر راتګ وروسته په لومړیو کې ولسمشر غني ته په زاریو راغی، د هغه د ملاقات لپاره یو ساعت په دهلېز کې انتظار کښېنوست، هغه ته یې توی وړی واک او د اطاعت ډاډ ورکړ، خو کله چې په دې ولسمشر کرزي د پښتنو د رهبرۍ د تقسیم هڅې پیل کړې، عطا محمد نور له سره را ژوندی، د فدرالي سیستم عملي مظاهره یې پيل او ځان ته یې د سرپرست والي پر ځای د والي لقب وکاراوو.

د کرزي وروستي حرکتونه د ټوپکسالاریزم، لنډه غرۍ او بدمعاشانو پر خلاف د روښانتیا، تکنوکراسۍ او اصلاحاتي جریان د سبوتاژ تر ټولو خطرناکه، تر ټولو لویه او تر ټولو اغېزمنه هڅه ده. کله چې عطاء د غني خلاف درېږي، ټوله نړۍ پوهېږي چې لنډه غر د ټکنوکرات او اصلاحي جریان په مقابل کې دی، خو کله چې کرزی د غني خلاف درېږي، د ټوپکسالارانو خلاف له دیارلسو کلونو روان نامرئي اصلاحاتي جریان ما ته خوري، د خلکو ذهنونه مغشوشېږي. لامل یې دا دی چې خلک د کرزي له ټوپکسالارۍ، ترور، بدمعاشۍ او په جنوب کې د هغه له خطرناکو بانډونو او له ټوپکسالارو سره د هغه په ناروا ایتلاف نه دي خبر. هغوی فکر کوي چې کرزی هم یو ټکنوکراټ دی، هغه هم یو اصلاحاتي اجنډا لرونکی مشر دی، چې له بده مرغه داسې نه دی.

نن کرزي ماتې خوړلیو ټوپکسالارانو ته چې له غني يې پر هډونو لړزه ګډه ده، روحیه ورکړه، هغوی ته یې لاس ورکړ، او د پښتنو په تقسیمولو یې د افغان ضد حرکتونو تبرونو ته لاستی ور واچاو.

By Editor2

13 thoughts on “کرزی او ملېشه، د عیاشۍ او بدمعاشۍ یاران/مستونګ خان”
  1. ستاسو د لیکنی څخه د تعصب رنګ له ورایه ښکاری,غیر پښتون دویمه درجه مخلوق دی که څنګه? فکر می وکړ چی کومه مستنده تحلیل به وی,خو متاسفانه صرف ببولالی وی.اوسنی حکومت کی دی هم پرته له یو دوه دریو ټول هماغه زاړه خلک دی , نومونو لیکلو ته یی ضرورت نشته.په شمول د ولسمشر ټول د همدی کرزی د ټیم غړی وه.

    1. مشره! د تعصب پدیده د چا له خوا رامنځ ته شوه؟ ته کیدای شي ویده وې، ځکه که چیرې تعصب لومړی ځل چېرې شوی نو همدغه د بوجاهیدیو د حکومت لنډغرو، په تیره بیا د شوروای نصوار لنډغرو کړي. اوس چې ته پاسینی لیکنې د تعصب نه ډکه لیکنه بولې، ستا د خبرو نه داسې بوی راځي چې ته هم د کرزي دور د لنډغرو د جملې نه یو لنډغر يې او خپه هم نه شې ځکه بل هیڅ دلیل نه شي کیدلی

  2. حیران خو دی ته یم، چې دا څومره سپین سترګی دي، دا ټول ګند خو حکومت ته د کرزی او شمالي بانډ څخه پاتی ده… خلکو دی هم خدای انصاف روزی کړي، وایي پاریس په یوه شپه کې نه ده جوړ شوي؟ له کرزی او لنډه غرو سره مو لسیزه صبر کولای شو او له غنی سره څو میاشتی نه!!!!

  3. ستا احساسات ستا په لیکنه کښی له ورایه معلومیږی .که کرزی ۶۰۰۰ کسه د جنوبه غوښتی وای نن ورځ به ملی وحدت ته دومره کار نه وای سوی . ستاسو نظر ولی یوازی دیته متوجه دی چی باید هر څه پښتون او یا هر څه د پلانی وی .افغانستان د ټولو مشترک کوردی تر څو هر قوم دا احساس نه کړی همداسی خړ ناتار به روان وی بسته راسی نور و دیته زمینه مساعده کړو چی هر څه د لیاقت پر اساس وی نه د پښتون او تاجک.که ته و هغوی ته لنډغروایی نو پوه چی عکس العمل یی ستا په وړاندی همداسی دی د نو ستا په فکر که ورته و ګورو په افغانستان کښی به هر یو د یو چا لخوا لنډغر بلل کیږی .

  4. بخښنه غواړم کله چې کرزی هغه وخت راته ، یوناما شتون نه درلود. یومانا دفتر وروسته پرانیستل شو…. د یوناما پرځای باید ملګري ملتونه لیکل شوي وای.

  5. وروره داخوبلکل واقعت ده،چې دکرزي په واکمني کې دهيواداکثريت په اقليت بدل سو او اقليت په اکثريت بدل سو،مګريوڅه کرزي په روانی لحاظ دټلوالي په مينه کې غرق و اويوڅه دامريکا پالیسي هم دا وه چې بايد اجرتي جنګیالي وپالي اوداکاريې اوس هم ددستم اوعطا په بڼه دوام لري

  6. ډیره ښکلی تبصره او پوره حقایق پکی ‌ذکر شوی ، مننه
    زه به دومره وایم چه پښتانه ډیر صادق خلک دی او ټولو افغانا نو ته په درنده سترګه ګوری او خدای به هغه خلک چه دی پښتون ملت ته په سپکه سترګه کتلی او ګوری الله پاک به ورته سزا ورکړی ، او د کرزی صیب په باره کی باید ووایم چه دا ټول مصیبتونه او مشکلات چه اوس ورسره مخ یو دا ټول د کرزی کرنه یا زراعت دی چه فعلآ اشرف غنی ور سره لاس او ګریوان دی او لا نور مشلات ور ته خلق کوی تر څو نورو انکشا فی کارو ته موقع پیدا نکړی

  7. دا منم چې کرزي یو پښتون ضد رئیس جمهور تیر شو خو زه یې په دې طمع وم چې د اشرف غني په راتګ سره به نوموړی په دار و ځړول شي مګر زما دغه ارمان پوره نشو تاسې فکر وکړی چې پښتانه ولې طالبان شوه حق هغه څوک ویلی شي چې پرې تیر شوي وي ، د کرزي په لومړیو کلونو کې دومره ارامي وه چې مونږ به د خوګیاڼو ولسوالۍ څخه شل کیلو متره د شپې په موتر کې د دوستانو ودونو ته تللو مګر همدې پښتون ضد شمالي ټلواله له امریکایانو سره مل او د پښتنو په کورونو یې یرغل وکړ د هغوي ښځې یې په سپیو وخوړې زیاتې کورنۍ مهاجرې شوې هلته پاکستان ته موقع په لاس ورغله ورته یې وویل چې یا به د افغان دولت سره جهاد کوی او یا له پاکستانه وځئ تاسې فکر وکړی دې بې چاره ګانو څه کړی وای که پرتاسې داسې حال راشي څه به کوئ ایا وسلې ته به لاس نه کړی ، که یو څوک مو ورور ووژني ، پلار مو بندي شي ، خور او مور او ښځه مو په سپیو و داړل شي او په دې وخت کې بل اسلحه هم درکړي چې ژوندی یې پریږنه دی زه درسره یم ایا داسې څوک به وي چې بیا هم نه وکړي یوه ورځ مې پلار راته وویل چې کرزی ښه دی او دښمن ما وویل کرزی ویې ویل بچیه وغولیدې کرزی داسې دښمن دی چې دروازه درته ووهي وايي دوست یم ته چې دروازه پرانیزې نو بیا دې د شا لخوا په فهیم او خلیلي ولي له دې هغه دښمن ډیر ښه دی چې ته یې پیژنې ځکه له هغه به ځان وساتې الله تعالی چې په قران کې اشاره کړې چې ( اولئک کا النعام بلهم اضل ) هغه داسې کسان دي ځکه چې تاته دوست وايي او بیا دې وژني نو زه وایم چې د افغانستان د بربادۍ ، د پښتنو د یولکو شهیدانو قاتل ، د بې حیایی ستر عامل کرزی دی تاسې نه پوهیږی چې اشرف غني په دومره ستونزو کې همدې د پښتنو قاتل راګیر کړی دی ؟ هو زه بیا هم په طمعه یم چې خدای به هغه ورځ راولي چې کرزی د ټولې کورنۍ سره د کابل په ښار کې په علني ډول اعدام او د ټولو پښتنو غچ به ترې واخیستل شي .الله دې دی تباه او برباد کړي لکه څرنګه چې یې پښتانه تباه کړل ، د مقالې لیکونکي څخه ډیر خوشحاله یم هغه څه یې لیکلي چې هره ورڅ زما په زړه کې اوړي او راوړي خدای دې کوتې د ګلاب په شان وغوړوه او بس

  8. Dasi Khu ba navi chi da likwal wus ghwari chi da karzai rang aur bad ki. KA tsa hum, Karzei na da America sara Las-lik Wakai au na yes da ISI sara. Da sharam khabara da tasu ta chi dasi faltu likani kavai. Karzai ka har rakam wu, hum ye laraman au hum ye maran sara ra tol Kra au da dwaru sa ye nishuna au zahar lirei kral au kha kar ye Wakai. Karzai chi kala Rais jamhur su pa Afghanistan ki tsa pata wa?Wus Afghanistan wu gora. Da Kar I pa wakht ki ba sirf talons wa. Da Ghani pa wakht ki hum ta Lunan su hum ISIS Daesh Sta au hum da ISI sara laslik wusu.

  9. دا منم چي پخوانی ولسمشر کرزی، پرنظام باندي دخپل اغیز او فرمایش منلو په پار بیلابیلي هڅي کوي، خو زه دغه لیکوال چي دغه دلیکنه یې دولسمشرغني په پلیتوب کړې، وایم چي له دې هم سترګي مه پوټوه چي همدا کرزی و چي خپل ټول دولتي امکانات او ټیم یې دولسمشر غني لپاره په کارواچوه، که دکرزي مرسته نه وای ،دغني ولسمشر کیدل به محال و، دویمه توصیه مي مستونګ خان ته داده چي لیکوالي باید دښو او ادبي الفاظو څخه وسي، کله چي ستادلیکني سرلیک سپکي سپوري وي، ایا لوستونکی به ستاپه دروندولی چي دلیکوال لپاره ډیره اړینه ده څومره باور وکړي، ستادلیکني سرلیک دی:کرزی او ملېشه، د عیاشۍ او بدمعاشۍ یاران

  10. واقعاً ډیره سخته ده چی د تیرو سو لسیزو راهیسی یوازی پشتون مړ کیژی او دردول کیژی، نه پوهیژم ولی خو خیر دا به ووایمه چی د افغانستان سارنه او واک د پشتون نه بغیر بل سوک نسی کولای

  11. ډېره منطقي او ښکلې لیکنه ده. په دې ځينو تبصره کوونکو رښتیا بد لګېږي او تل د محافظه کارۍ له مخې دخپله روا حقوقو نورو ته تېرېږي. چې دا پخپله دلوی قشر سره ستره جفا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *